تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۱ مه) د افغانستان د شل اوره لوبډلې کیپتان راشد خان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې په نړۍ کې تر ټولو د ډېرو وېکټونو د اخيستو ریکارډ جوړ کړ.
راشد خان پرون له متحده عربي اماراتو سره په سیالۍ کې ۳ ویکټونه واخیستل. په دې سره ده په شل اوره نړیوالو سیالیو کې ۱۶۵ وېکټې بشپړې کړې چې له کبله یې د نیوزیلنډ د ټېم ساوتي د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ مات کړ.
له متحده عرب امارتو سره د سيالۍ پر مهال یې د دريو لوبغاړو له سوځولو وروسته دغه ریکارډ په خپل نامه کړ.
پر دې سربېره راشد خان ګڼ نور نړيوال ریکارډونه هم لري، لکه د چټکو سلو وېکټونو اخيستو ريکارډ، په يوه لوبه کې ډېر ځلي د څلورو لوبغاړو سوځولو ریکارډ او داسې نور.
راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې هم د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې (۶۶۴) ویکټې ترلاسه کړې دي.