دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو له پاکستان پرته نورو ګاونډیانو سره د پولو مشخصولو اعلان وکړ

طالبانو له پاکستان پرته نورو ګاونډیانو سره د پولو مشخصولو اعلان وکړ

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۱۰ مه ) په داسې حال کې، چې افغانستان شپږ ګاونډي هېوادونه لري؛ د طالبانو د سرحدونو او قبایلو وزیر نورالله نوري ویلي، چې د افغانستان له پنځو ګاونډیانو سره یې د پولو د مشخصولو د پلان په عملي کولو پيل کړی.

نوموړي پرون وویل، له ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین سره د افغانستان د پولو د نخښه کولو چارې په ځینو برخو کې بشپړې شوي دي.

نوري د خبري کنفرانس پر ممهال د پاکستان یادونه ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له بل هر ګاونډي څخه ډېر، پاکستان سره د پولې په سر زیات او د پاکستان له رامنځته کیدو راهیسې جنجال لري.

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام یوه مقام تاند ته ویلي، د سرحدي چارو ادارو په رسمي څېړنو کې د افغانستان نږدې ټول ګاونډیان د افغانستان  د ځمکني حریم ناقضان ثابت شوي.

سرچینه په ځانګړي ډول د آمو سېند څنډو ته پراته هېوادونه یادوي او زیاته کړې، چې په مختلفو بنو یې سېند د افغانستان سواحلو ته تمبولی او په دې ډول یې د پام وړ افغان خاوره لاندې کړې.

طالبانو د دې مسئلې او دغه راز پاکستان سره د سرحدي کرښو د نه مشخصولو د دلیل په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب