چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Home+د سپوږمۍ له پټې خوا د چین ستوربیړۍ مځکې ته راوګرځېده

د سپوږمۍ له پټې خوا د چین ستوربیړۍ مځکې ته راوګرځېده

تاند- د چین فضايي ستوربیړۍ د سپوږمۍ له لیرې او پټې سیمې څخه، چې تر دې وړاندې فضايي څېړونکو د هغې په اړه ډېر لږ معلومات لرل، لومړۍ نمونې مځکې ته راوړې.

Chang’e-6 ستوربیړۍ د سې شنبې په ورځ د چین د داخلي منګولیا په دښته کې، چې د چین یوه کورواکه سیمه ده، له نژدې دوه میاشتني خطرناک ماموریت وروسته مځکې ته بېرته راغله.

څیړونکي چانګ یې-۶ (Chang’e-6) ته په لېوالتیا منتظر ول په تمه وو ځکه هغه نمونې چې ورسره راوړي ممکن د سیارو د جوړېدو په اړه اساسي پوښتنو ته ځواب ووایي.

چین یوازینی هیواد دی چې د سپوږمۍ دې لیرې او تیاره اړخ ته یې ستوربیړۍ ولېږله. دې هیواد په ۲۰۱۹ کې هم دا کار کړی و.

د سپوږمۍ “پټ” یا “لیرې” نیمایي، چې د ځمکې شاته پروت دی او هیڅکله له ځمکې څخه نه لیدل کیږي، سفر د دې لپاره ستونزمن دی چې یو خو یې واټن د سپوږمۍ تر نورو خواوو له مځکې زیات دی او بل دا خوا ډېرې لوړې ژورې لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب