جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد اماراتو دولتمشر افغانستان ته د ژغورنې ځانګړي ټیمونه واستول

د اماراتو دولتمشر افغانستان ته د ژغورنې ځانګړي ټیمونه واستول

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د متحده عربي اماراتو د دولتمشر، شيخ محمد بن زايد آل نهيان، د هدايت له مخې د افغانستان په ختيځ کې له زلزلې اغېزمنو سيمو ته د مرستې لپاره د اماراتو د لټون او ژغورنې ځانګړی ټيم لېږل شوی دی.

د متحده عربي اماراتو د رسمي خبري اژانس (وام) د راپور له مخې، دا ټيم د ابوظهبي د ملکي دفاع ادارې، د ملي ګارډ او د ګډو عملياتو د قوماندانۍ له غړو جوړ شوی او د لټون او ژغورنې په عملياتو کې به برخه واخلي او د پېښې له قربانيانو سره به مرسته وکړي.

اماراتو همداراز د اړينو مرستو توکي، لکه خوراکي مواد، طبي وسايل او خیمې، لېږلي دي چې له اغېزمنو کورنيو او ټپيانو سره مرسته وشي.

د وام د راپور پر اساس، دا بېړنۍ بشري مرسته د اماراتو د چټکو ځوابونو يوه برخه ده چې د طبيعي پېښو او بحرانونو پر مهال يې ترسره کوي، او نړيوال بشري ماموريت او پر وخت مرستې وړاندې کولو ته د دې هیواد ژمنتيا څرګندوي.

په همدې حال کې نن د متحده عربي اماراتو لوبډلې، له افغانستان سره د سیالۍ تر پیلولو وړاندې له افغان زلزله ځپلو سره د پیوستون او خواخوږۍ د څرګندولو لپاره یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

افغانستان د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۳۸ منډو ماته ورکړه

په افغانستان کې زلزله په داسي ورځ وشوه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان، اماراتو او پاکستان د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې له کوریه متحده عربي اماراتو سره مخامخ و.

د دې سیالۍ پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګټلې وه خو غوره یې وبلله چې لومړی افغانستان توپ وهنه (بیټنګ) وکړي.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ او صدیق اتل خورا ښه بیټنګ وکړ. اتل په ۴۰ توپونو ۵۴ او ابراهیم ځداراڼ په ۴۰ توپونو ۶۳ منډې وکړې.

کریم جنت او عزت الله عمرزي هم ۲۳ او ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغان لوبډلې په داسي حال کې چې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۱۸۸ منډې وکړې.

د افغانستان د ۱۸۹ منډو هدف په وړاندې اماراتي لوبغاړو ښه او تېز بیټنګ پیل کړ، په تېره بیا د دې لوبډلې کیپتان محمد وسیم په ۳۷ توپونو ۶۷ منډې وکړې. همداراز د اماراتو لپاره راهول چوپړا په ۳۵ توپونو ۵۲ منډې وکړې. تر یو مهاله داسي ښکارېده چې اماراتي لوبغاړي ګټونکي دي خو وروسته د دوی لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.

افغان لوبغاړو دوه حتمي کېچونه له لاسه ورکړل. د اماراتو په ۸ سوځېدلو لوبغاړو کې ۳ راشدخان، ۳ شرف الدین اشرف، یو محمد نبي او یو فضل حق فاروقي وسوځول.

تر ټولو ټیټ رنز رېټ یا د منډو اوسط د محمد نبي و چې په ۲ اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب