جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد یوناما نظرپوښتنه: ۴٪ افغانان وايي، د طالبانو حکومت دې په رسمیت...

د یوناما نظرپوښتنه: ۴٪ افغانان وايي، د طالبانو حکومت دې په رسمیت وپېژندل شي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۳ مه) د هغې نظرپوښتنې یا سروې پر اساس، چې په افغانستان کې د ملګروملتو  مرستندوی ماماموریت یا یوناما کړې، ښيي چې یوازې څلور سلنه افغانان غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

د نظرپوښتنې پر اساس، په سلو کې ۴۵ پوښتل شویو کسانو ویلي چې د ښځو د وضعیت د ښه کولو لپاره باید نړیواله ټولنه له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د دې نظرپوښتنې د چمتو کولو لپاره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت په ۳۳ ولایتونو کې له ۸۸۸ ښځو او په ۱۴ ولایتونو کې له ۶۴ نارینه وو سره مرکې کړې دي. یوناما د خپلې نظرپوښتنې راپور نن (چهارشنبې) خپور کړ.

د دې سروې پر بنسټ، ۸۰٪ ښځو ویلي چې په درېیو میاشتو کې یې له طالب چارواکو سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې او ۱۶٪ یې ویلي، چې په یاده موده کې له طالبانو سره یې خبرې شوي دی.

لږ تر لږه ۵۳ سلنه نارینه وو ویلي چې دوی په دریو میاشتو کې لږ تر لږه یو ځل د طالبانو له ځايي چارواکو سره لیدلي دي.

یوازې دوه سلنه میرمنو ویلي چې دوی په ټولنه کې په پریکړو کې”ښه” یا “بشپړ” نفوذ لري، خال دا چې د 18 سلنې نارینه وو په ویلي چې بشپړ یا ښه نفوذ لري.

میرمنو ویلي چې دوی له عامه غونډو څخه ایستل شوي او نه شي کولی د خپلو ستونزو په اړه له سیمه ییزو طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

د یوناما په نظرپوښتنه دا هم ویل شوي چې یوازې له درو تر اوو سلنه ښځې د شخړو د هوارولو رسمي او غیر رسمي میکانیزمونو ته لاس رسی لري. له بلې خوا، ۵۰٪ نارینه له دې میکانیزمونو څخه کار اخلي.

په نظرپوښتنه کې، ۶۴٪ ښځو ویلي چې کله دوی په کور کې یوازې وي د”خونديتوب” احساس نه کوي. نارینه وو ویلي کله چې دوی د خپل کور له یوې ښځینه غړي سره له کوره ووځي، لږ امنیت احساسوي.

د یوناما په نظرپوښتنه کې ښځو او نارینه وو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو په نړیوالو غونډو کې د ښځو د ګډون د ډاډ لپاره رسمي میکانیزمونه جوړ کړي.

طالبانو تراوسه پورې د یوناما د دې نظرپوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې هغه راپورونه رد کړي چې د دوی پر اقدامات ته پکې ګوته نیول شوې ده.

1 COMMENT

  1. له دغو خبرونو څخه داسې ښکاري چې، د جمهوریت په څیرد هیبتې ځناورو ماموریت هم له تقاعد سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب