استاد محمد معصوم هوتک
د خوشحال خان خټک دستارنامه په کابل او پښتونخوا کي له ١٩٥٢ع کاله تر ٢٠١٨ع پوري لس واره چاپ سوې ده او وروستى بشپړ چاپ ئې د ډاکټر عبدالحکيم شاه خټک په زيار په ٢٠١٨ع کال له کابله خپور سوى دئ. په هر چاپ کي هڅه سوې ده چي په نورو چاپونو کي د متن ناسم ځايونه سم سي خو له دې سره سره په متن کي داسي ځايونه سته چي حلېدل غواړي. زه په دې ليکنه کي د همدغو ناحلو ځايونو په حل کي خپل نظر له محترمو لوستونکو سره شريکوم. (په مثالو کي د مخ شمېره د ٢٠١٨ع چاپ ده)
١ – سهلو:
د دريم هنر “خط چي داخل د کسب کمال دئ” په ١١٧ مخ کي د “قلم” په باب داسي لولو: “… درېغه چې د نااهلو په لاس کښې نه وى. دده د سر بلا په بد ذاتو، په سفله ؤ، په سهلو وى”. د “سهلو” کلمه په ټولو نسخو کي همداسي راغلې ده چي له “بد ذاتو، سفله وو” سره هيڅ سر نه خوري. د ټولو چاپونو ترتيبوونکو بې له دې چي د جملې معنا ته دي پام وکړي، هسي تر سر تېره کړې ده. دا کلمه “سهلو” نه ده، بلکي “ښهلو، ښيلو” ده. ښهلی = ښیلی د “نا اهله، په بدو کارو اخته” معنا لري (د کندهار لهجه).
حاجي ولي محمد مخلص وايي :
الهي کار د هر چا جوړ دئ په تا
زه ښيلى خوشي ځغلم شا و خوا
نسته هيڅ چي ستا کرم نه کړه پوره
چي ئې وغواړم په خواست له بله چا[1]
د “بې تربيته زوى” ليکوال د “ښيلي” ويى څو ځايه راوړى دئ. يو ځاى ئې ليکلي دي: … د ورځي به د کلي په کوڅو کي دوري و رادوري ځغاست او چي نه هغه کارونه به ئې کول چي ماځيګر به لمر ولوېدو، له ځينو خپلو رفيقانو او ښيلو سره به د خلقو و باغو ته ور ولوېدو او خورا ډېر اومه انګور او بادام به ئې له ونو وشکول…[2]
پښتو تشریحي قاموس ښيل ويى د “ښهل” په بڼه راوړی دئ. د دستارنامې په پورتني متن کي ښهلى، ښيلى له “بدذاتو او سفله وو” سره هم سم وايي.
٢ _ داپوچ:
د اووم هنر “د اسپ تازۍ دئ” په ١٣٤ مخ کي يوه فارسي څلوريځه داسي ثبت ده:
اسپ شاهان کميت بايد و خنګ
ګردن او دراز و کوته لِنګ
ګردن لِنګ راست اما کميت
يا سر خنګ يا سمند داپوچ
د دې څلوريځي وروستى نيم بيتى د ١٣٩٤ل کال له چاپ (د پوهنمل سيد غني غني په زيار) پرته په نورو ټولو چاپونو کي په همدې شکل راغلى دئ[3]. دا نيم بيتى هم د قافيوي عيب له اسيته او هم د معنا له مخي وران دئ ډاکټر عبدالحکيم شاه خټک د تعليقاتو په ٣٨٠ مخ کي ورته کښلي دي:
“د دې شعرونو شاعر معلوم نه شو. په مطلب ئې هم پوے نه شوم”
د څلوريځي د پاى کلمه “داپوچ” د کاتب لاسوهنه ښکاري او معنا ئې هم راته معلومه نه سوه. د دې له پاره چي د څلوريځي معنا څرګنده سي، لازمه ده چي په هغې کي راغلي کلمې جلا جلا وڅېړو.
کُمېت (kumet) هغه آس ته ويل کېږي چي خرمايي ډوله رنګ ولري. په فرسنامه کې د اسانو د رنگو په باب لیکلي دي: “اولاً کمیت است که اورا سرخ و سیاه … بهم آمیخته و تشبیه او برنگ خرما کرده اند و اگر سیاهی درو غالب باشد سیه کمیت گویند … اسپ این چنین رنگ را بسیار ستوده اند و مبارک دانند و در شدت سرما و حدت گرما صبور توانا بود. چنانچه گفته:
کمیتی که همرنگ خرما بود
به گرما و سرما تــــوانا بود[4]
خِنګ سپين وشمه تور آس ته وايي.
“سرخِنګ” کلمه د کتابت تېروتنه ده او سمه بڼه ئې “سبز خنګ” ده. سبز خنګ هغه آس ته وايي چي تور او ژیړ رنگ ولري.
سمند هغه آس دئ چي رنګ ئې ژيړ وي.
په دې ډول به د څلوريځي سم شکل داسي وي:
اسپ شـــــــاهان کُمیت باید و خِنگ
گـردن او دراز و کـــــوتــه لِــــــنگ
گــــردن و لِنگ راست امـــــــــا کُـمیت
یا سـبزخنگ، یا سمـند [زرد رنگ]
٣ _ سرونه ماتول:
د اتم هنر “د ښکار حلال کسب دئ” په ١٣٨مخ کي د سپي د ښکار په باب راغلي دي: “… بيا هسي سواره غواړي چې ورپسې ئې زغلوي. ورمېږونه ورپسې ماتوي”. د “ورمېږونه” پر ځاى په زياترو چاپي نسخو کي “سرونه” ليکل سوي دي. داکټر عبدالحکيم شاه خټک د “ورمېږونه” کلمه د پېښور د پښتو اکېډمۍ له خطي نسخې څخه را نقل کړې ده.
“سرونه ماتول” اصطلاح د هوسيو او غرڅه وو ښکاریان زياته کاروي. ښکاریان د هوسیو او غرڅه وو په ښکار کي له یوه روش څخه کار اخلي چي “آهو گرداني” ئې بولي. ښکاریان چي په هوسیو پسي ښکاري سپي خوشي کړي او د هوسیو په گله (رمه) یا یکړي هوسۍ پسي په منډو سي، پر څنگ ئې د آسانو د سپرو یوه ډله هم ورسره ځغلي او د هوسیو یا غرڅه وو مخي ته ځانونه وراچوي څو د هوسیو مخ د ښکاري سپیو لور ته ور مات کاندي. دغه چاري ته “د سرونو ماتول” وایي. دلته “ماتول” د فارسي “شکست” په معنا نه دئ بلکي د “مخه کول، یوې خوا ته په بېړه تلل” معنا لري. خلک پرې را مات سول، یعني خلکو ورته را منډه کړله، ډلي ډلي ورته راغلل.د پېښور د پښتو اکېډمۍ د خطي نسخې کاتب ته غالباً د ښکاریانو دغه اصطلاح معلومه نه وه او د “مات” په قرینه ئې “ورمېږونه” کلمه ور اچولې ده او د چاپي نسخو مرتبینو بیا هغه بې له دې چي د جملې مفهوم و معنا ته دي فکر وکړي کټ مټ را اخیستې ده.
٤ _ نرکوهي:
د نهم هنر “د شجاعت” په ١٥٣مخ کي راغلي دي: “نرکوهي مي ليدل چي چا به راوړل هلک مي به لوى کړل، بيا به مي پرېښول چي په کار نه دي درومي [دي]. د ديو به ښکار زده نه وه، لاړل به، هيڅ به ئې نيولى نه شول ….”
د “نرکوهي” ويى په نورو خطي او چاپي نسخو کي “نرکوهلي، ترکوهي، ترکوهلي، مرکوهلي” ليکلى دئ. ښاغلي يارمحمد مغموم خټک “نر کوهي” ثبت کړى دئ او ورته کښلي ئې دي: “کوهلې غلط دے. کوهي د هندۍ ټکے دے. يو قسم ښکاري مارغه دے. بحرۍ – برۍ هم ورته وايي.”
زما داسي خيال دئ چي د ټولو چاپونو ترتيبوونکو دا ويى سم نه دئ لوستلى. تر ټولو سم ثبت ئې د ميا طارق شاه کاکاخېل د قلمي نسخې ثبت “ترکوهلى” دئ چي په اوسني ليکدود ئې موږ “ترک وهلى” ليکو.
“ترک وهلی” د باز یا شاهین يا بل هر مرغه هغه چيچي (بچوړي) ته وایي چي مور و پلار ئې تورېدلي یا مړه سوي وي، ځاله ئې ترک وهلې (پرې ایښې) وي او بچوړي ئې په ځاله کي تنها پاته وي. دغو بچوړو د مور و پلار روزنه ليدلې نه وي او د ژوندي پاته کېدلو په صورت کي ئې د ښکار کولو چل هم زده نه وي. خوشحال خان د باز د همدغه شان يوازي پاته سويو (ترک وهلو) چيچيو بيان راوړى دئ. نرکوهي د خطاط تحريف دئ او دا ويى د چاپي نسخو ترتيبوونکو يا تر سر تېر کړى دئ يا ئې له ځانه توجيهات ورته تراشلي دي.
٥ _ پرنګي:
دا کلمه د نهم هنر “شجاعت” په ١٦٣مخ کي راغلې ده او کښلي ئې دي:
“… بل دا چي غشي ټوپک په رنګې اودري. که د اوله په غشي مشي سور شي، لښکر په حبطه شي ….”
خوشحال خان د جګړې په ميدان کي د لښکر د سردار پر مکلفيتو او مسئوليتو ږغېږي. دى وايي د جګړې په ميدان کي غشي او د توپک ګولۍ اووري. سردار بايد د ځان خيال وساتي. که چيري دى له اوله په غشي ولګېږي (سور سي) لښکر به د سردار د ټپي کېدو له اسيته حبطه سي.
خطاطانو خو لومړى د “اووري” کلمه “اودري” کښلې ده. يا به د خطي نسخو لوستونکو همداسي لوستلې وي. دوهم ئې د پخواني ليکدود “پرنګې” کلمې په ليکنه يا لوستنه کي پوره دقت نه دئ کړى. دا کلمه په غالب ګمان “پونګۍ” ده. د چاپي نسخو ترتیبوونکو هغه په “پرنګې = په رنګ ئې” لوستلې او جمله بې معنا ورته ایسېدلې او کټ مټ ئې را نقل کړې ده. بيا ئې نو د اټکلونو او حدسياتو پر بنسټ راز راز توجيهات ورته راوړي دي.
“پونگۍ” په قاموسو کي په “تولۍ، دُرمه” معنا سوې ده او د “دُرمه” یوه معنا بيا د “توپک شپېلۍ” ده چي د خوشحال خان مراد به ورڅخه د توپک له شپېلۍ څخه راوتلې گولۍ (مرمۍ) وي. دى وايي چي د جګړې په ميدان کي غشي او د توپک پونګۍ (ګولۍ) اووري او سردار بايد د ځان خيال وساتي. داسي نه چي دى اول ولګېږي او لښکر ئې دده د ټپي کېدلو په صورت کي حبطه سي.
٦ – کیوانو:
په يوولسم هنر “معاشرت د ازدواج” ١٩٢،١٩٣ مخ کي راغلي دي: “پس لازم شه دده په نکاحي محبوبو کښي چي دور اندېشه، وفا کېشه، فهميده، مهربانه، خوشخويه، نيکخواه محبوبه وي، کيوانو د دې حکم. حکم دې د دې وي …”
خوشحال خان وايي چي د کور په مېرمنو کي دي يوه په ژبه پوه هوښياره مېرمن د نورو مېرمنو مشره وټاکله سي او حکم دي ددې وي. په متن کي “کيوانو د دې حکم، حکم دې د دې وي” جمله ورانه سوې ده. لومړى خو “حکم” دوه واره ليکل سوى دئ. دوهم د اصل نسخې جمله “کيوانو دي وي” ده او کاتبانو يا لوستونکو “دِ وي” سمه نه ده ليکلې او “د دې” کړې ئې ده. د خوشحال خان مطلب دا دئ چي دغه فهميده مېرمن دي د نورو مېرمنو په منځ کي “کيوانو” وي. د “کيوانو” لغت په اړه په چاپي نسخو کي يا سکوت سوى دئ يا ئې ورته ليکلي دي چي په صحيح املا او معنى ئې پوه سوى نه دئ. ډاکټر عبدالحکيم شاه خټک سره له دې چي کښلي ئې دي “تر څو چې د “کيوانو” د لغت د قرات خبره ده نو دا خو اوس هم تحقيق طلب ده”. خو بيا ئې هم د “کېدے شي” په قيد کيوانو کلمه “که يوه نه وي” ګڼلې ده؟؟
د “کيوانو” کلمې په باب زما څېړنه دا ده چي دا کلمه په اصل کي “کدبانو” ده. په مغولي دربارو او اشرافو (امراوو) کي د مېرمني له پاره د “بيګم” او “بانو” القاب عام ول. د کور د مشري مېرمني لقب “کدبانو” وو[5]. په قاموسو کي ئې “کد” د کور په معنا بللى دئ او کدبانو يعني د کور څښتنه مېرمن چي مذکر جنس ئې “کدخدا، کتخدا” راوړى دئ يعني “صاحب خانه”.
د کدبانو بل شکل “کتبانو” دئ. د دال او تا ابدال په نورو کلمو کي هم کتلاى سو. لکه:
بُد = بُت
داماد = دامات
نخود = نخوت
دغه راز د “کتبانو” عوامي او مروج لهجوي شکل “کتوانو” هم سته. يعني “ب” په واو بدله سوې ده. د دغه راز ابدال نور مثالونه هم سته.
باغبان = باغوان
آب = او
بالشتان (په غور کي د يوې سيمي نوم) = والشتان
خوشحال خان د “کدبانو” لقب عوامي محاورې ته نزدې “کتوانو” کښلى وو او کاتب په سهوي سره د “ت” دوه پورتني ټکي تر “ت” لاندي ايښي دي او له “کتوانو = کدبانو” څخه ئې “کيوانو” جوړه کړې ده چي د دستارنامې لوستونکو ته ئې لوى سرخوږى پېښ کړى دئ.
د دې څېړني نتيجه دا ده چي د دستارنامې “کيوانو” په اصل کي “کدبانو = کتبانو = کتوانو” دئ. کيوانو د کتابت تېروتنه ده.
په دستارنامه کي دغه راز نور واړه واړه ځايونه هم سته چي څېړنه ئې بل وخت ته پرېږدم.
عينو مېنه – کندهار
د جوزا ٢٩مه ١٤٠٢ش
د جون ١٩مه ٢٠٢٣ع
[1] وګ: د ليکونکي اثر، د لوى مخلص په کلام کي لغوي زېرمه، ٨٧ مخ، کندهار، ٢٠١١ع.
[2] زرين انځور، په افغانستان کي درې لومړني پښتو ناولونه، ٣٧٠ مخ، ٢٠٢٢م، جلال آباد.
[3] د ١٣٩٤ل چاپ ثبت ئې داسي دئ: “سراست خنګ يا سمند در جنګ”.
[4] وگ: هاشمی، فرسنامه، چاپ ایشیاټیک سوسایټي، صـ ۲۲، کلکته ۱۹۱۰ع.
[5] د پارس او افغانستان په اشرافو کي د “کدبانو” پر ځاى “شاه خانم” لقب رواج درلود.
محترم استاده عمر موډير سه
ډېره مننه