سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهم.م: افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو زیات تریاک تولیدوي

م.م: افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو زیات تریاک تولیدوي

تاند: ( سې شنبه، د سرطان شپږمه) د ملګرو ملتونو سازمان وایي افغانستان په تېر زیږدیز کال کې بیا هم د نړۍ تر ټولو زیات تریاک تولید کړي دي.

د یاد شوي سازمان، د نیشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې ادارې په راپور کې راغلي، چې افغانستان په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې، د نړۍ ۸۰ سلنه نشه‌يي توکي تولید کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي، ۳ اعشاریه ۵ مېلیونه افغانان په نشه‌يي توکو روږدي دي چې د هېواد د ټول نفوس ۱۰ سلنه جوړوي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي دي:«په افغانستان کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ مېلیونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي، چې دا شمېر د ټول نفوس ۱۰ سلنه کېږي. د نشه‌يي توکو کارول د روغتیا برخې له ناورینه ډکه ستونزه ده، چې په افغانستان کې پرې نارینه، ښځینه او ماشومان اخته دي.»

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه معلومات ردوي او وایي د دوی له بیا واکمنیدو سره افغانستان په بشپړ ډول د کوکنارو له کرکیلې پاک شوی دی.

د ده په وینا، افغانستان د نړۍ یو سلنه کوکنار هم نه تولیدوي.

په وروستیو کې یو شمېر نړیوالو بنسټونو، د طالبانو رژیم د کوکنارو او نورو نیشه یي توکیو پر وړاندې د مبارزې له امله ستایلی و.

1 COMMENT

  1. دا ملل متحد نه بلکی یو دجواز ورکولو شرکت دی دظالم ظلم پر مظلوم باندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب