یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد د دوحې په کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي...

ذبیح الله مجاهد د دوحې په کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۵ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبې د سرطان ۵) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد به د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري په غاړه ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان موتقي ویلي چې د ملاهبت الله اخوندزاده د امر پر اساس به ذبیح الله مجاهد د دوحې په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې یې په یوه غونډه کې د دوحې د درېیم کفرانس په تړاو پر مالي او بانکي سیستم د بندیزونو، د خصوصي سکتور پر ننګونو او له نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي هیله څرګنده کړې وه چې په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.

طالبانو د دغه پلاوي د جوړښت او نورو غړو په اړه څه نه دي ویلي.

په دوحه کې د طالبانو او د ۲۵ هیوادونو د افغانستان د ځانګړو استازو درېیمه غونډه به د ملګروملتونو په کوربه توب له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې جوړه شي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د ملګروملتو د سرمنشي د مرستیالې روزمیري ډی کارلو تر څارنې لاندې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ویلي دي چې د دې غونډې په لومړۍ ورځ ښځې حضور نه لري.

دا به لومړی ځل وي چې د دوحې غونډه د تېرو دوو غونډو خلاف د طالبانو په ګډون او د ښځو او مدني ټولنې له استازو پرته دایریږي.

2 COMMENTS

  1. چې هر ځل به په جومات کې، عامه ځايونو کې، ښوونځيو او لوبغاليو ان په پوهنتون، کلينيک او روغتون کې ځانمرګي بريدونه او ان د کابل په څلور لارې کې د لاريو چاودنې او ځانمرګي بريدونه به وشول، نو مجاهد به يې مسؤوليت اخېسته، خو نن هغه د قطر په دوحه کې په خبرو کې برخه اخلي.
    ګناه يې امريکا او لويديځې نړۍ بښلې ده، نو ځکه دوی هم په تمه دي چې د خپلو هغو تېرو مسؤوليتونو او بدو کړنو مکافات اخلي که داسې نه وي، نو بيا خو دوی هلته نه شول تللی، خو استخباراتي لوبو کې لوبېدلي دي او اوس هم استخباراتي لوبغاو بښلي دي، نو ځکه به د خپل ټيم مشري کوي چې

  2. دا نړۍ څومره بې انصافه دئ. دغه منحوث قاتل د خپلو ترهګرو انډیوالانو قتلونه او جنایات به یې تضدیقول او نن د افغانانو نماینده ګي کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب