شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهترکېې څه باندې ۲ سوه نور افغانان هم له خپلې خاورې وشړل

ترکېې څه باندې ۲ سوه نور افغانان هم له خپلې خاورې وشړل

تاند: ( سې شنبه، د سرطان شپږمه) ‏‏‏‏ترکي رسنیو اعلان کړی، چې د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو نیول شوي ۲۳۰ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شول.

د دغه راپور له مخې، ډېری دغه کډوال ناقانونه پيژندل شوي او د ترکيې حکومت د ناقانونه کډوالو شړلو ته ژمن دی.

د ترکیې د مهاجرینو عمومي ریاست هم اعلان وکړ چې تیر کال د ټولټال ۱۲۴ زره ۴۴۱ غیر قانوني پناه غوښتونکو له جملې څخه ۶۸ زره ۲۹۰ تنه افغان مهاجرین ایستل شوي دي.

تېر کال ترکیې ۵۷۱۷۴ کډوال بيرته افغانستان ته استولي وو.

ویل کېږي چې د روان کال له پیله تر اوسه په سلګونو افغانان چې د اوسېدو کره اسناد یې نه درلودل د ترکیې له بېلابېلو ښارونو څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده.

په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو، وروسته ترکیې ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوی دی.

ترکیه د نورو سیمه ییزو هېوادونو په شان، بیا- بیا افغان کډوالو سره په ناوړه چلند تورن شوی، خو د طالبانو رژيم ورسره د ښو اړیکو له امله په دې اړه کوم اعتراض نه دی کړی.

څو ورځې مخکې هم ترکېې شاوخوا همدومره افغان کډوال بيرته خپل هيواد ته شړلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب