یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهسیلونو تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه کړي او زرګونه کورونه ویجاړ کړي

سیلونو تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه کړي او زرګونه کورونه ویجاړ کړي

تاند(شنبه، د ثور ۲۲ مه) د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د افغانستان په پرونیو سیلونو کې د مړینو شمېر ۳۰۰ ته رسیدلی دی.

تر دې مخکې نن ملګروملتو ویلي و چې د افغانستان په پرونیو سیلونو کې لږترلږه ۲۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د ملګروملتو نړیوالې ادارې وايي چې سیلونو په بغلان ولایت کې ګڼ کورونه، دوکانونه او نور تاسیسات نړولي یا زیانمن کړي دي.

یوازې په نوي بغلان ولسوالي کې شاوخوا ۱۵۰۰ کورونه یا بشپړ ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.

د ملګروملتو د مهاجرت نړیوالې ادارې د افغانستان د پېښو د مدیریت د ملي ادارې پر اساس ویلي چې تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

دفاع وزارت خپلو بیلابیلو ادارو ته امر کړی چې د سیل ځپلیو د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

دغه وزارت خپل هیلي کوپترونه سیل ځپلیو سیمو ته استولي دي.

تېره شپه د ژغورنې عملیات د تیارې په خاطر وځنډول شول خو نن سهار د دفاع وزارت په هیلي کوپترونو کې له بغلان څخه سلګونه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د لوېدیځو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت سیل ځپلیو ته د خوراکي موادو او درملو په رسولو بوخت دی.

د طالبانو یوه چارواکي نن (شنبې) تایید کړه چې سیلونو سلګونه کسان مړه کړي خو ده دقیق شمېر ونه ښود.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې سیلونو پر بغلان سربېره په بدخشان، غور او هرات کې هم سیلونو زیانونه اړولي دي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې سبا به هم د بغلان په شمول په یو شمېر ولایتونو کې بارانونه دوام وکړي.

1 COMMENT

  1. کوم چا یو وخت لیکلی وه چی که په یو ښار کی زلزله یا سیلاب را منځته شی او لکونه انسانان د نیستی کندی ته ولیږی نو زه به خپه شم خو هومره نه لکه ( مثلاً ) زما پر موټر چی یو ماشوم یا یو ویرانکار کس خِطه کش کړی او رنګ ته ئی زیان واړوی.
    نو خبره می دا ده چی د افغانانو بیچاره ګانو کومه غمیزه باید وزغمَل شی؟
    هیڅ غمیزه ئی د زغملو وړ نه ده خصوصاً چی د هیڅ ډول مرستی توان هم نلرو اِلّا یو څو څاڅکی اوښکی هغه هم که د اوښکو غُده فعّاله سی.
    په هره توګه، هیله ده چی د طبیعی پیښو ټول قربانیان په شهیدانو کی حساب سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب