Home+افغانستان د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۳۸ منډو ماته ورکړه

افغانستان د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ۳۸ منډو ماته ورکړه

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) په افغانستان کې زلزله په داسي ورځ وشوه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان، اماراتو او پاکستان د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې له کوریه متحده عربي اماراتو سره مخامخ و.

د دې سیالۍ پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګټلې وه خو غوره یې وبلله چې لومړی افغانستان توپ وهنه (بیټنګ) وکړي.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ او صدیق اتل خورا ښه بیټنګ وکړ. اتل په ۴۰ توپونو ۵۴ او ابراهیم ځداراڼ په ۴۰ توپونو ۶۳ منډې وکړې.

کریم جنت او عزت الله عمرزي هم ۲۳ او ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغان لوبډلې په داسي حال کې چې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۱۸۸ منډې وکړې.

د افغانستان د ۱۸۹ منډو هدف په وړاندې اماراتي لوبغاړو ښه او تېز بیټنګ پیل کړ، په تېره بیا د دې لوبډلې کیپتان محمد وسیم په ۳۷ توپونو ۶۷ منډې وکړې. همداراز د اماراتو لپاره راهول چوپړا په ۳۵ توپونو ۵۲ منډې وکړې. تر یو مهاله داسي ښکارېده چې اماراتي لوبغاړي ګټونکي دي خو وروسته د دوی لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.

افغان لوبغاړو دوه حتمي کېچونه له لاسه ورکړل. د اماراتو په ۸ سوځېدلو لوبغاړو کې ۳ راشدخان، ۳ شرف الدین اشرف، یو محمد نبي او یو فضل حق فاروقي وسوځول.

تر ټولو ټیټ رنز رېټ یا د منډو اوسط د محمد نبي و چې په ۲ اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...