Homeسپورتوالیبال: د افغانستان او پاکستان لوبډلې مخامخ کېږي

والیبال: د افغانستان او پاکستان لوبډلې مخامخ کېږي

د افغانستان د والیبال فدراسیون وايي چې د هیواد د والیبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د والیبال د اتلولیو په سیالیو کې د ګډون په لپاره اسلام اباد ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې ده چې افغانستان نن (شنبه) په خپله لومړۍ سیالي کې له پاکستان سره مخامخ شي.

دا مسابقه د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیلیږي. د افغانستان د والیبال فدارسیون وايي، د یادو سیالیو لپاره یې ۱۴ کسیزه لوبډله د درې روززونکو په ګډون د جمعې په ورځ پاکستان ته تللې ده.

افغانستان به په دې ټورنمنټ کې له پاکستان، ایران، سریلانکا، ترکمنستان او قرغیزستان سره ۵ سیالۍ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...