جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ازادو سیالیو افغان لوبغاړي حقپرست امریکايي سیال مات کړ

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي حقپرست امریکايي سیال مات کړ

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي نصرت حقپرست د (UFC) د سیالیو په وروستۍ سیالۍ کې خپل ځواکمن امریکايي ته ماته ورکړه.

له امریکايي لوبغاړي لندن کوینونز سره د حقپرست سیالي د استرالیا په سډني ښار کې وه.

حقپرست، چې په جرمني کې اوسي، خپل بری د مراکش زلزله ځپلو کورنیو او افغانستان ته ډالۍ کړ.

ده د دې سیالۍ له درېیمې مرحلې او بري وروسته وویل: «مراکش لکه زما چې دوهم کور وي ځکه چې دې هیواد ما ته د یو مراکشي په توګه هرکلی ویلی. کله مې چې د زلزلې خبر واورېد، ټکان مې وخوړ. دا مبارزه د مراکش د زلزلې ټولو قربانیانو او البته خپل اصلي وطن افغانستان ته، چې ۴۰ کاله کېږي له جګړې کړېږي، ډالۍ کوم.»

دا د نصرت حقپرست پنځلسم بری و. ده په رسمي ډول تر دې دمه یوازې پنځه لوبې بایللې دي.

نوموړي به مخکې په خپل سیالیو کې هڅه کوله چې بریدونه ډېر وکړي، خو په دې وروستیو کې د خپلې لوبې دا بڼه یې بدله کړې ده او اوس هڅه کوي چې د برید دفاع او بیا برید وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب