جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان ژمنه وکړه چې د تورخم لار تر سبا پرانیزي

پاکستان ژمنه وکړه چې د تورخم لار تر سبا پرانیزي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د تورخم دروازې د پرانستلو په اړه د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ په خبرو کې وټاکل شوې چې تورخم دروازه تر سبا پورې پرانیستل شی.

دا پرېکړه وروسته لهدې وشوه چې تېره شپه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د میوو د صادراتو په مهال د پاکستان له لوري د لارو د بندېدو په غبرګون کې وویل چې د پاکستان دا ډول اقدامات د توجیه وړ نه دي.

باوري سرچینو تاند ته وویل چې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د تورخم دروازې د خلاصېدو او په تورخم کې د بیا نښتې د مخنيوي لپاره خبرې وشوې.

له سيمې يوې سرچينې ازادي راډيو ته وويل، پاکستاني لوري تر سبا دوشنبې پورې د تورخم دروازې د بېرته پرانيستل کېدو ژمنه کړې ده.

سرچينه زیاته کړه، دواړه خواوې په خپلو خبرو کې دې پايلې ته رسېدلي چې نښته د حل لاره نه ‌ده او بايد رامنځته کېدونکې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د تورخم دروازه پنځه ورځې وړاندې وروسته له هغه وتړل شوه چې، د راپورونو پر بنسټ طالب عسکرو يوه پخوانۍ پوسته بېرته جوړوله چې پاکستاني پوله ساتو پرې ډزې وکړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارووزارت تېره شبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستانی لوری د افغان کرنیزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو او صادریدو په وخت په نه توجیه کېدونکو پلمو دروازې تړي چې نه یوازې د دواړو لوریو تجارت ته زیان اړوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې زیاتوي.

د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر کې د “حساس لیست” په پلمه په سلګونو کانټیرونو کې د افغان سوداګرو توکي درولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په واګه بندر کې د پاکستان پولیسو پوستې ته نږدې د افغان سوداګرو په انځرو بار د یوې لویې لارۍ د سوځول کېدو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دې کار لوی تشویش او بې‌اعتمادي رامنځ‌ ته کړې.

1 COMMENT

  1. پنجاب د انګرېز او هندوې مور نه یو حرامي مصنوعي هېواد دی ، دوی نه اسلامي اصول مراعاتوي او نه د ښه ګاونډیتوب اخلاق لري او نه هم نړیوال اصول.
    دوی په افغانستان کې د هر حاکم رژیم او دولت پر ضد همدا غیر انساني او غیر اسلامي رویه درلودلې ده .
    وایی که غل نه اوړي ، مل د واوړي .
    هیله ده زمونږ افغان سوداګر له دغو ګټو تېر شي ، تازه میوې او نور واردات او صادرات دې له بلې لارې ترسره کړي. ایران که څه هم له افغانانو سره هېڅکله دوستانه اړیکې نه ساتي اما په تاریخي اساس یو متمدن او قانونمند هېواد دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب