شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهامربالمعروف: د ښځو د حقونو ناقضین محاکمه کوو

امربالمعروف: د ښځو د حقونو ناقضین محاکمه کوو

تاند: ( سې شنبه، د سرطان شپږمه)  د طالبانو د رژیم د امربالمعروف وزير شيخ محمد خالد حنفي وایي اداره به یې د ښځو د حقونو ناقضین محاکمې ته راکاږي.

هغه په يوه  پيغام کې خپلو ولايتي رييسانو ته ويلي، د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او چا ته اجازه ور نه‌کړي چې د هغوی حقونه ضايع کړي.

ده زياته کړې چې که کوم څوک د ښځو مهر نه‌ورکوي، ميراث يې ترې اخلي، په زور نکاح ورسره کوي او يا يې په بدو کې ورکوي، دغه کسان دې محکمې ته معرفي کړي.

د طالب وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د هغه اړوند وزات د ښځو وزارت پر ځای رامنځته شوی او ټول تاسیسات یې ورسره اړوند شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د نجونو او ښځو د زده کړو او کار حقونه ځنډول شوي، چې ښځینه فعالانې یې د ځان پر وړاندې تر ټولو لوی ظلم بولي.

نړیواله ټولنه افغانستان یوازینی هېواد بولي، چې واکمنانو یې نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو منع کړي دي.

2 COMMENTS

  1. دا خو به ډیره ښه خبره ويی چی د امیرالجرمین هیبت الله مخ تور کړۍ او په خر يی سور د کندهار په کوڅو کی خیر دی که دورځی نه ويی او دشپی يی هم وګرځوۍ نو ریښتیا به مو عمری عدالت په ځای کړی وي.
    اوس نو انتظار اوباسو چی کله به د ښځو او نجونو د حقوقو لوی دښمن پدا سرنوشت اخته شي.

  2. ستاسو نه نور ډیر احمقان به په دنیا کښی نوی ستاسو په دی خبر هیڅ د لیکلو نشته !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب