شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+فرید قربان l زموږ توجیې

فرید قربان l زموږ توجیې

  په بېلابېلو مواردو کې د یو شي یا پدیدې په اړه دلایل راوړل، ثابتول، تشریح کول، وجه پیدا کول، له یو څه دفاع کول او د قانع کولو په پار د یو څه لپاره مخ جوړولو ته توجیه ویل کیږي.

 په انګلیسي کې د توجیې لپاره په بېلابېلو مواردو کې د justification, Rationalization، explanation او vindication کلمې کاریږي.

د خبرو پر مهال عموماً له دوه ډوله توجیو سره مخ کېږو، یو یې هغه دي چې د کوټلو عقلي دلایلو او منطقي اصولو له مخې راوړل کیږي. دغه ډول توجیې د مسایلو د حل، قناعت او علمي پرمختګ لپاره ګټورې وي. 

دوهم هغه دي چې د قوي عقلي دلایلو او منطق پر ځای د ځانښودنې، تېر ایستنې، ځان ته د برآت او لارې ایستنې او… په پار کارول کیږي. 

په پخواني یونان کې یو وخت سوفسطایي منطق دود شو، پلویانو یې هڅه کوله څو هر څه د خپلې خوښې سره سم په ژبنۍ چالاکۍ سم ثابت کړي او د مانا پرځای الفاظ غوره کړي. د دغه منطق د نه پاییدو یو لامل هم وروستی ډول توجیي او نا ګټور بحثونه بلل شوي.

انسانانو د خپل تاریخ په اوږدو کې بیا، بیا په یو نه یو ډول د توجیهاتو لمن نېولې ده. 

لومړنيو انسانانو د طبیعت او ماورا طبیعت په اړه په مختلفو اسطورو باور درلوده.

د فلسفې هنري تاریخ په مشهور کتاب (سوفي نړۍ) کې لولو چې: اوږده موده د اسطورو په مرسته خلکو خپلې پوښتنې توجیه کړي دي.

د اسطورو او توجیو خوا هله ورو په ورو کمزورې کیده چې په مقابل کې یې د خلکو یو شمېر پوښتنو ته فلسفيانو عقلي ځوابونه را پیدا کیدل.

خو له پېړیو وروسته دادی نن هم لا ځینو انسانانو د توجیهاتو بازار ګرم ساتلی او ډېر کله د هغه څه په اړه چې نه پرې پوهیږي یا ځانونه پرې نه پوهوي له ځانه ورته دلایل تراشي، ناسمې وجې ورته ګوري او یا هم په نیمګړو معلوماتو ځانونه قانع کوي. 

ددې برعکس ځینې داسې کسان هم ډېر دي چې سره د پوهې په لوی لاس پر خپلو غلطیو د توجیې پرده اچوي. «د انسان یوه تېروتنه داده چې خپلې تېروتنې توجیه کوي» ځان ملامت نه بلل، بښنه نه غوښتل او توجیه کول د لا ډېرو نورو تېروتنو د تکرار لپاره لاره هواروي.

انسانان چې د خپلو هوسونو او خواهشاتو مقابله نشي کولی او خوښې نشي ردولی، توجیې ته پنا وړي.د استاد غضنفر په خبره: «انسانانو ټول عمر خپلو خوښو ته دلایل تراشلي دي». ټول پوهېږو چې غیبت کول ناروا کړنه ده خو موږ لا هم د ګپ او ساعتیري په نوم د نورو بد وایو.

موږ ټول د دروغو او دوکې په بدو خبر یو، خو بیا مو هم په سوداګرۍ کې جواز ورکړی او په هوښیارتیا یې توجیه کوو. 

ټول د انسان مقام او ارزښت منو، خو همدا موږ انسانان یو د بل وینه تویوو او خپل وحشت په غیرت او نورو نومونو توجیه کوو.

توجیه ګر بې له ځنډه هره نادوده دودوي او هرې ناروا ته روا وایي. چرسیان یو بل صادقان بولي او آن یو وخت خو مې له یو اوریدلي ول: «مړه دا توره دانه خو د لیلا د غوږ خیری دی». دا ټپه هم ښایي کوم چرسي ویلي وي:

چې چرس یې نه وي ترس یې نه وي

چرس په نا ترسه زړه کې ترس راولينه

که له چرسیانو را تېر شو، نورو ډېرو هوسپالو هم خپل اخلاقي ابتذال توجیه کړی او داسې یې هغه څه کړي او پاللي دي چې باید پرهیز ترې شوی وای.

هغوی چې هر څه ته توجیه لټوي، په رواني لحاظ ښایي نیمګړي واوسي. دغه ډول کسان هر کله له ژونده شکایت کوي او پر ځای ددې چې خپل ځان سم کړي، پر نورو ملامتي اچوي. 

په اوس کې د توجیو د کارونې تر نورو ډېر دود موارد هغه دي چې د معیارونو پرځای پکې د نورو کړنې مثال ګرځول کیږي او د نن پر ځای پرون ته پکې ډېر پام شوی وي. 

که نورو فساد کړی نو موږ یې هم ځانته اجازه ورکوو، که بل دروغ وایي نو زه یې هم باید ووایم، که ته د وطن په سر معامله کولی شې نو زه هم له تا کم نه یم، پلانی داسې و نو زه ولې نشم او …

پرون دوی خلک وژل نو نن یې موږ هم وژنو، پرون دوی وطن ته پردي راوستل نو نن یې موږ ته هم څوک پېغور نشي را کولی، پرون دوی انتقام اخیسته نو نن زموږ وار هم راغی او…

یو چېرې مې لوستي ول: «توجیه کول د تېښتې لومړنۍ لار ده». هو رښتیا هم یو شمېر توجیې له مسولیته د تېښتې په موخه هم کارول کیږي. له کاره تېښته، له زده کړو تېښته، له ټولنې تېښته او آن له ژونده تېښته.

دلته چې مسولو کسانو له خپلو مسولیتونه تېښته توجیه کړې، هر کله یې ټولنې زیان لیدلی او ورسره د پرمختګ، ثبات، خوښۍ او انساني هوساینې هیلې خاورې شوي دي.

انسانان که لازمه پوهه تر لاسه کړي او د ژوند اړوند لوړ ارزښتونه او معیارونه وپالي، له ناسمو توجیهاتو ځان ساتلی شي.

موږ اړ نه یو چې شپې ته ورځ او تور ته سپین ووایو. څه اړتیا ده چې بدي نیکي ثابته کړو او ښو ته بد خطاب وکړو؟

اصلاً خو همدا کفایت کوي چې په ژوند کې د توجیهاتو د اړتیا پرځای د واقعیت منلو او نیکۍ له وړتیا ګټه واخلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب