یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: که ګاونډیان مرسته نه راسره کوي، آرام ژوند ته مو...

عباس ستانکزی: که ګاونډیان مرسته نه راسره کوي، آرام ژوند ته مو دې پرېږدي

تاند: (جمعه، د زمري ۲۷ مه )  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي له مشخص نوم اخېستو پرته، د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو نیوکې کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس لیکلي: « د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ګاونډيو هېوادونو څخه جدي غوښتنه وکړه، چې که له افغانستان سره مرسته نه شي کولای، نو افغانان دې د خپل هېواد ودانولو او آرام ژوند ته پرېږدي.»

سرچینې په دې اړه د ستانکزي د نورو خبرو جزییات نه دي خپاره کړي.

په وروستیو کې طالبانو سره د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه په بېلابېلو بڼو ناندرۍ لري.

له دې ډلې، د طالبانو تر ټولو لوی ملاتړی هېواد پاکستان، د دوی رژیم تورنوي چې د افغانستان له خاورې یې د پاکستاني طالبانو د کار اخېستو او ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوی نه دی کړی.

ایران بیا طالبانو سره د اوبو د وېش په اړه ناندرۍ لري او د تاجیکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه بیا- بیا له طالبانو غواړي چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

طالب چارواکي بیا دغو نیوکو  ته په ورته ډول غبرګون ښيي او شوې ادعاوې او غوښتنې بې اساسه بولي.

2 COMMENTS

  1. ښاغليه،
    اوس دې عقل سر ته راغی؟
    دا شل کاله دې ولې د هغوی په لمسون او هڅونه جنګ وکړ او هېوادوال دې ارام نه پرېښوول. تاسې خو په روژه کې د وينو تويونه لا زيات ثواب ګڼلو، نو نن څنګه د ارام خبره کوې؟
    ته خو يو ځلې د يو صاحبمنصب په توګه د ملت په بوديجه چې د دې خاورې د ساتنې لپاره په ملي – اسلامي روحيه روزل شوی وې، خو ته ولاړې د نورو استخباراتو په ولکه کې راغلې چې دا ولې؟
    تاسې خو لږ په دې ګرېوان کې سر کښته کړئ او له ځانه وپوښته چې ته په کومو سترګو او کومه خوله له هغوی د ارام پرېښوولو غوښتنه کوې؟

  2. اول ددغه خبره په زغرده د اورتې میړه پنجابي ته وکړه موزي اوښ شوڼډي . بمباري درباندي کوي ته سپوڼ نسې کولای. تف لعنت ستاسي په طاغوتي جهاد. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب