پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهله کابله هوا ککړوونکي موټر ټولیږي

له کابله هوا ککړوونکي موټر ټولیږي

تاند: (سې شنبه، د زمري ۱۰ مه ) د چاپېریال ساتنې ادارې لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، په کابل کې هوا ککړونکي موټر ټولوي.

د دې ادارې ویاند فرید فرهنګ ویلي، چې په لومړي قدم کې د دغو موټرو مالکانو ته سپارښتنه شوې، خو که خپله مالکان یې دا ډول موټر ترمیم او ونه دروي، د دوی کمېټه به یې ټول او د هوا پاکولو لپاره به دا اقدام وکړي.

سرچینې په کابل کې د شته موټرو شمېر شاوخوا ۶۰۰ زره او د هوا ککړونکو هغو هم زرګونه ښودلی.

 د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهانو د دغه اقدام هرکلی کړی.

یو شمېر خلکو بیا ویلي، چې هوا ککړونکي موټرې اکثره د بېوزله موټر چلوونکو اړوند دي او درول به یې دوی ته اقتصادي ضربه ورکړي.

3 COMMENTS

  1. افغانستان دموترفروشانو دمافیا ماتولو ته ضرورت لری. زاړه موتر یی دنویو موترو بیه لری. نوی موتر کنډوکپر راوړی او په څوچنده جګه بیه یی خرڅوی، هغه کسان چی فکر کولای سی دافغانستان دموترفروشانو تصویری مستندونه دی وګوری.
    یو وخت د ۲۰۰۵ مارک ایکس په دوه زره ډالره وو او امریکایی او کانادایی ویجاړ او ترمیم سوی زاړه کباړ کرولا په دری نیم زره خرڅیده. د ۲۰۱۰ کرولا په لس رره او داتلس په شل زره. اوس نو تاسی وګوری چی دا قیمتونه په سینګاپور او جاپان کی څومره دی؟ هغه هم چی ټکر سوی او په سرکو او کورو کی پریښول سوی موتر وی دهغوی قیمت همهغه دکرایی او تکس قیمت ده.
    دمالیی او ترانسپورت وزارتونه باید جدی پاملرنه وکړی او دا دشل کالو غدر او ګډوډی باید له مینځه یوسی. دپرزه جاتو په نامه روړل سوی موترونه او بیا ترمیم سوی موتر باید دسړک له سره واخیستل سی. دانسانانو ژوند ته قیمت ورکړل سی. یوه مدریت جوړ سی چی دسالم او ناسالم موتر تمیز وکړی او جواز سیر تنها سالمو موترو ته ورکړی.

  2. بد یې کړي! لومړی دې د کابل د سرکونو په غاړه د غولو پاکولو غم و کړي، بیا دې خلک ماړه کړي! بیا دی نور غو ل خوری!

  3. د دې جملې په استناد چې وایی : « سرچینې په کابل کې د شته موټرو شمېر شاوخوا ۶۰۰ زره او د هوا ککړونکو هغو هم زرګونه ښودلی. » د زرګونو زړو موټرو موجودیت د میلیونونو انسانانو ژوند ته ګواښ دی ، د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي . بنا د دغو زرګونو موټورو خاوندان د له شخصې ګټې تېر او خپل موټر د ترمیم کړي او یا په داسې فلترونو سنبال کړي چې هوا ککړه نه کړي . او که نه وي نو ښه به دا وي چې دا ټول موټر کباړ او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو باندې خرڅ شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب