جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ټولنيزو شخړو او ستونزو په حل کې د ځوانانو ونډه

د ټولنيزو شخړو او ستونزو په حل کې د ځوانانو ونډه

پوهنيار: قدرت الله صديقي

پوهنځی: ټولنيز علوم

څانګه: ټولنپوهنه او فلسفه

لنډيز

څرنګه چې پوهېږو ځوانان په ټولنه کې د ملا د تير حيثيت لري، که ځوانان د علم په ګاڼه سمبال او عصری علومو ته لاس رسی ولری نو په اسانۍ سره کولی شي چې د ستونزو، شخړو او تضادونو علتونه معلوم او په پايلو يې  خلک خبرکړي.

ځوانان د ټولنې د تحرک، خوځښت، ملتونو او هېوادونو د پرمختګ او د سوکالۍ ماشين او ځواک ګڼل کېږي. دنننۍ نړۍ ټول پرمختګونه د ځوانانو د سپېڅلي احساس، ځواک او پوهې پايله ګڼل کېږي. پرمختللې نړۍ د ځوانانو روزنې او پالنې ته ډېر پام کوي. په دې وجه چې دوی ډېر زعم ، ځواک او حوصله لري او کولي شي چې هر ډول مبارزه وکړي، خرافات او داسي نور ټول هغه څه چې د ټولنې ناامنۍ سبب ګرځي د پوهې او ځيرکتيا په وسيله له مينځه يوسي. نو دوی بايد په مسايلو کې ونډه ولري. 

کليدي ټکي 

ستونزه، شخړه، تاوتريخوالی، ځوانان، مکياوليزم، ارسطو ايزم، ټولنيز ټکرونه، بنسټېزه آرامي

سريزه:

دا چې د اسلام مبارک او سپڅلی دين کې تل لپاره د شخړو په له منځه وړلو او د سولې په رامنځته کېدو ټينګار شوی دی او لدې امله ده چې د اسلامي احکامو او قوانينو په پلی کیدو کې يو حکمت، همدردي ده، چې له مخې يې په ټولنه کې امنيت، سوکالي او ارامي رامنځته کېږي. که د اسلام معنا ته هم زير شو د سلامتيا او امن مفاهيم افاده کوي، چې د هرې ټولنې اړتيا او د هغې د لومړيتوبونو څخه ګڼل کېږي. دا چې ټولنه د افرادو مجموعه ده او طبعي ده چې د بېلابېلو توپيرونو او غوښتنو په پام کې نيولو سره په ټولنو کې ستونزې او شخړې رامنځته کېږي، چې په ياده مقاله کې د ټولنيزو شخړو او ستونزو په حل کې د ځوانانو پر ونډې بحث شوی دی، چې څرنګه زموږ د ټولنې دا له هر لحاظه پياوړی قشر مرسته کولای شي؟

چې په اړه يې لاندې موارد اړين ګڼل شوې دي.

۱-ځوانان له هر څه وړاندې په علمي زيور او ښکلا سمبالول.

۲-په ټولو ټولنيزو مسايلو او موضوعاتو کې هغوی ته په پراخه پايمانه ونډه ورکول.

۳-د وړتيا، زغم، تحليل او انرژی څخه يې ګټه اخستل.

کړنلاره 

دا يوه کتابتوني مقاله ده چې په ليکلو کې يې د ټولنپوهنې، فلسفې، سياسي او ټولنيزو معتبرو کتابونو څخه ګټه اخيستل شوې ده.

موخې 

د دې مقالې اساسي موخې عبارت دي له:

په ټولنه کې د تضادونو او شخړو د ريښو او په هغې کې د ښکېلو خواوو پېژندل.

د تضادونو د مينځه وړولو د مېکانيزمونو لټول.

د تضادونو او ټکرونو په له مينځه وړلو کې د ځوانانو ونډې پياوړي کول.

د سالم محېط رامينځته کول او په آرامه فضا او هوساينه کې ژوند تېرول.

د وګړو تر مينځ د تعاون او همکارۍ د حس ځواکمنتيا.

د تضادونو له زيانونو څخه د ټولنې خلاصون.

شخړه يعنې څه؟

د Conflict يا شخړه کليمه د Configure له کليمې څخه اخيستل شوې ده چې د برخورد کولو او مبارزې کولو معنا لري. هر کله چې دوه يا څو تنه يا ډلې په افکارو او منافعو کې په څرګند ډول په تعارض کې واقع شي او د تاوتريخوالي تر څنګ عدم توافق ورسره وي تضاد نومېږي. دا کليمه په متواتره توګه په مارکسستي ټولنپوهنه کې مطرح شوې ده چې د ټولنپوهنې د عمده مکاتبو څخه ګڼل کېږي. (۶:  – ۶۲-۶۳) 

ددې کليمې مترادف الفاظ عبارت دي له: نزاع، تقابل، کشمکش، انحراف، دوه رنګي او دښمني. (۲: ۱۱۹)

د دې نظرې مطابق، ټولنه د وګړو  او له نظري پلوه بېلابېلو خپلواکو او غيری خپلواکو ډلو يو ترکيب او مجموعه ده چې د ډول ډول نظرياتو او متضادو علايقو، منافعو او برخوردونو لرونکې وي چې د قدرت عنصر هغوی ته نظم ورکوي او يو د بل په څنګ کې ځای په ځای کوي او په دې وسيله په ټولنه کې ثبات رامينځته کېږي.

په دې اساس ، مسلط ټولنيز ارزښتونه صرف سياسي اړخ اختياروي، او د دې لپاره چې د عامو د منلو وړ وګرځي يو ډول تحميلي بڼه اختياروي چې د قدرتمنو له فريبونو او چلونو سره مل وي. 

همدارنګه مسلط قوانين او ارزښتونه هم سياسي او د تسلط لاندې قشر له ارزښتونو سره په ټکر کې وي.(۱۰ : ۳۳)

د دې نظريې مطابق کشمکش او تضاد د انساني اړيکو محرکه قوه ده او د منابعو ناسم ويش لکه: پيسې، قدرت، حيثيت او شغلي فرصتونه د تضاد د ايجاد او د جرايمو، جګړو ، تاوتريخوالو او اعتراضاتو سبب ګرځي. (۱: ۵۲)

د شخړې د جوړښت ريښې

ځيني وګړي ابن خلدون لومړی عالم بولي چې په ټولنه کې يې د تضاد موضوع مطرح کړې ده، په دوراني بڼه د نزاع او کشمکش څخه يادونه کوي او په دې برخه کې د دوه ډوله ژوند (صحرايي او ښاري ) څخه يادونه کوي، او د دولت تشکيل هم د همدې ډلو يو په بل د ظالمانه تسلط حاصل بولي، چې په دې ترتيب حاکمه ډله ځانته ممتازه ډله وايي او ځان په اکثريت غوره ګڼي. (۱۶: ۲۴۶)

ځوان او ځواني

دا مرحله د بيولوژۍ له نظره د بلوغ د مرحلې په نوم يادېږي، په دې مرحله کې شخص د نسل د توليد او جنسي تمايلاتو د ترسره کولو وړتيا ترلاسه کوي او يو ډول ځانګړي تغييرات په جسمي لحاظ په انسان کې راڅرګندېږی، که د عمر له پلوه هم د نړۍ بېلابېلو کلتورونو ته کتنه وکړو نو په هغې کې هم دې دورې ته ځانګړې توجه کېږي، په دې مرحله کې انسان د اخلاقي او ارزښتي اعتبار په اساس د موم حيثيت لري او په اسانۍ سره کولاي شي له کلتوري پلوه له بېلابېلو وضيعتونو سره مطابقت او توافق وکړي.

په دې دوره کې هغه ته نور ماشوم نه ويل کېږي، ماشومانه او د نورو په اتکا د کړنو د سرته رسولو څخه لاس په سر کېږي، يو ډول ژور فکر ورسره پيدا کېږي او داسې کړنې اختياروي چې خلک يې د يو مشر څخه هېله کوي.

په دې مرحله کې انسان په داسې فعاليتونو لاس پورې کوي چې له خطراتو (ژوند له لاسه ورکولو) څخه ډک وي، ځکه دوی د جسمي قوت له کبله مجبور وي د ټولنې د نورو وګړو په پرتله سخت فعاليتونه اجرا کړي، د جنسي اړيکو ټينګښت د دوی لپاره يوه نوې مسئله وي، ځکه د اړيکو نوی ډول پکې رامينځته کېږي، او ځوانان اړ دي چې د خپلې کورنۍ تر څنګ د نويو خپلوانو پالنه هم وکړي چې دا خپله په شخص يو ډول فشار واردوی او انسان مجبوروي چې د وړتياوو، امکاناتو او فرصتونو څخه ګټه واخلي او د ژوند هغه ارمانونه چې د ماشومتوب په دوره کې يې درلودل او هغه چې د بوډا والي د دوران د سهولت سبب ګرځي ترلاسه کړي، نو تل هڅه کوي چې چاته تسليم نه شي او له هرې لارې چې ورته امکان لري موخې ته د رسېدو هڅې کوي. (۱۴: ۱۱۱ – ۱۱۲)

ځوان او وګړيز مسؤليت

په اسلامي ټولنه کې هر وګړی په مختلفو ساحاتو او مراحلو کې بېلابېلې دندې او مسؤليتونه لري او د خپلې سرپرستۍ لاندې وګړو د اصلاح او د هغوی د جواب ويلو دنده په غاړه لري.

څرنګه چې حاکم د ملت مسؤل دی، پلار د کورنۍ او خادم د ورسپارل شويو دندو مسؤليت لري، همدارنګه د امربالمعروف او نهې عن المنکر دنده او مسؤليت د هر چا په غاړه اچول شوی دی البته د توان او وس په اندازه. چې د خلکو د کړنو څارنه وکړي او د احتمالي سرغړونو د اصلاح په برخه کې د وس په اندازه کوښښ وکړي. (۱۵: ۱۲۲)

په ټولنه کې ځوانان دوه عمده مسؤليتونه لري

لومړی: له اخلاقي ، علمي او جسمي پلوه ځان تيارول: يعنې ځوانان بايد تل د علم ، پوهې، اخلاقو، او جسماني قوت او ځواک په ګاڼه سمبال و اوسي او تل د يادو ځانګړنو د حصول او ساتلو په موخه هڅه او کوښښ وکړي.

دوهم: د ملي او جمعي هويت او سرمايې څخه دفاع: يعنې د ځوان سره بايد تل دا احساس شتون ولري چې زه د ټولنې د ملي منافعو په وړاندې د دفاع مسؤليت په غاړه لرم او بايد د خپل ياد مسؤليت د ښه او پر وخت سرته رسولو په موخه له هر ډول بې هوده افعالو او کردارونو څخه لاس واخلم او خپل مسؤليت په ښه توګه سرته ورسوم.(۸: ۱۷۸)

ځوانان هغه څوک دي چې د ټولنې د نورو وګړو په پرتله زياته انرژي لري او همدا عامل د دې سب ګرځي چې په ټولنه کې ورته د تاوتريخوالو او ناخوالو په مخنيوي، د ظلمونو د کچې په راټيټولو، د هراړخېزو تضادونو او تاوتريخوالو په له منځه وړلو، عامه امنيت او ټولنيزه سلامتۍ کې ډېره ونډه ورکړل شوې ده او تل بايد هڅه وکړي چې د خپل ځواک څخه په يادو برخو کې ګټه واخلي او خپله انرژي دلته مصرف کړي.

هيجاني عکس العملونه او رفتاري او عاطفي ګډوډي

ځوانان اکثره وختونه د هغو اعمالو په وړاندې چې دوی يې نه خوښوي له احساساتو ډک عکس العمل څرګندوی، دوی د موضوع ژورو خواوو ته توجه نه کوي او نه موضوع تحليل کوي بلکې جدي او فوري عکس العمل له ځانه څرګندوی چې دا کار په ټولنه کې د ټولنيزو تضادونو او تاوترېخوالو کچه لوړوي. 

همدارنګه ځيني وختونه ځوانان د عاطفې ښکار ګرځي، يا خو د زياتې عاطفې درلودلو له کبله حقيقت ترې ورک شي او يا خو د عاطفې د فقدان سره مخامخ شي چې پدې ترتيب د دوی په افعالو او کردار کې ګډوډي رامينځته کېږي او تضادونه زيږيږي. 

طبقاتي تضاد

د فرانسوي ټولنپوه اميل دورکايم له نظره څرنګه چې د انسان بدن د بېلابېلو غړو څخه جوړ شوی دی لکه مغز، زړه، سږي، سينه او داسې نور، چې هر يو يې د ژوندي موجود د ژوند د بقاء او دوام په موخه هڅې کوي ، او لازماً بايد هره برخه يو د بل سره په هماهنګۍ کار وکړي او که د دندو او فعاليتونو تر مينځ يې هماهنګي وي نو د هماغه ژوندي موجود ژوند له خطر سره مخامخ کېږي، او ژوند يې له مينځه ځي.

د پارسنز او دورکايم له نظره انساني ټولنه هم همدا ډول ده، ددې لپاره چې ټولنه وکړل شي خپل ژوند ته په دوامدار ډول دوام ورکړي، د هغې بېلابېلې برخې (سياسي نظام، دين، کورنۍ، تربيتي نظام …) بايد يو د بل سره په هماهنګه توګه فعاليت وکړي او بايد يو د بل د بقا او دوام په موخه د يوې کُلي همکارۍ په بڼه فعاليتونه وکړي او که نه تضادونه، ټکرونه او شخړې راپيداکېږي.

ټولنپوهان چې په تضادونو تاکيد کوي او په هغې باورمند دي ، ددوی له ډلې څخه د مارکس له نظره ټولنې د منابعو له پلوه په نابرابره ډول ويشل شوي دي او دا څرګند نابرابر ويش تل د ټولنيز نظام  په سياسي برخه کې د منافعو د اختلاف سبب ګرځي او دا د منافعو اختلاف د وخت په تېرېدو د طبقاتو تر مينځ د نښتو، تضادونو او شخړو سبب ګرځي چې کولای شي د بنيادي بدلونونو بهير رامينځته کړي. (۱۴: ۷۶۶)

ځوان قشر د ټولنې اکثريت تشکيلوي او دا اکثريت یواځې د کميت له پلوه نه بلکې د افعالو او کوايفو له پلوه هم په نظر کې نيول کېږي يعنې په دې معنا چې همدا ځوان قشر په ټولنه کې د اکثرو فعاليتونو اجراکوونکي بلل کېږي، په ښه فعاليت سره  يې په ټولنه کې خوځښت، حرکت، ساه او انرژي رامينځته کېږي او د دوی د نه فعاليت او سرغړونو په اساس هم د بدن (ټولنې) اکثريت برخه فلج او بلآخره ټولنه د هلاکت او نابودۍ لور ته ځي.

د جنګ او قدرت سياست او تضاد

توماس هابر ليکي: د انسان ذات له دوه اصلي پديدو او عواملو څخه ترتيب شوی دی او د هغه ټول کړه وړه له دې منبع څخه سرچينه اخلي يعنې انسان او د هغه ټول کړه وړه د دې دواړو عواملو له انعکاساتو پرته بل څه ندي او دا عوامل عبارت دي له: (استدلال او تعقل) (اميال او نفرتونه).

استدلال قوه د هغه ډول ماشين حيثيت لري چې د خواستو په واسطه د لاسته راوړلو عقايدو د تحليل او ترکيب دنده په غاړه لري چې په طبعي ډول د هماهنګ کولو او طبقه بندي کولو عمليه هم سرته رسوي.

ددې تر څنګ انساني ټولنه د خلکو مجموعه ده او انسان تل متضاد اميال او نفرتونه لري چې دا تضاد د وګړو تر مينځ د کشمکش او اختلاف پرته نور څه نه زيږوي، نو ويلای شو چې د نزاع حالت د انسان يو طبعي حالت دی، ځکه دا حالت په ټوله کې د قدرت د حصول، په نورو د تسلط او له نورو نه د وېرې څخه سرچينه اخلي، د قدرت د حصول کوښښ او د نورو څخه ويره د انسان هغه اميال او نفرتونه دي چې تل په ټولنه کې راڅرګندېږي (۵: ۳۰۶ – ۳۰۷ ) 

د انساني ژوند په ټولو مراحلو کې دا ځانګړنې شتون لري (د قدرت حصول، په نورو حاکميت او د نورو څخه د وېرې په صورت کې دفاع) چې هره يوه ځانګړنه يې يو ډول تضاد زيږوي، ولې د ژوند په يوه ځانګړې مرحله (ځوانۍ) کې دا اميال او نفرتونه زيات تر سترګو کېږي او همدا قشر د نورو په پرتله زيات خوښوي تر څو په نورو تل مسلط وي، سياسي قدرت يې په لاس کې وي او د نورو په مقابل کې تل د دفاع لپاره قربانۍ ته تيار وي، نو اړينه ده چې د نزاع او کشمکشونو د کچې د راټيټولو او مخنيوي، اميالو ارضا او نفرتونو د کنټرول په موخه ځوان قشر تل د قانون پياده کولو ته وهڅول شي، تر څو له دې لارې وکولای شود دوی مشروع غوښتنې او اميال پوره او په ټولنه کې د نفرتونو کچه راټيټه کړو.

د تضاد (Conflict) د رامينځته کېدو بڼې

په ټولنه کې د وګړو ترمينځ تضاد او تعارض په دوه بڼو او اشکالو سره رامينځته کېږي او څرګندېږي:

الف – يوه بڼه هغه مهال رامينځته کېږي چې د دوه تنو يا دوه ډلو تر مينځ د ګټو په بنياد برخورد (د مقابل عمل په حالت کې و ګړو مخامخ کېدل) رامينځته شي.

ب – د تضاد بله بڼه هغه مهال رامينځته کېږي چې وګړي يو د بل سره په فعاله مبارزه پيل وکړي.

د منافعو تضاد تل په ښکاره مبارزه پای ته نه رسېږي ولې کله کله امکان لري د احزابو تر مينځ په جدي بڼه تضاد رامينځته شي چې ځيني خلک په اشتباه سره دا د منافعو د ټکر په سر تضاد بلي. (۱۴ :  ۷۸۴ ) 

جنسيتي توپيرونه، اړتياوې او تضادونه

فرانسوي معاصر ټولنپوه اميل دورکايم له نظره نارينه کاملاً يو ټولنيز محصول دی او ښځه د طبيعت محصول دی.

د نارينه خلق، خوی، اميال او ارزوګانې تر ډېره بريده ټولنيزه منشا لري، په داسې حال کې چې د هغه دا موضوع د ټولنيز ارګانيزم تر تاثير لاندې ده، نو د نارينه اړتياوې د ښځو د اړتياوو سره توپير لري، يا په بل عبارت نارينه او ښځې بېلابېل عادات، اميال او غوښتنې لري ځکه ښځې د نارينه په پرتله لږې ټولنيزې وي او طبيعت ته زيات نږدې والی لري.

دلته موخه دا ده چې نارينه اکثره د خلکو سره د زيات تماس او تعامل په اساس ټولنيزې ځانګړنې اختياروي او ښځه له طبيعت او خلقت (نسل زيږونې او تربيې) سره د تماس په اساس هغه لور ته ميلان حاصلوي چې په دې اساس جنسي تضادونه او توپيرونه په ټولنه کې ريښې ټينګې کړي دي، همدارنګه د ښځې او نر تر مينځ جسمي قدرت هم د يو ډول تضاد  رامينځته کېدو ته زمينه برابره کړې ده چې په دې اساس بايد ښځې د مثل توليداو پالنې ته مخه کړي او نارينه سياست، جګړې او نفقې پيداکولو ته.

ولې دمارکس له نظره دا چې نارينه ځان د ملکيت څښتن بولي نو ښځې د يوې خصوصي سرمايې په توګه د نارينه لخوا د واده د (عرف) په بڼه اخستل کېږي، چې همدا کار د جنسي تضاد او توپير سبب ګرځي او که دا تضاد او توپيرله مينځه لاړ شي نو ښځې به هم د نر له غلامۍ خلاصې شي.(۱۴ :  ۷۷۰ ) 

صبر، زغم او قناعت د تضاد د مخنيوي لار

يو له هغو مهمو مسايلو او موضوعاتو څخه چې د انسان انساني مقام او مرتبه لوړوي، صبر او د تکليف برداشت کول دی، هغه صبر او زغم چې د نفس د غوښتنو او وړتيا او قدرت سره سره ترسره شي، ځکه نفس تل انسان غريزوي غوښتنو ته مجبوروي.

کله چې انسان له تکاليفو سره مخامخ کېږي نو په دې موقع صبر اړين دی ځکه پوهان وايي: د ستونزو په مقابل کې بې صبري خپله ستونزې زيږوي، بې صبري په تقدير د عدم رضايت او قناعت او همدارنګه د الله جل جلاله په اراده د اعتراض معنا لري.

همدارنګه دديني متونو مطابق انسان ته د ستونزو او تکاليفو د رسېدو پر مهال صبر د اجر ذريعه او د خير سبب ګرځي.

اسلام مبارک دين تل انسان د بدۍ په مقابل کې نيکۍ کولو ته هڅوي او امر ورته کوي چې د بدۍ ځواب بايد په بدۍ ورنکړل شي.

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته به چې کفارو هرڅومره تکليف ورساوه نو هغه مبارک به په بدو ځواب نه ورکاوه او تل به يې ويل: يا الله  جل جلاله زما قوم ته هدايت او بخښنه وکړه ځکه دوی نه پوهېږي. ( ۴ : ۵ – ۷)

که موضوع ته ژوره کتنه وکړو څرګندېږي  چې انسان د خپل متحرکوالي په اساس هرومرو د عکس العمل سره مخامخ کېږي چې د عکس العمل په مقابل کې عکس العمل تل ستونزې زيږوي او دا عکس العمل د تضاد څرګندونه کوي نو څومره چې عکس العمل ته شدت او دوام ورکول کېږي په هماغه اندازه سخت والی مومي او حل يې ناممکن کېږي.

دا چې ځوان قشر د نورو په پرتله ژر احساساتي کېږي او له فکر پرته د ضد عمل په ليدو د عکس العمل څرګندونه کوي نو اسلام هم تل هغوی ته د زغم او حوصلې درس ورکوي تر څو د تضادونو او ټکرونو مخنيوی وشي او وګړي د ورورګلوۍ په فضا کې آرام ژوند وکړي.

په ځوانۍ کې مينه ناک ژوند

په کورنۍ کې د تاوتريخوالي په ځای د مينې او محبت نه ډک ژوند رواجول او عامول کولی شي له ژوند سره د ځوانانو مينه زياته کړي او په کورنۍ او ټولنه کې د ناخوالو او شخړو کچه راټيټه کړي.

جنسيت په ټولنپوهنه کې

په ټولنپوهنه کې جنس ته د فزيکي او طبعي څرنګوالي له پلوه کتل کېږي ، همدارنګه په ټولنپوهنه کې جنسيت له کليمې څخه د ټولنيز هويت د تثبيت په موخه استفاده کېږي. (۷: ٢٦٠)

پدې معنا چې په ټولنپوهنه کې هم نر او ښځه د عمر په هېڅ کوم پړاو کې توپير نلري، ولې د دې کليمو استعمال يواځې او يواځې د ټولنيز هويت د پېژندلو په موخه ترسره کېږي نه د کوم امتياز په موخه؛ نو د همدې اصل په اساس ويلای شو چې نر او ښځه کوم اصليتي توپير نلري او دواړه په ټولنه او ټوليز ژوند کې د عدل په بنياد دندې او مسؤليتونه لري او دواړه بايد د ټولنې د پرمختګ او ټولنيزو تضادونو ، ټکرونو او ناخوالو له مينځه وړلو او مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.

د ځوانۍ له نعمت څخه سالمه ګټه اخيستنه

د اسلام مبارک دين انسان ته ډېر لوړ مقام او منزلت ورکړی دی ، هغه ته يې اشرف المخلوق او بهترين موجود ويلی دی ، په قرانکريم کې ورته د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله د خليفه خطاب شوی دی ، دا ځکه چې دا موجود په فطري سرشت او خلقت کې د نورو موجوداتو په پرتله الله جل جلاله ته نژدې دی  او ددې نزدېکت اصلي سبب يې انسان ته د عقلي قوې ورکړه ده چې هغې (عقل) ته په ديني اعتبار الهي هديه او تحفه ويل کېږي. (۹: ٢٥٩)

ځواني بيا د عمر په اوږدو کې هغه مرحله ده چې د دغې الهي تحفې يعنې عقل ټولې سالمې او غير سالمې پرېکړې پکې په ښه ډول عملي کېدای شي ، پدې مرحله کې ځوان د کافي ځواک څښتن وي ، هر کار او کړنه په اسانۍ او پرته له هر ډول تکليف او ستونزې سرته رسولای شي ، همدا علت دی چې په اسلام کې دې مرحلې ته خاصه پاملرنه شوې ده او په اخرت کې يې هم په اړه ځانګړې پوښتنه کېږي ، نو بايد په ياده مرحله کې د ټولنيزې اصلاح او ارامۍ په موخه له عقل څخه سالمه استفاده وکړي ، خپله هم له بې لارېتوب څخه ځان وساتي او د خپل وس او توان په اندازه نور هم له سرغړونو کولو څخه وساتي.

ځواني او انحرافات

ځوانان اکثره ځان خوښي وي ، تل غواړي خپل اهداف پرته له دې چې سموالی او غلط والی يې وسنجوي او يا يې تجربه کړي په نورو تحميل کړي چې دا کار يې اکثره وختونه له قانون سره د عدم مطابقت په اساس سرغړونو لور ته د حرکت او له ټولنې څخه د انزوا په لور بيايي، چې پدې ترتيب ځوانان ورو ورو سرغړونو ته مخه کوي او د ټولنې د اوږو بار شي. 

جنايي جرمونه

نن سبا که خپلې ټولنې ته کتنه وکړو ليدل کېږي چې د ځوان قشر له ځواک او وړتيا څخه د مديريت د نشتوالي له کبله ددې ډلې لخوا ډول ډول ناوړه فعاليتونه سر ته رسېږي ، ياد قشر ته په ټولنه کې د عدم توجه په اساس دوی بيا ځانونه بې مسؤليته احساسوي او داسې فکر کوي چې هېڅ کوم ډول مسؤليت نلري او هر فعاليت چې سرته رسوي، نظارت ترې هم شتون نلري، کله چې په ټولنه کې ځوانان له داسې حالت سره شتون ولري نو ځوان قشر په جرمونو لاس پورې کوي .

 له بل پلوه بې کاري او د ځوانانو د مصارف زياتوالی هم ددې باعث ګرځي چې د خپلو لوړو مصارفو او خواهشاتو د پوره کولو په خاطر جنايي جرمونو ته مخه کړي ځکه دوی ته لدې لارې پوره ثروت په لاس راځي. دا که ډېر ستونزمن او غير انساني عمل هم دی ولې ځوانان د تجربې د کموالي او په ځان د بې حده باورمندۍ  له وجې ورته مخه کوي چې په دې ترتيب ټولنه د هلاکت لور ته سوق کېږي.

مخدره يا نشه اي توکي

نشه اي توکې د ځوانانو د انساني کرامت ريښې ويستونکی عامل دی ، د بدو ملګرو سره د ناستې پاستې او بېکارۍ له پلوه ځيني ځوانان نشې ته مخه کوي .

د نشه اي توکو استعمال په ټولنه کې هر اړخيزو ګډوډيو ، تضادونو او جګړو ته زمينه برابروي ، ځکه په نشه روږدي ځوانان تل د غير مشروع لارو پيسې لاسته راوړي او په نشه ای توکو يې مصرفوي ، همدارنګه د نشې په حالت کې ورته هر ډول فعاليت مشروع برېښي ، په هر اړخيزو ځورونو ، قتل قتال ، غلا ، لارشکولو او اختطاف لاس پورې کوي چې په نتيجه کې ټولنيز نظم برهم او د ټولنې عام وګړي هم د بدو شېبو ښکار شي.(۱۱:٢٢٣ ۔ ٢٣٥)

د ځوان فعال کېدل د ستونزو پای

د انساني ټولنې يوه برخه ځوانان تشکيلوي، نو د همدې زياتې برخې درلودلو په اساس بايد په ټولنه کې زيات فعاليت هم همدا قشر وکړي ، له بل پلوه ځوانان د ټولنې د زړه حيثيت لري او ددې برخې په ښه فعاليت سره ټولنه هم ښه ښېرازه کېدای شي او برعکس د تنبلۍ او سرغړونو په اساس يې ټولنه د سلامتۍ له حالت څخه وځي.نو پکار ده د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ په موخه ځوان قشر ته جدي پاملرنه وشي ، اصلاح کړل شي ، د حرکت زمينه ورته برابره شي تر څو د ښه فعاليت د ترسره کولو په موخه کافي تجارب ترلاسه او د ټولنې د پرمختګ ، سلامتۍ ، آرامۍ ، آبادۍ او هوساينې په موخه ترې سالمه استفاده وکړي.

همدا د ځوانانو ښه فعاليت دی چې د تاريخ په اوږدو کې يې رنګارنګ شاهکارانه تمدنونه رامينځته کړي او منفي تمدنونه يې له مينځه وړي دي.(۱۳:   ۲۴۲ ۔ ۲۷۰)

په کورنۍ کې د شهواني غرېزې د اشباع په ځای د مينې او محبت استعمال تر ډېره بريده په ځوان قشر کې د ژوند کولو حس پياوړی کوي ، او دا بايد د مشترک ژوند موخه وګرځول شي ، نو له ژوند څخه خوند نشي اخيستل کېدای؟ او که په کورني ژوند کې د ګډ ژوند موخه مينه ، محبت او صميمانه اړيکې په نظر کې ونيول شي نو هم دغه غريزه په سالمه توګه اشباع او هم به په ژوند کې نظم ، امنيت ، خوند او سوکالي شتون ولري .(۳ : ۲۳۱)

 کله بيا داسې کېږي چې ځوان قشر د يو عمل په ليدو سره سمدستې له احساساتو کار اخلي او د سوچ او فکر پرته پرېکړه کوي ، شايد سر ته رسېدلی عمل سم  اوسي خو د ځوان له نظر سره مطابقت ونلري ، نو ځوان قشر ته پکار دي چې د هر عمل او عکس العمل د مخه بايد ژور فکر وکړي او له غور او دقت وروسته په اګاهانه توګه عمل او عکس العمل څرګند کړي.ځکه اکثره تضادونه او تاوتريخوالی د سؤتفاهم په اساس رامينځته کېږي او غور ، دقت ، سوچ او فکر يې د مينځه وړلو اساسي لارې دي. (  ۳ :۱۷۴)

ددې ترڅنګ بايد په ياد ولرو ځينې نور هغه عوامل چې د ځوان قشر او د هغوی د ژوند د تريخوالي او بې نظمۍ سبب ګرځي عبارت دي له: 

الف – ناقصې جنسې اړيکې : دلته د دوه مسايلو يادول اړين دي يعنې ناقصې جنسي اړيکې په دوه بڼو کې څرګندېږي ، يو دا چې ځوان د جنسي غرايزو د اشباع په موخه تل هڅه کوي چې له نورو سره اړيکې ټينګې کړي نو دا کار يې په کورنۍ کې د ستونزو د راولاړېدو سبب ګرځي . دوهم دا چې جنسي کمزوري هم د کورني تاوتريخوالي سبب ګرځي  (  ۳ : ۲۴۷)

ب – روغتيا: روغتيا هم هغه څه دي چې په نشتون يې کورني تضادونه او برعکس شتون يې د نظم او ثبات سبب ګرځي. (  ۳ : ۸۳)

ج – مخدره توکي او د هغې استعمال (  ۳ : ۷۹)

د – د واده پر مهال د عمر زيات واټن (  ۳ : ۵۴)

کار اهل کار ته سپارل

تحليلونه ، شعارونه ، عمده نقاطو ټاکل او مناسبو زمينو رامينځته کول به په هغه صورت کې  ټول عبث وي چې په چوکيو ناوړه او نامناسب اشخاص ناست وي. د شخصيت رول اساسي رول دی او شخصيت او شجاعت د اصل خلکو ځانګړنه ده ، هېڅ رهبري د وړتيا پرته مناسبه نه وي او دا هر څه د مناسبې تجربې په اساس په لاس راځي او دا کوم ژر ترلاسه کېدونکې ځانګړنه نده . مبارزه ، قدرت ، قناعت ، شخصي جاذبې، اتوريتې  ، درايت او تدبر ته اړتيا لري.

او دا هر څه يعنې مبارزه ، قدرت ، قناعت ، شخصي جاذبې، اتوريته  او  درايت په ځوان قشر کې زيات ليدل کېږي ، دوی تل کولاي شي هدف ته ځان ورسوي ، حالاتو ته بدلون ورکړي ، سرښندنه وکړي ، او د تجاربو په ترلاسه کولو کې هڅه کوي نو ، بايد عام ذهنيت ورکړل شي .

مبارزه او تضاد يوه سخته پروسه ده چې تاوتريخوالی هم له ځانه سره لري ، ناکامي، برياليتوب، جنګ، جګړه ، بحث او استدلال هر څه لري نو په همدې اساس ځوان قشر ته بايد پکې زيات دخالت ورکړل شي.(۱۲ : ۲۷۱ – ۲۷۹) 

پايله

د ځوان قشر پر مټ په ټولنه کې د يو سالم چاپېريال د رامينځته کولو په خاطر د نننيو هر ډول مخالفو پاليسيو سره مبارزه، په نړيواله کچه او په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ کې د ماکياوليزم، ارسطوايزم  او افراطيت جرړو ويستل او هغې ته د پای ټکی ايښودل او د داسې نظام جوړول چې په هر اړخيزه توګه په ريښتنولۍ، ايماندارۍ او نارينتوب ولاړ او د هر ډول تضاد او تاوتريخوالي څخه پاکه وي؛ ځکه اسلام د يووالي دين دی او بشر هم يووالۍ غواړي، اسلام تضاد نه خوښوي او بشر د تضاد په اساس ژوند له لاسه ورکوي…. نو دې اهدافو ته رسېدل کلکه مبارزه، قوي عزم، کلک هوډ او پوره انرژي غواړي چې دا ټولې ځانګړنې د ځوان نسل په اجسامو کې نغښتې دي او بايد کار ورڅخه واخستل شي.

مناقشه

ستونزې او شخړې يوه ټولنيزه ناروغي ده چې ځوان نسل پکې د نورو په پرتله ډېر ښکلېل وي او ونډه يې پکې زياته وي.

د ددې ستونزو رامينځته کېدل اساساً په بې صبرۍ او عدم قناعت پورې اړه لري چې دا ځانګړنه په ځوانانو کې کمزوري ولې بايد قوي کړل شي.

د ځوان قشر اصلاح او سمون د ټولنې د سمون او برعکس د هغوی بېلاريتوب د ټولنې د نابودۍ لپاره بس دی.

په ځوان قشر کې ملي احساس بايد پياوړی او مسؤليتونو ته متوجه کړل شي تر څو په هر اړخيزه کچه د تضادونو او ټکرونو کچه راټيټه او کنټرول شي.

The Role of Youth in Resolving Social Conflicts and Problems

T.Asst. Qudratullahsaddiqi Shiekh Zayed University Faculty of Social Science (Department of Philosophy and Sociology)

As we know that youth are the backbone of the society, if the youth are equipped with knowledge and have access to modern knowledge, they can easily identify the causes of problems, conflicts and contradictions inform the people about the consequences.

Young people are considered to be the device and force of community mobilization, movement, development of nations and countries and prosperity. All the developments in the world are the result of the sacred feeling, strength and knowledge of the youth. The developed world pays close attention to the education and upbringing of young people. Because they have a lot of determination, strength and courage and can combat any kind, they can eradicate superstitions and all other things that cause insecurity in the society through knowledge and wisdom. So they have to take part in the issues.

اخځليکونه

۱ –  اچ ترنر ، جاناتان  ،(۱۳۷۸) . مفاهم و کاربردهاي جامعه شناسي  ،قم ، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمينی .ترجمه محمدفولادي و محمدعزيز بختياري

۲ –  آزاد برمکی، تقی ،(۱۳۷۶) . نظريه هاي جامعه شناسي ،تهران ، انتشارات سروش .

۳ – اصغر ، کيهان نيا ، (۱۳۷۷). ځوانان او واده ، ايران ، انتشارات مادر.

۴ – الجزايري  ، علامه ابوبکر ،(۱۳۹۵). منهاج المسلم ، جلال اباد، مومند خپرندویه ټولنه.د حفيظ الحق قاري زاده ژباړه.

۵ –  بارز،دکتورعابدين ،(۱۳۸۳) . مقدمه ای بر جامعه شناسي سياسي ،کابل ، انتشارات ميوند. 

۶ –  بيرو، آلن  ،(۱۳۷۵) . فرهنګ علوم اجتماعي ،تهران  ، انتشارات کيهان ، ترجمه باقر ساروخاني 

۷ – جيلاني پور ، حميد رضا ، (۱۳۸۸). نظريه هاي متاخر جامعه شناسي ، تهران ، انتشارات غزال.

۸ –  خامنه اي ،آيت الله  ،(۱۳۹۱) . بيانات جوانان  ،ايران ، انتشارات تهران . 

۹ – روستايار ، سيدعليشاه ،(۱۳۸۷). جهان بی انتها ، کابل، انتشارات بهيقي.

۱۰ –  سليمی، علی و داوری ، محمد ،(۱۳۸۰) . جامعه شناسي کجروي  ،قم ، انتشارات پژوهشکده حوزه و دانشگاه .

۱۱ – شفرز ، برنهارد ، (۱۳۸۳).مباني جامعه شناسی جوانان ، ايران ، انتشارات تهران، ترجمه کرامت راسخ.

۱۲ –  طبري ، احسان  ،(۱۳۹۶) . نوشته هاي فلسفي و اجتماعي ،ايران، انتشارات حزب توده ايران. چاپ سوم. 

۱۳ – عشرتی ، عبدالاحد ،(۱۳۸۶). جوانان و دست اود مدنيت ها ، پشاور ، انتشارات خاور.

۱۴ –  ګيدنز ، آنتوني ،(۱۳۸۲) . جامعه شناسي ،ايران ، انتشارات تهران ، ترجمه منوچهر صبوري .

۱۵ –  نذير، پوهندوی دادمحمد ،(۱۳۸۹) . مبادي علم حقوق ،کابل ، انتشارات رسالت ، جلد اول.

۱۶ – وثوقی ، منصور و نيک‌خلق، علی‌اکبر، (۱۳۷۱). مبانی جامعه‌شناسی، تهران، انتشارات خردمند.

1 COMMENT

  1. ډېره ښه ليکنه ده، خو چې په دغو دوو ټکو لږ غور وشي:
    ۱- conflict د لاتيني ژبې له confligere څخه اخيستل شوې.
    ۲- د ځوانانو ترڅنګ مو پېغله هم ياده کړې وای او د پېغلو پر ونډه مو هم بحث کړی وای. په انګليسي کې youth دواړو ته کارېږي، خو په پښتو کې به داسې نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب