جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمتقاعدجنرال میکنزي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل تېروتنه وه

متقاعدجنرال میکنزي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل تېروتنه وه

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو پخوانی عمومي قوماندان فرانک مکینزي وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل یوه لویه تېروتنه وه.

مکینزي، چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل د سقوط په مهال د سینټکام یا په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان و، فکس نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل:«باوري یم چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي او د وتلو د پرېکړې په اړه به د تاریخ قضاوت یوه مرګونې تېروتنه وي.»

جنرال میکنزي همداراز ویلي چې لا هم فکر کوي چې امریکا باید په افغانستان کې ځواکونه ولري.

متقاعد جنرال فرانک مکینزي د ۲۰۱۹ له مارچ څخه د ۲۰۲۲ تر اپریل پورې په منځني ختیځ کې د امریکا عمومي قوماندان و. د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې له کابله څخه د تخلیې تر ټولو ستر عملیات د ده تر څارنې لاندې وشول.

ده له افغانستان څخه د امریکا پر ګټو د حملې لپاره د داعش د ظرفیت د ودې په اړه د سنټکام د اوسني قوماندان ارزونه تایید کړه.

نوموړي ویلي، په دې ډیرخواشینی دی چې ولې د افغانستان جګړه ولې په دې ډول پای ورسیده.

خو دا په داسې حال کې ده چې سي این این د امریکا د دوو استخباراتي چارواکو په قول ویلي چې په افغانستان کې القاعده دومره کمزورې شوې چې نور امریکا ته خطر نه شي پېښولی او طالبانو تر ډېره د داعش ملا ماته کړې ده.

1 COMMENT

  1. اوس نو د هغه….. نه وروسته پلترۍ ګټه نلري! ستاسو باد دوه کاله مخکي وتلۍ غږ او بوي يى هم تر ټولي نړۍ رسيدلۍ. افسوس دهغو ساده زړيو افغانانو په حال چي ستاسو او دتوني بلير په غوړه ژبه او شمالي ټلوالې په منافقينو يي باور وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب