Home+د بیزنس وټس اپ د کاروونکو شمېر ۴ برابره زیات شوی

د بیزنس وټس اپ د کاروونکو شمېر ۴ برابره زیات شوی

تاند- د وټس اپ اړونده کمپنۍ میتا وايي په تېرو ۳ کلونو کې د بیزنس وټس اپ د کاروونکو شمېر څلور برابره زیات شوی دی.

د میتا شرکت مشر مارک زاکربرګ ویلي چې د بیزنس (تجاري) وټس اپ د کاروونکو شمېر ۲۰۰ میلیون تنو ته رسیدلی دی.

میتا بیزنس وټس اپ اپلیکېشن په ۲۰۱۸ م کال په دې هدف پیل کړ چې د کاروباریانو ترمنځ اړیکې اسانه کړي.

بیزنس وټس اپ له عادي وټس اپ سره یو لړ توپیرونه لري، لکه دا چې بیزنس وټس اپ د ادرسونو، ایمیلونو او د کمپنیو د ویبپاڼو په شمول د مهمو معلوماتو د لیست جوړولو لپاره ځانګړې پاڼه یا برخه لري.

د بیلابیلو اپلیکېشنونو څارونکې ویبپاڼې اټکل کوي چې اوس به د وټس اپ د ټولو کاروونکو شمېر تر ۲ میلیارد تنو زیات وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...