مېمله
د خړو پړو غونډیو په منځ کې هلته وړاندې یو لوی شاهانه بڼ له جلال آباده د خوګیاڼو د شېرزادو پر ډډه اباد دی. دغه بڼ د ستړو غرمو وهلیو هډونو د سکون لپاره خپل زنګون غځولی دی چې د لیدونکي سترګې څنګه پرې ولګي نو زړه یې باغ باغ شي.
د زمانې په تاو سویو خټینو دېوالونو کې د دغه راایسار باغ شمالي او سهیلي ډډې ته دوه لویې دروازې او برجونه دي چې د نندارچیانو د پښو قدمونه ښکلوي.
په طلايي بخمل کې دغه زېړ زبېښلي غوښن، څانګور چینارونه او دنګه غاړه سبرونه د شاه جهان پاچا د زمانې کیسې کوي، د زمانو په بادو باران وهليو لولپه ډوډونو او چاودو زړونو کې یې مرغانو ځالې کړي دي، شاه جهان پاچا به له خپلې کورنۍ او لښکر سره دغه ځای ته له کابله راغی او دلته به یې د دمې ډډه ووهله، دا د هغو الوتونکیو د سندریزو نغمو فضا ده چې په خپلو خوږ نغمو یې غرمو وهلي هډونه د ساړه سیوري چلم ته دمه کول. د غرمو په خوبونو به یې د چینارونو او سبرونو سیوري ستړي کړل. د ګلابونو د وږمو پر وزرونو یې شاوخواغونډۍ، کلي او دښتې ځنګېدلې. د زمانو سیلۍ ځپلي دغه زېړچکي خپل مخونه تر پښو او څانګو لاندې شنه ډنډ کې ویني او د خپل ژوند خواله ورسره کوي.
له پېړیو پېړیو را پاتې دغه تاریخي بڼ چې مربع بڼه په ۱۲۲۵۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی، د سیمې د خلکو لپاره یې د ساړه سیوري غېږه پرانستې ده. له هر ځایه یې ور ته نندارچیان رامات دي، وايي دغه بڼ تاریخي، اقتصادي، کرنیز، کولتوري او تفریحي ارزښت لري، د سیل او چکر ځای دی، شاعرانو هم پخپلو سندریزو لفظونو کې رانغاړلی دی، ځه چې په چکر لاړ شو سیل د مېملې، د پسرلي فضا یې داسې انځور شوې ده:
یا خو ستا په اننګو پرخه پرته ده
یا سپرلی دی د مېملې باغ کې ګرځېږم
د دغه بڼ سیوري او یادونه مو ذهن لرې زمانې ته بیايي، د ولسي خلکو په روایاتو او ژبه دغه تاریخي او ښکلی باغ ښاپېریو جوړ کړی دی ، باغوانان کیسه کوي چې دوی ته له مشرانو سینه په سینه او خوله په خوله دا خبره پاتې ده چې دوی پخپلو سترګو دغه ښاپیرۍ لیدلی وې ، ځینو به د بدرۍ جمالې ښاپیرۍ نوم هم یاداوه. ویل به یې دا باغ بدرۍ جمالې جوړې کړی دی. خو په تاریخي روایتونو کې بیا راغلي چې دغه باغ شاه جهان پاچا د خپلې لور چې نمله نومېده په غوښتنه او هیله په ۱۰۵۶هـ سپوږمیز د شعبان په میاشت کې جوړ کړی دی، ځکه بیا دا باغ او سیمه د هغې په نامه شوه، نمله نوم په وروستو کې د سیمې خلکو په مېمله بدل کړ. د دې باغ ساتنه پخپله د سیمې خلکو په غاړه واخسته، د شاعرانو د شعرونو او روایاتو له مخې شاه جهان پاچا د دغه باغ بنسټګر دی:
به ساختن باغ شاه جهان مخلوق حیران است انګشت در دهان کرده نیمیش درون نیمیش بیرون
ټول نظم اوس له خلکو هېر دی یوازې همدغه یو یو بیت یې په حافظه کې خوندي دی او خوله په خوله تر دا دمه رارسېدلی دی.
مغولي پاچا شاه جهان پخپله زمانه کې ډېرې ودانۍ او تفریحي ځایونه جوړ کړل، دی پر ښکلا میېن انسان و. هر ځای کې به یې چې لږه دمه وکړه او دتندي خوله به یې وچه کړه، نو هلته به یې د خپل ذوق پر بنسټ یو وداني جوړوله.
(افغانستان در عصر ګورګانیان هند) مولف لیکي: ((اورنګ زېب د شاه جهان زوی چې کوم وخت د ننګرهار د خوږیاڼو په اشپان، د سرخ رود په باغوانیو او د لغمان په چارباغ کې باغونه جوړ کړل(د چهار باغ او سرخ رود د باغوانیو باغونه له منځه تللي او پر ځای یې د کرنې لپاره ځمکې جوړ شوي . په اشپان کې باغ نشته په شاړه ځمکه بدل شوی، خو نړېدلی دېوالونه یې معلومیږي) له دغو باغونو څخه چې د شاه جهان کشر زوی دارا شکوه خبر شو له پلار څخه يې هیله وکړه چې ده ته هم یو باغ جوړ کړي ، بیا شاه جهان ورته وویل چې تاته به یې د سپین غر، په لمنه کې په ممله کې جوړ کړم (پادشاه نامه د عبدالحمید لاهوری لیکنه په اردو ،د کلکتی چاپ) د شاه جهان له دې خبرې څخه ښکاري چې د مملې د باغ له جوړولو څخه د مخه د مملې نوم او سیمه موجوده وه. دغه راز د فتح خان او کرمي په فولکلوري کیسه کې هم څو ځایه د مملې نوم راغلی دی.))
مهتاب الدین د همدې سیمې اوسېدونکی دی، اوس د باغ پالنه کوي، دی چنیارونو او سبرونو ته ګوته نیسي وايي: دا ډېرې پخوانۍ دي، وروسته وروسته پکې انار، لوکاټ، توت، اینځر نورو ډول ډول زینتي او مېوه لرونکیو ونې کېنول شوې. دی وايي ددغه باغ په مربع ډوله بڼه پټیو کې پخوا د انارو باغونه وو، کله چې د ننګرهار کانال او فارمونه جوړېدل، نو د فارمونو لپاره دلته د انارو پر ځای د چنار، سبر، مورفنګ، ناجو، ګلبید، نارنج، مالټې، او نورږ ډول ډول مېوه لرونکو او بې مېوو ونو بوزغلی کېښودل شو. د ننګرهار دفارمونو ته له همدې ځایه بوټي وېوړل شول.
له شمالي ډډې تر سهیلي ډډې پورې پکې یو پراخه سړک او په منځۍ کې یې یوه پخه وداني جوړه شوې وه، دغه تاریخي وداني د شاوخوا یوې پېړۍ عمر لري، اوس کنډاسه خوله پرته ده، مهتاب الدین وايي: د دې ودانۍ د جوړولو لپاره هڅه وشوه خو اوس یې کارونه په ټپه ولاړ دي.
د سیمې خلک وايي امیرحبیب الله خان، غازي امان الله خان او ظاهر خان دغه باغ ته په پسرلي کې راغلي او دلته یې شپې کړې، یو ټولی عسکر به ور سره وو، د باغ شاخوا غونډۍ به یې نیولې،
دوی وايي: امیرحبیب الله خان په دغه باغ کې دوه عصري پخې ودانۍ جوړې کړې وې. یوه ودانۍ د باغ په منځ او بله په شمالي ډډه کې وه. د شمالي ډډې ودانۍ مخ ته یې د۱،۵ مترو په سورابشارونه جوړ کړل. ده ابشارونه هم شمالاً او جنوباً جوړ شول. څرنګه چې باغ په مایله سطحه کې پروت دی، نو ابشارونو کابو۲متره لوړوالي لاره، د ابشارونو ویالو هم ۲ متره سور لاره. ویل کېږي چې ددغو ابشارونو تر منځ یو لوی ډنډ و چې دغه ډنډ ته د شاوخوا ۱۰۰۰متره په واټن تر ځمکې لاندې په یوه پخه ویاله کې اوبه راماتې وې، په منځ کې یې فواره وه، دې فوارې کابود ۳مترو په اندازه اوبه پورته غورځولې.
امیر حبیب الله خان چې به کله باغ ته راتللو، د باغ په شمالي ودانۍ کې به کېناست، د ابشارونو په تاخچو کې به یې شمعې بلولې او د پاسه به پرې اوبه راتویېدلي. دغه وداني ړنګه شوې او هغه بل کنډاسه خوله پرته ده.
مهتاب الدین وايي: هغه مهال چې د درونټې بند جوړېده نو اینجران یې چې زیاتره روسان وو، دلته یې اړولي وو، د هغوی له راتګ سره له باغه ښاپېرۍ او پیران دواړه کډه شول، ګنې یو وخت دلته د ښاپېریو شور و، پیریان خو اوس هم پکې شته دي.
برهان الدین هم ددغه باغ یو کارکوونکی دی دی وايي دا حکومتي باغ و، حکومت به ور ته ډېره پاملرنه کوله، دده په یاداشت ۵۰ کسان ددغه باغ پالنې ته ګومارل شوي وو.
د دې باغ د ونو پر ډډونو د زمانو د مردکیو نڅا ښکاري، هره دنه ونه یې پرهر پرهر ده، د دغو پرهرونو درملنه هم پخپله ولس کړې ده.
د دې باغ په شمالي ختیزه څنډه کې تر ګڼو سبرونو لاندې یوه چوتره ده چې ګرد چاپېره ترې سبر وهنې پیره کوي، د سیمې خلک د ولسي روایاتو له مخې دغه چوتره د ښاپیریانو بولي. تر دې چوترې لاندې به ښاپیریانو اتڼونه او سیلونه کول، خوراکونه به وو، مزې چړچې به وې. د سیمې خلکو به دغه خوراکونه په سترګو لیدل چې کله به ورنږدې شول، نو بیا به هېڅ نه وو.
دی دا هم وايي چې پخوا به دغه ځای ته لویې لویې لښکري او شاهان راتله، هلته وړاندې په بچګي او لویه کلا کې به یې خپل هاتیان او اسونه ودرول له هغه ځایه به باغ ته راننوتل.
د دغه باغ په شمال ختیځه څنډه کې د ډنډ تر غاړې یوه اوږده لاره وه، دغه ځای ته یې د پټو سترګو ځای وایه، د سیمې خلکو ویل چې دلته پخوا شاوخوا تیږې وې، دلته به چې څوک راتله، نو په یو کس به یې خپل ملګري سترګې ټینګې وتړلې، تر یو ځایه به چې لاړ نو ایسته به وغورځېد، تر پایه هیڅوک نشو تللی. دا وخت همدغه ځای ته له هلمنده یو شمېر کسان د باغ د سیل لپاره راغلي وو، دوو تنو خپلې سترګې پخپله وتړلې، تر پایه لاړل.
د سیمې خلکو ویل: سترګې باید بل څوک ور وتړي او د چا له خولې سپڼ هم باید و نه خېژي. له دې ښکارېده چې دوی ته لارښوونه کېدله. د سیمې خلک وايي: تر دا مهاله هیڅوک تر پایه نه دي رسېدلي.
دغه باغ ته له هرې سیمې خلک د سیل او چکر لپاره راځي. دلته مېلې کوي.
عزت الله ددغه باغ تر ټولو مشر خدمتګار دی، د ژوند شاوخوا شپېته پسرلی یې شا ته پرېیښي دي، د باغ پالنه ور ته له نیکونو په میراث پاتې ده، وايي چې نیکه یې د امان الله خان او پلار د ظاهر خان له وخته ددغه باغ پالونکي وو، له هغه وروسته ده ته دا چاره سپارل شوې ده. دی وايي: نیکه یې ور ته کیسه کوله چې امان الله خان ګندمک ته تللو، نو دلته یې شپه وکړه، د امان الله خان تر راتګه وړاندې پرنګي له دغه باغه هغه تیږه چې د باغ ټول معلومات پرې لیکل شوي وو، هغه یې له ځانه سره یوړه.
عزت الله وايي: د باغ ونې په بېلابېلو زمانو کې ایښود شوي دي. یو وخت دلته ۱۲۰کسان په کار بوخت وو، اوس دوی ایله د ګوتو په شمار کسان پاتې دي.
دی د باغ یوې څنډې ته نغوته کوي او وايي چې دغه کونج د پیریانو و، خو چې روسانو دلته واړول نو هر څه تری تم شول.
عزت الله دا هم وايي: مېلمه یوه ډېر تاریخي او د سیل ځای و، پر دې سیمه کابل ته لاره غځېدلې وه، دا د ستړو دمه ځای و، د باغ په منځ او شاوخوا غونډیو د خوراک څښاک ځایونه وو، مسافرو به دلته دمه کوله، شپې به یې کولې.
د باغ ختیزې ډډې ډېوال منځۍ ته لاس نیسی او وايي: یو وخت دلته ټیلفون و، له دې ځایه به جلال آباد، کابل او نورو ولایتونو سره اړیکه نیول کېده.
دغه ټیلفون هم د امیرامان الله خان په واکمنۍ کې دلته راوړل شوی له دغه سو چبورډ څخه کابل، جلال آباد او سروبي ته او دغه راز د حصاک ولسوالۍ، د ماماخیلو علاقه دارۍ، د خوګیاڼو ولسوالۍ او دا ګام ولسوالۍ ته د تلیفون مزي غځېدلي وو.
د ټیلفون کوټه ځای چې اوس یې نښه هم نه ده پاتې، تر څنګ یو بل ځای راښيي او وايي: دلته د کاروانونو د پیلانو کوټې وې، اوس د هغو کوټو نښه هم نه ده پاتې.
د چینارونو چاودلو ډډونو ته نغوته کوي او وايي: دا چینارونه پخواني دي، کله یې چې ډډونه تش شول نو، د دې لپاره چې رامات نشي، منځ یې ور ډک کړ.
عزت الله د باغ د سهیلي دروازې او دېوال ته څېرمه د ونو تر سیوري لاندې یوه ځای ته بوتلو ویل یې: دلته پخوا یو زیارت و، ددغه زیارت په باب نور معلومات نشته، وروستیو وختونو کې د مال ودولت په سترګه وسپړل شو، دغه بزرګ یوه سړي ته په خوب کې ورغلی و او ور ته یې ویلي وو چې دلته یوه موړه جوړه کړه. دغه بزرګ ته د باغ شهید وايي، دلته د میندو په خولو کې هغه زېړې اوس هم زرغونې دي چې ماشومانو ته به یې ویل: تادې دباغ شهید ووي ( ووهي) چې تا دا کار نه دی کړی. یا دا خبره داسې نه ده.
یو روایت دا هم دی چې کله به چا نوی واده وکړ، نو ناوې او همزولې به یې دغه ځای ته د شپې لپاره راتللې او د واده مېله به یې پکې کوله.
اوس دغه ځای تش تور دی، د دغه زیارت په باب یو روایت دا هم و چې یو وخت له هندوستانه هیندوه راغلې وه، بادسارې او لېونۍ وه، دلته چې څنګه راغلې وه، نو جوړه شوې وه، دغه هندوه به بیا هر کال له خپلې کورنۍ سره دلته راتلله، دوه درې پسان به یې حلالول او دسیمې پر خلکو به یې غوښې وېشلې. دلته به پر همدې ځای شپه کوله، شمعې به یې لګولې. عزت الله د افسوس په ژبه وايي: سپېره مړي بچه مړي انقلاب لکه روې هر څه وخوړل.
دغه باغ تر دا مهال د سیمې خلکو په قومي تړو او پرېکړو ساتل شوی دی، دوی یې پالنه کوي.
د سیمې خلک وايي په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې د باغ د رغاونې لپاره د معروف په نامه یوه مؤسسه راغله د باغ ودانۍ، ابشارونه او ګروپونه یې څه ناڅه ورغول خو اوس بیا د یوه مالي او خدمتګار لاس څارنه کوي.