Homeخبرونهد افغانستان- تاجکستان پر پوله د شکمنو بې پیلوټه الوتکو پروازونه

د افغانستان- تاجکستان پر پوله د شکمنو بې پیلوټه الوتکو پروازونه

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۵ مه) د افغانستان – تاجکستان پر ګډې پولې د شکمنو بې پیلوټه الوتکو د ګزمو خبر ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې، دا ګزمې د تخار ولایت په اړوندو سیمو کې شوي.

تر اوسه نه ده معلومه چې یادې الوتنې د کوم هېواد اړوند دي؟

ځایي طالب چارواکو دا خبر نه تایید او نه رد کړی.

مخکې د طالبانو رژیم پر امریکا متحدو ایالتونو تور لګولی و، چې د افغانستان هوایي حریم نقضوي او د افغانستان فضا یې ولکه کې ده.

تاجکستاني چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې ورته تروریستي خطرونه پېښ دي.

طالبانو د تاجکستان په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو ورته اندېښنې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...