پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکرزي باجوړ کې د فضل الرحمان پر پلویانو ځانمرګی برید غندلی

کرزي باجوړ کې د فضل الرحمان پر پلویانو ځانمرګی برید غندلی

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه ) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پښتونخوا په باجوړ کې د جمیعت علمای اسلام ګوند پر پلویانو د اوړمې ورځې ځانمرګی برید غندلی.

دغه برید، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخېست؛ پکې د نیږدې ۵۰ تنو د وژل کیدو او شاوخوا ۲۰۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

په کابل کې د طالبانو رژيم او پخواني ولسمشر حامد کرزي په جلا- جلا اعلامیو کې یاد شوی برید غندلی او غیر اسلامي – غیر انساني یې بللی.

د جمیعت علمای اسلام یوه مشر د پاکستان حکومت د دوی په امنیت ساتلو کې پاتې ګڼلی او ویلي، که داسې پېښې یې پر ضد دوام وکړي، دوی به خپله د ځان د دفاع لپاره په عمل لاس پورې کړي.

د پاکستان تحریک طالبان هم دغه برید غندلی او د اسلامپالو ډلو د کمزوري کولو هڅه یې ګڼلې ده.

یاد شوی برید په داسې مهال ترسره شوی و، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته تللی و.

ځینو شنونکو، یاد شوی برید په افغانستان او پاکستان دواړو کې د چین د پروژو او هدفونو خلاف د داعش ډلې د تحرکاتو زیاتوالی ګڼلی.

1 COMMENT

  1. یوه خبره باید وکړم کله چې عمران خان په روسیه کې په هغو مراسمو چې د روسیی په اکراین د برید لومړی ورځ په روسیی کې شتون درلود نو تر راګرځیدو وروسته پنجاب کې دده خلاف ټولو ګوندونو په مشترک ډول سره د PDM تر نوم لاندې د امریکا او برتانیی په همکارۍ او روسانو ته د زور ښودني په خاطر عمران خان په ضد لاریونو شروع شو ترڅو پایله يې دا شوه چې تحریک انصاف مشر عمران خان له څوکۍ لیری کړ چې ددې ګوندونو مشري زیاتره فضل الرحمن او اوسني نواز ګوند مشر شهباز شریف او مریم نواز کوله چې په نتیجه د عمران خان لیری کړل شو چې له هغې وروسته فضل الرحمن یې وډار کړ او ورته يې وویل چې نور باید کور کې کینی ځکه هغه بیا له سیاسته توبه وویسته، چې په تاند صفحه کې شته.
    بیا همغه وو چې څه موده مخکې د ټاکنو کمیسیون د محکمی له امر پرته د عمران خان د نیولو یا ګوښه کولو لپاره لاس په کار شوه چې څو ځلی دده په کور پولیسو حجوم ور وړلو او یوځل پر عمران خان برید هم وشو اوس چې کله شهباز شریف اعلان کړی چې د اګست میاشت کې یعنی سبا یی لومړی ورځ ده له خپلې دندې استعفا کوم او بل موقت (لنډمهالي) حکومت ته چې د ټاکنو پروسه به مخي ته بیایي، واک سپارم نو پنجاب کوښښ وکړ چې دلته په پښتنو سیمو کې پښتانه له ټاکنو پروسو لیري کړي او ټولو بریا د یاد ګوند په ګټه وکاروی او پښتانه نه پریږدی چې یو رهبر ولری نو هم يي عمران خان او هم یې فضل الرحمن چې پښتانه دې لدې پروسې لیرل کړل. کیداې شي د PTM د مشرانو د شعارونو پر اساس چې دلته هر چاودني او زور زیاتي شاته (وردی) یا پوځ لاس ده نو امکان دې ولری چې دا پښتنو وژلو او له مینځه وړلو لپاره د برتانیی او امریکا او اسرایل اصله پنجاب پلان وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب