سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+په سیمه کې د پاکستان نقش

په سیمه کې د پاکستان نقش

څو يادونې

 استادشهسوار سنګروال

 د امریکا ولسمشرنکسن، پاکستاني جنرال یحیی خان نه وغوښتل چې ستا په منځګړیتوب غواړو د چین سره اړیکې ورغوو (۱۹۶۹ – د اکتوبر ۲۵) .

 چوین لای دډ سامبر په ۸ نېټه امریکې ته لاړ. ددې لامل دا وه چې په ۱۹۶۲ کال چین او هند ترمنځ جګړه وشوه، هندوستان شوروي ته د دوستی لاس اوږد کړاوچین وغوښتل امریکا ته نږدې شي.

چین په ۱۹۷۲ کال د ملګرو ملتو غړی شو، ورپسې امنیت شورا پنځم (۵) غړی وبلل شو..

له دېنه دمخه شوروي یوه ناکامه هڅه په (۱۹۶۶ کال) وکړه چې هند او پاکستان پخلا کړي، نو ځکه یې مشران تاشکند ته وبلل.

ګاسګین بیا په ۱۹۶۹ کال هند او پاکستان ته سفر وکړ، خوکومه پاې تر لاسه نه کړه او ددې لا مل داوو،چې پاکستان په دې سیمه کې ،دبریتانیا او امریکا دګټو په موخه جوړ سوی وو،نو ځکه خودګاسګین هڅې بې ګټې پاې ته ورسېدې.

شوروي اومتحدینویې کوښښ کاوه ،چې داسیا اوافریقا وروسته پاتې هېوادونه ځان پسې روان کړي.

دوۍ دملي دموکراسۍ په نوم  د (۰ ۱۹۷) کال په پای کې د کارګري او کمونستي ګوندونو استازو دمسکو په کنفرانس کې پریکړه وکړه،چې وروسته پاتې هېوادونه باید د ایدیالوژۍ له مخې د ملې دموکراسۍ تر سرلیک کې مبارزه وکړي..

د ملي یورژ وازي لپاره یې د ملي دموکراسۍ واژه رامنځته کړه،خوبیا هم دپاکستان ، امریکا اوبریتا نیا ګټې دومره په یوه اوبل کې هېوا کې نغښتې وې ،چې دشوروي په هڅو یې ملنډ ې وهلې ..

د پاکستان دویم رهبرلیا قت علی خان له مرګه وروسته په پاکستان کې له یوې خواد رهبرۍ تشه رامنځته شوه او له بلې خوا دمجیب الرحمان په مشرۍ د شرقي بنګام خوځښت هم د پام وړوګرځېد …

نو ځکه ایوب خان د پوځي کودتاه له لارې واک ته ورسېداو مجیب الرحمن هم وروسته په لاهور کې په ۱۹۶۶کال د عوامي لیګ ۶ فقریزه پلان اعلان کړ.

ایوب خان ددې لپاره چې دپارلمان ریس ته واک وسپاري نودمخه یې لاپه ۱۹۶۲ کال استعفا وکړه ،چې بیا جنرال یحیی خان واک ته ورسېد..

دبنګال درهبر،مجیب الرحمن اړیکې له اوسني پاکستان سره دومره خړې پړې شوې، چې په یوه مرکه کې، د هیکل په نوم یو ژورنالست ته وویل د پاکستان پوځ د بنګال په نجونو جنسي تېری وکړ… ده ټینګار وکړاوژورنالست ته یې ووېل : اوس نو ملک فیصل او سادات ته زما پیغام ورسوه چې د بنګال ملت له پاکستان نه ښه مسلمانان دي..

د افغانستان او پاکستان ترمینځ اړیکې د جغرافیوي جبر له مخې، د دوه هېوادونو ترمینځ د ګاوندېتوب تر کچې دي.

ولې د هند او افغانستان ترمینځ اړیکي د دوه دوستو هېوادونو په توګه، چې په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې لري د پام وړ دی.

ترهغې چې دافغانستان اوپاکستان تر مینځ دډیورنډکرښې ستونزه حل نشي داکړکېچ به روان وي.

کمزوری افغانستان دپاکستان په ګټه دی ،نوځکه خو (اې اس ای) دخپلو جاسوسانوپرمټ افغانستان نا امنه ساتي .

د امریکا د استخباراتو ادارې سي آی اې وویل، موږ د شوروي پرضد جهادي ډلو ته د نهو(۹) ملیاردو ډالرو په ارزښت مالي مرستي او پوځي توکي ورکړل، چې شوروي په ګونډو کړي.

جنرال ضیاالحق بریژنسکي ته ووېل، داجګړه دامریکا ده ،خو کوربه یې پاکستان دی،نوکه چېرې غواړۍ چې له شوروي نه دویټنام غچ اوانتقام واخلۍ نوموږ ته هم پیسې راکړۍ اوهم وسلې …

موږ یوه ډېره ارزانه اواسانه جګړه ماره قوه او ځواکمنه طبقه پیداکړې ده، هغه افغانان دي،چې پیسې اووسلې ورکړې هم ځان وژني هم دښمن …موږپه میلونو ډالرنه غواړو،بلکې په ملیاردوډالره غواړو لکه څومره چې دمصر هېواد ته ورکوۍ اوموږ تاسوته له مصرنه موهم یو،چې په دغه سیمه کې ستاسو ګټې ساتو.

قاضي حسین احمد په ۲۷/۱۰/۲۰۱۱ کال د خیبر نیوز سره په مرکه کې ووېل:

زه له څو عربو سره یو ځای ضیاءالحق ته لاړو، چې ځنې خبرې ورسره شریکې کو … عربو ورته ووېل: چې باید ټول افغانان د سیاف تر مشرۍ لاندې باید یو موټی شي …

نو ضیاءالحق په ملنډو آسمان ته وکتل او په شونډو یې له ملڼډوډکه موسکا تر سترګو ېده ، خو څه یې ونه وېل !؟

قاضي بیا ووېل:

آی – اس – آی غوښتل چې افغانستان پخپل موټي کې ونیسي ، خو ما غوښتل چې د احمد شاه مسعود او حکمتیار ترمنځ روغه جوړه وکړم، چې ګنې دواړه مسلمانان دي اوهم سپېڅلي مجاهدینآی اس آی پدې خبرو لمانه ګیله من شو، چې ګنې زموږ په کارونو کې مداخله مکه !!

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب