Homeخبرونهکابل: د هغو کسانو ځانګړنې اعلان شوې چې د پاسپورټ اخېستو وړ...

کابل: د هغو کسانو ځانګړنې اعلان شوې چې د پاسپورټ اخېستو وړ نه دي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه ) د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د هغو کسانو ځانګړنې اعلان کړې، چې د پاسپورټ اخېستو وړ نه دي.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، چې پوروړي، په جزایي، مدني او سوداګریزو قضیو کې د محکمو له لوري محکوم کسان، بې سرپرسته ماشومان او هغوی چې ممنوع الخروج دي، د پاسپورټ اخېستو فرصت نه ورکول کیږي.

 په وروستیو کې د پاسپورټ اخېستو غوښتنې تر پخوا هم زیاتې شوې دي.

د بشري او اقتصادي ناورین له شدت او د طالبانو د قیوداتو له زیاتوالي سره، یوه د پام وړ برخه افغانان د پاسپورټ اخېستو په وسیله له هېواده د وتو هڅې کوي.

طالبان بیا لویدیځ هېوادونه تورنوي، چې له افغانستانه خلک وتو ته هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...