شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتخار کې د یوه ځوان پر مقعد لرګي منډلو ته پراخ غبرګونونه

تخار کې د یوه ځوان پر مقعد لرګي منډلو ته پراخ غبرګونونه

تاند ( سې شنبه، د سرطان ۵ مه) د طالبانو کورنیو چارو وزارت په فاریاب کې د یوه ځوان په مقعد کې د لرګي منډلو په تور د ۶ تنو د نیولو خبر ورکړی.

د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د نیول شویو کسانو هویت نه دی روښانه کړی، خو ویلي چې د ۴ نورو تورنو کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.

هغه زیاتوي:د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د دغه ټکان ورکوونکې پېښې په تړاو د راپور ترلاسه کولو سمدستي وروسته د فاریاب امنیتي مسوولینو ته امر کړی، چې د دغه جنایتکارانه عمل عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي؛ لومړني راپورونه ښيي، چې دغه تنکی ځوان د شخصي خصومت او تربګنۍ له کبله د پېښې د فاعلینو په شخصي کور کې شکنجه شوی او دغه ناوړه جنایت ورسره ترسره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر رسنیو او سیمه ییزو خلکو په پېښه کې د یوه ځایي طالب قومندان د لاس لرلو خبر ورکړی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فاریاب اوسیدونکي او د کار او ټولنیزو چارو پخواني وزیر بشیر احمد ته ینج بیا طالب چارواکي ننګولي، چې که رېښتیا د عدالت او شریعت تامینوونکي وي د پېښې عاملان دوی سره د تړاو باوجود باید سخت مجازات کړي.

د دې پېښې یو شمېر ویډیوګانې هم پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي او د خلکو توند غبرګونونه یې پارولي.

د دغو رسنیو یو زیات شمېر کاروونکو دا پېښه خورا وحشیانه ګڼلې او ویلي، چې عاملان یې باید هر څومره ژر مجازات شي.

د راپورونو له مخې، شکنجه شوی کس یو تنکی ځوان دی او پېښه له هغې وروسته شوې چې نوموړی بلچراغ ولسوالۍ کې د هغې نجلۍ د تښتولو لپاره ورغلی و، چې کورنۍ یې پرې جرګه رد کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب