جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ایران یو مقام: افغانستان کوم دولت نه لري، چې پر چاپېریالي...

د ایران یو مقام: افغانستان کوم دولت نه لري، چې پر چاپېریالي مسلو ورسره وغږیږو

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه )  د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه افغانستان یو بې دولته هېواد ګڼلی او ویلي، طالبان یوه ډله ده او نه کیږي، چې د افغانستان په استازیتوب ورسره پر چاپېریالي مسلو وغږیږي.

نوموړي د شفقنا په نوم د ایران یوه خبري اژانس سره د خبرو پر وخت ادعا کړې، چې دغه هېواد ته ځينې چاپېریالي ستونزې له افغانستانه ور پېښې دي.

هغه دا څرګندونې په داسې وخت کړي، چې په وروستیو کې د طالبانو رژیم سره د ایران اړیکې بیا ناندریزې ښکاري.

ایراني مقاماتو په وروستیو کې ظاهراً د هلمند سېند د اوبو په سر پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

د دغو فشارونو یوه عمده برخه، په ایران کې پر مېشتو افغان کډوالو د قیوداتو زیاتوالی دی.

طالبانو د ایران د دغه مقام څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. دروغ وایی. که چاپیریالی خبری راسی نو ایران زیان وینی ځکه هغوی دهلمند او هری رود اوبه غلا کوی او زاهدان ته یی وړی. دبندر سره تړلی مځکی چی افغانان او بلوځان زیانمنوی وچی سوی او لا دوچیدو په حال کی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب