یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد چمن- سپین بولدک ترمنځ په تذکرې او پاسپورت تګ راتګ پیل...

د چمن- سپین بولدک ترمنځ په تذکرې او پاسپورت تګ راتګ پیل شوی

تاند – د چمن – سپین بولدک پر دروازه په تذکرې او شناختي کارډ تګ راتګ په محدوده پیمانه پیل شوی دی.
 
نن (چهارشنبه) یو شمېر کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې په دې لارې د افغاني تذکرې یا پاکستاني شناختي کارد په ښوولو تېر شي.
 
په چمن کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده او ډېر کسان انتظار باسي چې سپین بولدک ته واوړي خو پاکستاني مامورین په یو ساعت کې یوازې پنځو تنو ته اجازه ورکوي چې له دروازې تیر شي.
 
په چمن کې نهه میاشتنی پرلت د جولای په ۲۱ مه وروسته تر هغې پای ته ورسیده چې د پرلت غړو او مشرانو وویل، حکومت ورسره د پخوا په څیر په شناختي کارتونو او تذکرو  تګ راتګ مني.
 
پرون د پاکستان ډان ورځپاڼې ادعا کړې وه چې طالبان بې ویزې او بې پاسپورټه چا د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
 
د پاکستان حکومت د تیر کال د نوومبر له لومړۍ نېټې څخه پر دې لار د تګ راتګ لپاره د وېزې او پاسپورت لرل، لازمي کړل خو ځايي اوسیدونکو د پاکستان د دې پرېکړې خلاف ۹ میاشتې پرلتونه او لارینونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب