پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېدریپښتون په ټېټه بیه| خیبر امیري

پښتون په ټېټه بیه| خیبر امیري

 خاطره   

یادونه: دا یادښت د حزب اسلامې ګوند امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار حفظ الله او د جنبش ګوند رهبر جنرال عبدالرشید دوستم د ټاکنېزې لیدنې کتنې په پار را په زړه شو.

زما یادېږي چې د طالبانو رژیم سقوط وکړ، د نوي یا موقت حکومت او د سپټمبر د ۱۱ مې پیښې ترمنځ یو څه وخت ملکوطوایفي حکمرانیانې د هېواد په ځینو سیمو حاکمې وې.

دا وخت نو زه د نږدې  ۸ یا ۹ کالو په عمر وم. د طالبانو له سقوط وروسته د جنبش غړي د بلخ پر پښتون مېشتو سېمو راغلل  د جمیعت او جنبش ګوندنو تر منځ داسې تفاهم شوی و چې کومې سېمې جنبش نیسي او د سېمو په خلکو هر څه کاندې جمیعت ګوند به پرې کار نه لري…

دا وخت نو د ساړه ژمي سړې شپې ورځې وې، زموږ د کلي قومندانان د اسلامي امارت د ګرمې جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري وه او د طالبانو د سقوط په شپه دوی او ورسره څه نور کلېوال  له کلي په وتلو وه. په کلي کې د ډیرو موټرو تېز غږونه، د موټرو هارنونه د کلي له منځه د تر ورو سپو غپا کلیوال لا پسې ورخطا او سرسام کړي وه، زموږ کلي نږدې ۱۰ جوماتونه لرل او زموږ د جومات ګډونوال ټول زموږ ترونه او تربرونه بلل کېده. زما ښه یاد دي دغه ټوله شپه مو نه د کور تورسرو او نه سړو خوب وکړ د دوی نه خوب زموږ له سترګو هم خوب تښتولی و، سهار مهال به مو سترګې نوې خوږې شوې وي، چې پلار او ترونو مې د کور بکسونه را خلاص او د کور په دهلیزونو کې د تور سرو سره په ټیټ غږ لګیا وه او له کوره یې د کور ساتلو کومې وسلې او د روسانو د وخت څه پاتې شونې اینونه (وسایل) را ټولول او چېرته لرې یې له کوره غورځول… شپه سبا شوه خو لمر را معلوم نه شه اسمان وریځو نیولی وو سړه هوا لګیدله نږدې ۱۰ بجې وې، موږ ډله ماشومان د کاله واړه وره نه سر بوڅی کوو، دلته د کور دننه مو د ټولو ترونو میرمنې او زموږ میندې غوږ په هوا ولاړې وې، زموږ د کور وړې دروازې تر څنګ د اوبو پمپه کېندل شوې وه دلته؛ نو زموږ د پلار د تره زوی (د ګروپ قومندان) په خبرو اخته وو او ټول راټول کسان  ورته غوږ غوږ وه، موږ دغه خبرې درستې نه شوای اوریدلی؛ خو د جنبش د راتګ او د هغوی د وحشتونو (غلا، چور او بې ناموسیو) جدې ګواښونه کېدل. زموږ د کور پر خوا کې یو لوی میلمستون وه چې بیا وروسته د مجاهدینو قرارګاه شوه او په نوي حکومت کې د لومړني ښوونځي په توګه په کې فعال و. له هغې ور اخوا د کلي لویه او زړه هدیره وه او دغه هدیره د مزار – جوزجان عمومي سرک او څلور لارې سره نښتې وه. د کلي له بل سره خبر راته چې څه خلک د شپې او څه هم سهار وختي کډه شوې دي د ورځې نږدې ۱۱ بجې وې یو تره مې ترکتور چلاوه، دی راغی او د ترکتور د ټیلر د جارو کېدو غږ یې وکړ موږ ماشومان د ټیلر سورلۍ ته ښه خوشحاله وو؛ خو تور سرو په نه زړه شړۍ او نیمڅي تر ټیلره راوړل، پریکړه شوې وه چې تورسرې باید له ماشومانو سره له کلي وباسو.

همداسې ګنګوسې روانې وې، چې یو ځل منډې – منډې شوې، څوک په ستړې ساه د عمومې سړک له څلور لارې راغی او ویل یې ډلې – ډلې او یو لوی قطار جیپان، ټانګونه.. اوزبکان راغلل او په عمومې سړک یې زموږ د کلي د ادرس پوښتنې کولې؛ خو چا ورته د لاس په اشاره ویلي وو “امیتو پیش برین” زموږ له کلي تېر ګاونډ کلي ته تللي وه او دغه کلی زموږ د کلي غرب لور ته پروت وو، په کلي کې یو لویه غونډۍ او دا کلي د همدې غونډۍ په نوم یادیده. نږدې ۲ بجې به وې چې د ګاونډ کلي نه د تور سرو او ماشومانو ژړا او کریکې ختلې جنبشیان په کورونو ورغلي وه، د ناستې کوټو دروازې یې ماتې کړې وي، د څو ورځو د ناوې بکسونه یې لوټ کړي وه، په بکسونو کې یې د میرمنو جامې نه وې ورپرېښې، د کوټو فرشونه او د کاله د بوت شیان یې چور کړي وه .

بوډا یې تر مرګه د کلاشینکوف پر میلو او کونداغونو وهلي وو، چې سړی مجبور کړي او ووایې نور سړي چېرته دې او دی باید جنبشیان له دې کاله څخه باید منع نه کړي ځکه په کلي کې پاتې میرمنې او ماشومان ټول سره په همدغه یوه کور کې را غوڼد شوي وه،  بل بوډا یې له کوره د مرګ په نیت ویستلو میرمن او د کور نورې تور سرې د خلاصون په هڅو له اوزبک جنګیالیو سره نښتې وې.

دوی د پښتنو د میرمنو له ژړا او بي عزتۍ خوند اخسته، جنبشیانو د پښتنو له چور او تالانه انرژې پورته کوله جنبشې عساکرو ته شرابي لعل قومندان په مخابره کې په لوړ غږ همدغه امر کوه: “چې(قویمه) یعنې ورزې پرې کورونه یې چور کړئ! سړی په کې ژوندی مه پریږدئ! او نارینه و په وړاندې یې عزتونه و لوټۍ چې بیا اوغانان غول موږ ته په پورته ونه ګورې”.

تاسو وګورئ دا وحشت زموږ د میرمنو ځوانانو او سپین ږیرو له یاده اصلا نه وتل کېږي دا وحشت د فلم کومه صحنه نه وه، دا تخیولې داستان هم نه وو، دا د پښتنو پر کورونو د جنبش ګوند د وحشت اصلي تصویرونه وه.

دغه توره ورځ مازیګر ناوخته شوه؛ شپه نو ارو مرو زمږ پر کلي د راتللو پلان وو، دغې ویرې نو هر څه له یاد راڅخه کښلې وه او ټول یو ځای زموږ د کاله د لوی وره سره راټول شوي وه.

موږ ویرې اخستې ؤ. تور سرو سترګې سرې اوښتې وي، سړې ځوړند سرونه راننه وتل، موږ ټول په انګړ کې ولاړ وو، چې زموږ د پلار د تره ځوی جهادې قومندان را ننوت او ټولو ته یې پرته له ځنډه خبرې پیل کړي: ګورۍ چاره نشته موږ باید د ځان، عزت او د کور ساتلو په خاطر له جنبشیانو سره تر مرګه وجنګېږو یا به ټول مرو یا به دفاع کوو دې جګړه ییزو خبرو لا پسې ورخطا کړو؛ خو زموږ د تره (قومندان) دا خبره مې نو تر مرګه نه ویرېږي چې د تللو پر وخت یې مخ را واړه وه او وویل یې: “که ټول مړه کېدو نو یو کس به راځئ او ټولې تور سرې به پخپله وژنۍ خو ژوندۍ به یې نه پرېږدئ”

پای

۱۰\۱۰\۱۳۹۷ لمریز کال

کابل – افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب