پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد دوحې په خبرو کې دواړو خواوو د پرمختګ ترڅنګ په جلا...

د دوحې په خبرو کې دواړو خواوو د پرمختګ ترڅنګ په جلا موضوعاتو ټینګار وکړ

تاند (سې شنبه، د اسد ۱۰ مه) په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي سره د امریکايي پلاوي د دوه ورځنیو خبرو په پای کې دواړو خواوو په خپلو اعلامیو کې متفاوتې مسایل یاد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ټام ویست او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد تشخیص کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامنځته کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې امریکايي پلاوي د افغانستان بانک او د افغانستان د مالیې وزارت له استازو سره هم وکتل او د افغانستان پر اقتصاد او پر هغو ستونزو خبرې وکړې چې دافغانستان بانکي سیستم ورسره مخامخ دی.

په اعلامیې کې، چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، ویل شوي چې امریکايي پلاوي په افغانستان کې د بشري بحران او د بشري مرستو د رسولو لپاره د ملګروملتو او مرستندویو موسسو د ملاتړ د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د اعلامیې پر اساس، امریکايي چارواکو له طالبانو په کلکه وغوښتل چې له خپلو هغو تګلارو لاس واخلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خرابوي، په تېره بیا د ښځو، نجونو او زیانګالو پرګنو په برخه کې.

امریکايي پلاوي د نیونو، د رسنیو د ځپلو او د مذهبي ازادیو د محدولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

طالبانو ویلي چې له امریکايي پلاوي سره یې د افغانستان د اقتصاد، له تورو لیستونو څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د افغانستان پر بانکونو د بندیزونو د لېرې کېدو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د قطر په دوحه کې د دوی پلاوی له امریکايي لوري سره په خبرو کې د بندیزونو او د افغانستان پر بانکونو د محدودیتونو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

بلخي همداراز ویلي، بشري مرستې، افغانستان ته ازاد تګ راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کې د قونسلي خدماتو رسیدل هم مهم موضوعات و چې بحثونه ورباندې وشول.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په عین حال کې ویلي «دا چې د افغانستان پر بانکونو زیاتره محدودیتونه لېرې شوي او معاملات ورته اسانه شوي یو مثبت پرمختګ وبلل شو، همدارانګه دواړو لورو د دې ډول ناستو، تفاهم او تفاهم پر دوام ټینګار وکړ.»

له خبرو خبرو سرچینو تاند ته ویلي چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې نسبي پرمختګ شوی دی.

سرچینې وویل چې د دوحې په دوه ورځنیو خبرو کې پرمختګ د دواړو خواوو ترمنځ د ستونزو حل لپاره لار هواروي او له همدې کبله دواړو خواوو موافقه کړې چې نورې خبرې هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب