Homeسپورتبندامیر لوبډله پایلوبې ته ورسېده

بندامیر لوبډله پایلوبې ته ورسېده

د افغان کرکټ بورډ ادارې په نوښت په کابل کې د قوش تپې په شل اوریزه سیالیو کې تر دې دمه د بند امیر لوبډله پایلوبې ته رسېدلې ده.
په یاد لیګ کې چې پینځو لوبډلو برخه درلوده، سپین غر یوازینۍ لوبډله وه چې د ۸ لوبو په کولو سره یې یوازې دوه وګټلې، یوه یې مساوي کړه او ۵ یې وبایللې.
تر سپین غر وروسته د امو لوبډله هم په ټورنمنټ کې له مخکې تګ پاتې شوه.
د مس عینک لوبډله که خپلې راتلونکې دواړه سیالۍ وګټي، نو پایلوبې ته به ورسیږي.
بوست لوبډله چې ۸ نومرې لري، د مس عینک لوبډلې د دواړه سیالیو د بایللو په صورت کې فاینل ته رسېدلی شي.
د ویلو ده چې د یاد لیګ پایلوبه د می میاشتې په ۱۳مه نېټه ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...