Homeخبرونهپه هلمند کې یوه سړي خپله ۲ جریبه مځکه د ښوونځي جوړېدو...

په هلمند کې یوه سړي خپله ۲ جریبه مځکه د ښوونځي جوړېدو ته وقف کړه

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳ مه) د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خپله دوه جريبه شخصي مځکه د ښوونځي د جوړېدو لپاره د پوهنې ریاست ته ورکړه.

د نادعلي ولسوالۍ د شين کلي اوسېدونکي ډاکټر محمد خان خروټي خپله شخصي ځمکه د خپل ولایت د پوهنې ریاست ته بخښلې چې ښوونځی پرې ودان کړي.

د هلمند د پوهنې رئيس مولوی محمد عوض انصاري، له ښاغلي خروټي څخه د مننې ترڅنګ وويل، د هېواد پرمختګ له ښوونې او روزنې، ښوونيزو مرکزونو او د زده کړو د ځايونو له زياتوالي سره تړلې ده.

خو له دې سره سره طالبانو له واک ته رسیدو وروسته بې دلیله له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...