شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهملا متقي د طالبانو مخالفانو ته؛ د وضعیت خرابیدو ارمان به مو...

ملا متقي د طالبانو مخالفانو ته؛ د وضعیت خرابیدو ارمان به مو پوره نه شي

تاند: (جمعه، د زمري ۲۷ مه )  د طالبانو د بهرنیو چار وزیر مولوي امیرخان متقي، د دوی د رژیم مخالفانو ته په خطاب کې ویلي چې د افغانستان د وضعیت خرابیدو ارمان به یې پوره نه شي.

نوموړي پرون په یوه غونډه کې وویل: هغه کسان، چې په افغانستان کې د وضعیت د بدتره کېدو په تمه دي، دغه ارمان به یې پوره نه شي.

متقي ومنله، چې د رژیم د په رسمیت پېژندلو په برخه کې ستونزې لري، خو ادعا یې وکړه، چې له دې سره هم پرمختګونه لري.

ملامتقي وویل:«تاسې داسې هېواونه وينئ چې د نړيوالو فرمايشونه يې هم منلي، په رسميت هم پېژندل شوي، خو بيا هم له پراخو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او ديوالي کېدو ته نږدي دي.»

نوموړي زیاته کړه، چې هغه وخت نور پای ته رسېدلی، چې دلته به خلکو د وراني او تخريب لپاره پروژې اخيستې.

مولوي امیرخان متقي د تل په څېر بیا وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به له خلک له نړۍ سره د دوی د تعامل شاهدان وي.

د طالبانو مخالفان بیا طالب مشران د افغانستان په وضعیت خرابولو تورنوي او وایي، چې دوی د واک له انحصار، د افغانستان له ملاییزه کولو، د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو او په نړیواله کچه د افغانستان له منزوي کولو سره، دغه  هېواد د ترهګرو  ډلو په مرکز او د اقتصادي او بشري ناورین په تر ټولو لوی هېواد بدل کړی.

1 COMMENT

  1. جاهله غلامه قدیانیه متقی که تاسی د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس او دده چوچه قدیانی پنجابی پاکستان په مټو هر څومره مغروریت ولرۍ بیا هم د تاسو په وسیله افغان ملت نشۍ غلام کیدای تاسی تربیه شوی غلامان که هر څومره د تاسو قدیانی اسلام پر‍‍‍‍پړی هم د طوطیانو په شان د افغان ملت مینځ کښی تیتی کړۍ بیا هم لږ څه وروسته به د افغان ملت له خوا تاسی اصلی منافقی قدیانیو څیری وپیژندل شی ، پدی برخه کښی فعالیتونه جریان لری !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب