سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهافغان نرښځيان له ګواښونو سره مخ دي

افغان نرښځيان له ګواښونو سره مخ دي

راپور: ډيوه شینوارې کابل

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنیدو سره په افغان نرښځيانو د ژوند کړۍ راتنګه شوې او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د نوي نظام له بیا راتګ سره افغان نرښځیان د جنسي ځورونو ترڅنګ یو شمېر یې په مرګ ګواښل شوي دی.

په کابل کې یو تن افغان نرښځی په مستعار نوم کاترین له تاند سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو له راتګ سره له کوره نه یم وتلې او که کله چیرته له خپلې کورنۍ سره تللې یم نو په حجاب کې له کوره وځم چې خلک پوه نه شي چې زه نرښځی یم.»

د کاترین په وینا په افغانستان غوندې هیواد کې د نرښځيانو ژوند پخوا هم له ګواښ خالي نه و او بار بار له مختلفو ځورونو سره مخ و خو د طالبانو په راتګ دا ګواښ څو برابره زیات شوی دی.

په دې ورستیو کې افغان نرښځیان د ځينې هیوادنو او ادارو له خوا له افغانستان وایستل شول خو لا هم ډير نرښځيان پاتې دي او د وتلو لارې چارې ګوري.

د راپورونو له مخې زیات شمیر افغان نرښځيان په پاکستان کې دي خو کره شمیر یې نه دی مالوم، ولې داسې انګیرل کیږي چې تر پنځوس پورې افغان نرښځیان په خیبر پښتونخوا کې میشت دي او انتظار کوي چې نورو هیوادنو ته ووځي.

په پېښور کې میشت د لغمان یو تن اوسیدونکی افغان نرښځی حوریه احمد انوري نه مو په افغانستان کې د نرښځيانو د حالت په اړه وپوښتل نوموړي تاند ته وویل: «تاسو پوهیږئ چې په افغانستان کې یوه ښځه هم له کوره وځي نو ځان باید پټ کړي او محرم باید ورسره وي نو ټرانس جندر (نرښځی) څنګه ممکن دی چې هلته ژوند وکړي، که ژوند کوي نو باید د نارینه په شکل وي، ږیره ولري، نارینه لباس واغوندي یا د طالبانو غوندې ځان جوړ کړي نه داسې چې د ده څه ډول غوښتنه وي هغه وکړي.»

د حوریې په وینا په اوس وخت کې ناممکنه ده چې نرښځيان دې په افغانستان کې ژوند وکړي.

کره شمير تر اوسه نه دی مالوم چې افغانستان څومره نرښځيان لري، څومره یې مهاجر شوي او څومره په افغانستان کې بند پاتې دي.

افغانستان چې سخت ټولنیز، کلتوري او مذهبي پابند هیواد دی کله هم د نرښځيانو له پاره د ژوند کولو مناسب ځای نه وو، دغلته اکثر نرښځیانو هڅه کړې چې خپله جنسیتي پيژندګلوي پټه کړي او ژوند وکړي، ولې په تیر حکومت کې داسې پېښه نده ثبت شوې چې نرښځيان دې پکې په نښه شوي وي.

16 COMMENTS

    • د مونږ په ټولنه کې نه یوازې نرښځې بلکې په عموم کې د انسان مقام ته درناوى نسته. هغه بشر چې الله ج ورته کرامت ورکړي ، خو افغانان په ډیره خواشینې سره د شهوت د پوره کولو جنس په سترګه ورته کتل کیږئ . دا محکوم او له ذلت سره مخامخ قشر د خپل درد او ستونزو د حل د لارو چارو په ټکل او نیت د انساني عاطفي غوښتونکي دي، خو بیا هم د مونږ معظوره او ناروغه ټولنه ورته د شهوت په سترګه ګوري . دا څومره د شرم او تاسف ځاې دئ.

      • لوپریه د تا په سر کې هغه مواد ځاې په ځاې دي کوم چې، د سهار لخوا له خپلې ناولي بغرې اخراجوئ. نو معلومداره دي چې، د تا ماغزه له غولو ډک دي نو پرته له غولو د ګلانو د بادولو تمه نسئ کیدلي.

  1. د دینی ادبیاتو په ژبه نرښځی د الله سبحانه د اِرادې محصول دی او په علمی بیان نر ښځی د ژینِتِکی د ګډوډو تعاملاتو محصول دی چی البته د مدنی او انسانی حقوقو له نظره دا ډول انسانان د ټولو ټولنیزو امتیازاتو درلوونکی ګڼل کیږی او هیڅوک ئی په ټولنه کی د نفی او حذف او تبعیض حق نلری ځکه په نرښځیتوب کی د هغوی خپله اِراده دخیله نه ده.حکومتونه مکلفیت لری چی د هغوی د ژوند د سمون او تضمین په موخه ځانګړی مقررات وضع او اِعمال کړی. بالآخره دا هم بشر دی او بشر خپل حقوق لری چی باید تأمین سی.
    بناً
    د دین او مدنیت څخه بی خبر طالب بد کوی چی دې انسانی طبقی ته په سپکه سترګه ګوری.

  2. چې د نرښځې مونځ به د نارینه په شانته وي که د ښځې؟ افغانستان کې خو اوس غټ غټ عالمان دیره دي،چې دوی یې څه حل راوباسي؟ نر ښځی د جماعت په مانځه مکلف دی که څنګه،؟ اواز اوريدل يې حلال دی که حرام؟ دوی به جنت کې په څه مشغول وي؟ وه جیدو عالمانو دا د سیلابیانو خبرې بس ګړئ، دغه علمي مشکل حل کړي چې قدوري شريفه کې علمای سلف څه ويلي دی،؟؟؟

  3. د تاند ګرانو لوستونکو ته!
    تاسی اکثره خو ځانونه پښتانه او مسلمانان ګڼی او ځینی کسان مو آیات او احادیث هم کارَوی ولی مو د غیرت وینه دومره سړه ده او جرئت نلری ” تاند ” ته جدّی اخطار ورکی چی دا د شیطان او د یهود او د کمونیزم او امپریالیزم مشترکه نامشروع نطفه ( لوپړ ) له ځان څخه وشړی؟
    زما لخوا تاند نور تر هغه پوری تحریم دی، تر څو ئی د خبیث لوپر خبیث نوم د تاند له صفحی څخه نه محروم کړی.
    نوری جسمانی او روحی ستونزی مو لږ دی چی ” تاند ” خپل ناسکه ورور ( لوپر ) هم پر اوږو را سپور کړی دی.

  4. لام حضرت مې 12, 2024 At 2:20 am
    د تاند ګرانو لوستونکو ته!
    تاسی اکثره خو ځانونه پښتانه او مسلمانان ګڼی او ځینی کسان مو آیات او احادیث هم کارَوی ولی مو د غیرت وینه دومره سړه ده او جرئت نلری ” تاند ” ته جدّی اخطار ورکی چی دا د شیطان او د یهود او د کمونیزم او امپریالیزم مشترکه نامشروع نطفه ( لوپړ ) له ځان څخه وشړی؟
    زما لخوا تاند نور تر هغه پوری تحریم دی، تر څو ئی د خبیث لوپر خبیث نوم د تاند له صفحی څخه نه محروم کړی.
    نوری جسمانی او روحی ستونزی مو لږ دی چی ” تاند ” خپل ناسکه ورور ( لوپر ) هم پر اوږو را سپور کړی دی.

  5. د تاند ګرانو لوستونکو ته!
    تاسی اکثره خو ځانونه پښتانه او مسلمانان ګڼی او ځینی کسان مو آیات او احادیث هم کارَوی ولی مو د غیرت وینه دومره سړه ده او جرئت نلری ” تاند ” ته جدّی اخطار ورکی چی دا د شیطان او د یهود او د کمونیزم او امپریالیزم مشترکه نامشروع نطفه ( لوپړ ) له ځان څخه وشړی؟
    زما لخوا تاند نور تر هغه پوری تحریم دی، تر څو ئی د خبیث لوپر خبیث نوم د تاند له صفحی څخه نه محروم کړی.
    نوری جسمانی او روحی ستونزی مو لږ دی چی ” تاند ” خپل ناسکه ورور ( لوپر ) هم پر اوږو را سپور کړی دی.

  6. غلام حضرت مې 12, 2024 At 2:20 am
    د تاند ګرانو لوستونکو ته!
    تاسی اکثره خو ځانونه پښتانه او مسلمانان ګڼی او ځینی کسان مو آیات او احادیث هم کارَوی ولی مو د غیرت وینه دومره سړه ده او جرئت نلری ” تاند ” ته جدّی اخطار ورکی چی دا د شیطان او د یهود او د کمونیزم او امپریالیزم مشترکه نامشروع نطفه ( لوپړ ) له ځان څخه وشړی؟
    زما لخوا تاند نور تر هغه پوری تحریم دی، تر څو ئی د خبیث لوپر خبیث نوم د تاند له صفحی څخه نه محروم کړی.
    نوری جسمانی او روحی ستونزی مو لږ دی چی ” تاند ” خپل ناسکه ورور ( لوپر ) هم پر اوږو را سپور کړی دی.

  7. ښاغلی ورور لوپر صاحب!
    وروره زه وطندار په تاند تبصره کوونکو کی تر ټولو ډیر ډارن، ډیر بی زړه او د پښتو لیکنی په صحیح لیکلو کی تر ټولو ډیر نیمګړی یم. او هم کله چه په کومه تبصره کی په سیاست کی خپل نظر او یا د کوم چا طرفتداری وکړم نو یو ورور پیدا شی، او د تبصری په مرسته می ښه وڅنډي. همدغه وجه ده چه د ډیرو ورونو تر نیوکی لاندی راځم. خو د هر ورور نیوکی او نقد ته می بلی ویلی دی. چه زما څخه غلطی شویده او دغه لغات او یا جمله به نوره سمه لیکم. او د سیاست په برخه کی زیادتره وخت د تبصری ځواب هم نه ورکووم.

    ښاغلی لوپر ورورجانه زه ولی داسی کووم ځکه وروره چه په وطن کی مو څه حال روان دی، د لس نیمو لسیزو جګړو نتیجه خو مو خپله ولیدله، مهاجرتونه، بی کاری، غریبی، زلزلی، تندرونه، سیلابونه او په سلهاوو نوری غمیزی مو د پاتی خلکو اعصاب او د وطن شته یی راته نابود کړه.
    خبره داده که په وطن کی دننه یاستو او یا د باندی یاستو مونږ نور باید قلمی او تبصروی جګړی پریږدو. او هغه تبصری او خبری چه افغانان خفه کوی په خپلو لیکنو کی ځای ورنکړو. په تیره بیا په دغه تورتمی، جالي او انترنیتی تړی کی.

    بل د اچه دا ضرور نه ده چه د هری تبصری ځواب حتمی او ضروری یو چاته ورکړی شی. ګذشت خصلت مردان است.

    خبره را څخه اوږدیږی په تاندوالو خو مو وس او توان نه رسیږی.

    خو لوپر جان وروره دا چه قوی قلم او استعداد لری. نو ستا د ډارن وطندار دغه لاندی سوالونه، ننواتی، جرګي، زاري، ژړا او فریاد ومنه. ما وطندار به ډیر خوشحاله کړی.

    ۱: هغه لیکنی چه دین ته ضرر رسوی هغه په خپلو لیکنو کی مه لیکه. قربان دي شم.
    ۲: خپل دغه مستعمار نوم یو بل مستعمار نوم ته واړوه. ځکه دا خبره کووم چه ستاسو د استعداد او ښی پوهی سره دغه نوم ښه نه ښايي. د مسکیني هیله در څخه کوم.
    ۳: د ښاغلی غلام حضرت صاحب سره ستا دغه بحث مناسب نه بولم. ځکه ښاغلی غلام حضرت صاحب مشر دی، او مونږ او تاسو پخپل کلتور کی د مشر ډیر احترام کوو. ځمونږ او ستاسو مشران تل په کور، کلی او حجرو کی پر مونږ قهر او غصه کوی. نو باید د ښاغلی په تبصرو او یا ځینو خبرو ځوابی تبصری او عکس العمل څرګند نه کړی. د پښتولی د جرګی ننواتی درته کووم.

    د یو ساعت لپاره فکر وکړه: دغه تاند ځمونږ او ستاسو حجره ده. په دغه حجره کی مونږ او تاسو او نور مشران او کشران ناست یاستو او خپلی کلیوالی او وطنی خبری کوو، کیدایشی په دغه مشرانو کی د مجلس په جریان کی یو مشر په کومه خبره په غصه او قهر شی نو مونږ او تاسو ټول غلی کیږو، ځکه دا ځمونږ د افغانانو رواج او کلتور دی.
    په اخر کی د ښاغلی لوپر ورور څخه بیا د وروری خواست، او د ډیری مسکیني سوالونه کووم چه ځما پورته د عاجزي سوالونه او زاریی ومنه.
    ستاسی وطندار

  8. ښاغلی لوپر وروره سوال او ننواتی درته کووم نور بس دی. قربان دي شم.

  9. لوفر له عقيدوي اړخه ستونزې لري. دی تل پخپلو ليکنو کې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم نوم په ډېره سپکه يادوي. کله يې د مېرمنو پورې نښتی وي او کله پر نورو مؤمن به اصولو ته سپکاوی کوي.
    که له طالب او يا يې له کوم بل کيڼلاسي او يا ښيلاسي سره له سياسي او يا له بل هر پلوه ورانه او د نظر او يا کړنلارې مخالف وي دا يې حق دی چې نيوکه پرې وکړي او کړنلاره يې وننګوي، خو دی تل د طالب پر سر د محمد صلی الله عليه وسلم پورې کلک نښتی وي. سپک يې يادوي او ناسمه لهجه ورته کاروي چې په دغه کړنه کې ورسره جوړ نه يو او دا مو حق دی چې د ده د ناسمې لهجې په وړاندې ودريږو او ننګه ترې وکړو.
    دا تاسې ټول وروڼه منصفان او تاسې ټول وروڼه او لوستونکي د يو مسلمان وافغان په توګه دومره پوهېږئ چې ((ان اکرمکم عند الله اتقاکم)).
    خدای تعالی وايی چې ما ته هر هغه څوک محترم او رانژدې دی چې هغه له وېريږي او تقوی ولري.
    هغه که نارينه وي، هغه که ښځه وي، هغه که نرښځی / خنثی مشکل يعنې المتحولين جنسيا transgender وي چې په بېلابېلو ژبو کې ورته د هغو ټولنو له لورې يوه کليمه کارول کيږي، خو دا بيا د هرې لوستې او نالوستې ټولنې ستونزه ده.
    که له همدغه ښاغلي وپوښتل شي چې د ده کمونېزم موږ ته څه شعار راوړ؟
    کور، ډوډۍ، کالي
    ايا دا به ښه نه وه چې د داسې کاذبو او دروغژنو شعارونو پر ځای مو خپله ټولنه له علمي اړخه سنبال کړی وی او همداسې دې نورو هم همدغسې درواخله. نوموړی د دې لپاره چې د خپلې ايډيولوژۍ تشه ومني، نو تل د محمد صلی الله عليه وسلم نوم په ډېره سپکه لهجه يادوي. دی تل کوښښ کوي چې د خپل هغه پخواني ايډلوژيک پلوه د تېر په څېر پر مقدساتو اومؤمن به پورې ولګيږي. دی خو دې د خپل کمونېزم او د تېرو کړووړو هم يو څه مثبت اړخ راوښي؟
    دوی پخپلو مينځو کې څه ونه کړل؟
    امين راپاڅېده او نور محمد تره کی يې وواژه. روسانو د کارمليانو په لمسونه امين وواژه. کارمل واکمن شو او د کارمل هغه شعارونه لا تر اوسه زموږ له ذهنه وتلي نه دي چې ((برادر کبير ما اتحاد جماهير شوروي ….)) او داسې نور.
    بيا هم دې کارمليانو + نورو ماويستانو او ستميانو د اخوانيانو په شمول څه ونه کړل؟ همداسې د تڼي کودتا درواخله.
    د همدې کارمليانو په دويمه کودتا کې چې د حکومت له دننه تر سره شوه د جنرال بابه جان، نبي عظيمي، مصدق او کاوياني + دوستم وماويستان چې په نظار شوری کې د نيمه اخواني – ستمي استاذ رباني تر ږيرې لاندې سره پټ شوي او راټول شوي وو چې همدي رباني، فهيم او مسعود د همدې کارمليانو په نغوته روسيه ونه بښله؟ همدوی وو چې له پوتين نه يې غوښتي وو چې د نجيب الله په پرزونه کې ورسره مرسته وکړي او هماغه وو چې د ختيځ او لويديځ د يو ګډ تفاهم په صورت کې د کودتا له ليارې د نجيب حکومت نسکور شو چې د جبل السراج تړون يې ښه بېلګه ده، نو دی ولې هغو ناولو کړنو ته پاملرنه نه کوي؟ که دوی بيا د نورو په لمسون کودتا کړی نه وای چا مجاهد او طالب څه کولو؟
    دا ننني حالات ټول د لوفر غوندې کسانو د هغه بدو کړنو زېږنده ده چې نن يې دا ولس زغمي، نو دې کې د محمد صلی الله عليه وسلم ګناه څه ده؟
    دی ولې د هغه پر مېرمنو او امهات المؤمنينو پورې لګيږي؟ اخر ولې؟
    يو څوک چې پر خپل عزت او د خپلې مور پر عزت او شرافت نه خپه کيږي، نو هغه ته به امهات المؤمنين څه ارزښت ولري؟
    کاشکې چې ده خپله سياسي عُقده له طالب، مجاهد، نظار شوری، ماويستانو، ستميانو او نورو سره ګاللی، خو ده هغه سياسي اړخ پرېښی او پر مقدساتو او مؤمن به وو پورې تل لګيږي. دی (لوفر) تل د محمد صلی الله عليه وسلم په حق کې ډېره سپکه او ګستاخانه لهجه کاروي چې دا ورسره زموږ له هر اړخه مخالفت دی.
    زما پلار، خُسر، د تره زامن او د ترورګانو مېړونه او نور نژدې خپلوان يوولس تنه د همدې کارمليانو ببرک کارمل په دور کې شهيدان شوي. څوک يې په پټيو او خپله ځمکه کې چې په کار لګيا وو شهيدان کړي وو او څوک يې پخپلو کورونو، د کليو په مخ او جوماتونو او ان په ژرنده کې چې غنم يې ميده او اوړه کول شهيدان کړي وو، نو دی خو دې د خپل هغه کمونېزم ښه هم موږ ته را په ګوته کړي چې د دې کمونېست او کمونيست پلوه ښه هم موږ ورسره ومنو او قناعت پرې وکړو. دې کمونيستانو موږ ته څه په ميراث راپرېښې دي؟
    دی د دې ټولو نادودو باوجود چې دې ولس ته يې په ميراث پرېښي دي بيا هم راپورته کيږي او له ښې بدې پرته د محمد صلی الله عليه وسلم نور په سپکه لهجه کاروي او بد نسبت ورته کوي؟ ولې؟
    ايا د دې محمد (ص) د ښه کردار پايله نه ده چې موږ ټول ده ته په انسانيت وايو چې زموږ غميزه نور اړخونه لري او ….
    ايا همدا نرښځي transgenders زموږ اولاد نه دی؟ ايا دوی زموږ غوندې بشر نه دی؟
    دوی ته په کمه سترګه کتل او يا ورسره ناسم چلند دا خو د دين او اسلام ښوونه نه ده، بلکې زموږ تشه او کمزورتيا ده چې د ده په شان کمونيست پلوه قشر چې ځان ډېر مترقي هم رسېدلي هم بولي، ده نه د دين او د اسلامي ارزښتونو. په اسلامي ارزښتونو کې حتی موږ ته اجازه نشته چې د قهر/غوسې په وخت کې پر تيږو او ونو يا پر احجارو او اشجارو لعنت to curse on stones and trees ووايو. نوموړی لوفر او کمونيست پلوه بايد په دې پوه شي چې په اسلامي ارزښتونو کې هېڅ کمی او نقصان نشته، خو تشه او کمی (نقصان) تل د دغسې لوفرانو او کمونيستانو او کمونيست پلوه خلکو کار دی چې هسې بېځايه خپله عقيدوي دښمني له پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم سره او د هغه له بيبيانو سره ګالي.
    موږ بيا هم ورته دوعا او سپارښتنه کوو چې له هوش کار واخلي او له محمد (ص) سره له بېځايه دښمنۍ لاس واخلي.
    بيا هم خوښه يې خپله چې دښمني ګالي او که دوستي کوي.
    قل لا تمنوا علی اسلامکم بل الله يمن عليکم ان هداکم للايمان
    موږ بايد پر الله تعالی دا احسان بار نه کړو چې موږ اسلام راوړی او مسلمانان يو، بلکې دا د الله تعالی لورېينه ده چې موږ ته يې لارښوونه کړې ده.
    ومن يضلل فلن تجد له مرشدا
    څوک چې خدای بېلارې کړي بيا هغه لارښود موندلی نه شي.
    له موږ دې بېچاره ولس سره هېچا ښه نه دي کړي. دا ولس له هر اړخه ځورېدلی او ښې خاطرې نه لري.
    د اسلامي ارزښتونو په حق کې تېری او زياتی دا زموږ د هغه زړو زخمونو مالګې دوړول دي چې د دغو بېلابېلو بهرنيو ايډيولوژيو او استعمارګرانو (ښکېلاکګرو) له لورې راپاتې دي او نن ترې هم کړيږو.
    سياسي ناندارۍ او مخالفتونه دې له سياسي لوريو سره ګالي، خو بيا هم ترې د يو انسان په توګه دا غواړو چې په اسلامي ارزښتونو مه لګېږه او دا درسره هېڅوک زغملی نه شي.

  10. ښاغلی صابر شرافت وروره،
    هر نرښخی transgender پوهيږي چې د هغه ميلان او کړه وړه کوم لور ته ډېر مايل دي؟ زما په اند هر موروپلار او کورنۍ پوهيږي چې خوي بوي او کريکټر يې کوم لور ته ډېر نژدې او مايل دی. همداسې له لهجې معلوميږي. له کردار معلوميږي. هر لور ته يې چې ميلان ډېر وي همغسې دې وکړي. که ميلان، خوي بوي او کردار يعنې کړه وړه د نارينه خوا ته ډېر وي، نو هغسې دې کوي.
    ختمي به يې کورنۍ کله ناکله دا ستونزه له ډاکټر سره شريکه کړې وي. بيا هم ښه دا ده چې خپله دا ډول خلک او هم يې کورنۍ له ډاکټر سره پرې مشوره وکړي او خپله اندېښنه ورسره شريکه کړي. که وسه او توان يې رسيږي او جراحي عملياتو ته اړتيا لري، نو ښه دا ده چې جراحي عمليات يې وشي.
    البته که ځينې کورنۍ له اقتصادي اړخه کمزورې وي او ښه خو دا ده چې موږ د عامې روغتيا وزارت داسې خلکو ته يو انتظام ولرو چې هغوی له صحتي معايناتو تېر شي. که ستونزه يې له جراحي عملياتو سره حليږي، نو خپله نرښځيان او هم يې کورنۍ دېته وهڅول شي چې جراحي عمليات ترسره کړي او په جنسيت کې يې بدلون راشي او که چاره يې نه وي، نو د خدای کړه وړه دي هېڅوک پکې څه نه شي کولی او صبر پرې په کار دی.
    دوی ته بايد کورنۍ او هم دولت ډېره پاملرنه وکړي چې له هېڅ ډول رواني کړاوه او سپکاوي او هم له محروميته وژغورل شي او هم زده کړې ته راوهڅول شي چې د ټولنې په خدمت کې برخه واخلي او له خپلو همجنسو سره په اسانه افهام وتفهيم وکولی شي او ټولنه مو له توبيري چلند او د زده کړې يعنې پوهې له نعمته بې برخې نه شي. هر نارينه، ښځه او نرښځی د زده کړې مستحق دی او برابر عادلانه چلند ورسره وشي.
    کاشکې چې موږ يو ځل د علم له نعمته برخمن شو.

  11. سلامونه،
    څه ښکولی نوم لري يعني نر ښخی چي ده نر خواص خواهشات او کړه يي د ښځي دي خو سر چپه انسان په افغانستان کي مانه دي اوريدلي چي وي ښځه خواس او کړه يي د نرانو وي.
    د دواړو انسانانو احترام بي ځوروني او څرنګوالی د ژوند چي د دوی خوښ وي هم هغه ښان بايد ومنل شي.
    دلته په يوروپ کي د دواړو انسانانوته جنسي تغير البته د دو ئ په خوښه يعني کوم نر چي غواړي له ځانه ښځه جوړه کړي يا ښخه غواړي له خان نه نر. جوړ کړي د طبي مخصيصونو له خوا کيدايي شي او کيږي حتا هورمونونه يي تغير کوي او هغه جنسيت ته تغير ورکول کيږي کوم د دوی غوښتنه وي.
    دا هم بايد وويل شي چي په يوروپ کي د يو شمير خلکو بد تري هم تري راځي خو اکسپټنس هو هو ورته شته او
    دد انسانو حق همداشان لکه د نورو انسانانو د د ژوند د څرګوالي حق دهغه ملک په اساسي قانون کي ګرنټي او ساتلي دي.

  12. يوه بېلګه :
    بي بي سي
    نعمت الله کرياب
    کونړ کې ((پخوانۍ نجلۍ هلک)) شو
    https://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2013/02/130216_hh-kunar-girl-becames-boy

    کله ناکله داسې طبيعي پېښې پېښيږي چې هغه له ډاکټرانو سره د موروپلار د خپل اولاد په تړاو د خپلو اندېښنو په شريکونه، پاملرنه او کورنی عامه پوهاوی چې دا ټول د دې سبب کيږي چې د خپلو اولادونو ځينې حرکتونه او خوي بوي باندې تمرکز وکړي او د ممکنه تداوۍ او عملياتو په صورت کې له ټولو ممکنه معايناتو چې معلومه شي چې ستونزه په څه کې ده. کله ناکله د يوې پردې په وسيله ځينې ستونزې او هم نه خپل نه پوهاوی د دې سبب شي چې دا مسايل تر ډېره پټ پاتې شي او د اولاد سرنوشت او د عار له امله د هغوی صحي پاملرنه له پامه وغورځيږي چې دا بيا هم د وخت په تېرېدو سره يو ډول علايم او حرکتونه او ان خوي بوي ښکاره کيږي. که موروپلار يې لږ پوه او هوښيار وي او هم يې اقتصادي وضعه ښه وي او يا دا چې په پوښتنه او له ډاکټرانو سره خپله اندېښنه شريکولی شي، نو خدای مهربان دی چې د ځينو معايناتو په تر سره کولو سره د ډاکټر په مشوره يو معمولي عمليات غواړي او دا ډېر په اسانه طريقه کيږي. لږ تر لږه د خپل اولاد پاملرنه ده او دا يې د موروپلار مکلفيت او مسؤوليت هم دی او په مخ وده ټولنو او هېوادونو کې ورته مشخص د مرستې او تداوۍ مرکزونه وي او د ژوند سهولتونه ورته برابروي او پام پرې کوي چې له توپيري چلنده وژغورل شي او له انساني حقوقو برخمن شي.

  13. د افغانستان ډېر نرښځیان د سرپناه لپاره د پاکستان کراچۍ ښار ته کډه شوي

    https://www.pashtovoa.com/a/afghan-transgenders-forced-to-relocate-in-karachi-from-peshawar-because-of-harrassment/7607778.html

    له بده موږ په اسلامي ټولنو کې داسې ډېرې ستونزې لرو چې هغوی ته سالمې او عامه پوهاوي رغنده کړنلارې او همداسې ورته نورې سالمې او رغنده د روزنې، پاملرنې او ساتنې مرکزونه نه لرو او ان په ښونځيو کې زغملی نه شو چې دېته ورته نور ډېر رغنده لارې چارې شته چې د يو ګډ تفاهم او پوهاوي په صورت کې له هر څه مخکې د دوی په هکله عامه کورنی پوهاوی دی چې خپلې کورنۍ يې پاملرنه وکړي او د رغنده کړنلارو او پالېسيو په پايله کې ورته د زده کړې، روزنې او ان صحي روغتياو مرکزونه جوړ او له کورنيو سره يې لازمه اقتصادي مرسته وشي چې له هر ډول اخلاقي خطر بچ شي، خو له بده مرغه چې هغوی لا پامه غورځول کيږي او ان کله ناکله له کوره د شړلو او د مرګ له ګواښونو سره مخ کيږي، نو دا زموږ د عامه پوهاوي تشه ده. اميد دی چې د وخت په تېرېدو سره دا ډول عامه ناپوهاوی په پوهاوي واوړي.
    تاسې که دا خبر ولولئ، نو دا څومره دردوونکی دی؟
    زموږ ذهنيت ډېر شا ته دی او ان د يو بشر او انسان هومره ارزښت نه ورکول کيږي، بلکې ناسم چلند ورسره کيږي او ناسمې غوښتنې ترې کيږي، نو ايا موږ کله هم خپل ځانونه د انصاف په هېنداره کې ليدلي ؟
    نه، هېڅکله نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی