Homeخبرونهد ګردېز- زرمت سړک د پخولو چارې پیل شوې

د ګردېز- زرمت سړک د پخولو چارې پیل شوې

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز او زرمت ولسوالۍ ترمنځ د شل کیلو متره سړک د جوړول چارې پرون رسماً پیل شوې.

دا سړک، چې ټاکل شوې ده نهه متره سور به لري، د دوهم لاټ پر پخولو یې ۳۳۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي.  دا ګردېز – زرمت سړک د ڼولګټو چارو وزارت په پرمختیایي بودیجې د ایچکو سړک جوړونې شرکت له لوري جوړېږي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د ایچکو ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسوولان وایي، چې د ګردیز، زرمت سړک د پخولو چارې یې په دوو لاټونو کې په قرارداد اخیستلي، چې د ۵ کیلو متره کار یې پخوا بشپړ شوی همدارنګه په لومړي لاټ کې د ۵ کیلو متره سړک پخولو کار پیل شوی او په دوهم لاټ کې ۱۰ کیلو متره سړک به په ۳۳۷ میلیون افغانیو په راتلونکي کال کې پیل شي.

د یاد سړک د پخولو چارو د پرانیستلو په مراسمو کې د ټولګټو چارو وزرات تخنیکي او مسلکي مرستیال عبدالکریم فاتح ډاډ ورکړ، چې د دې پروژې چارې به په ښه کیفیت تر سره شي او ورکړل شوې بودیجه به د سړکونو په رغولو او جوړولو مصرف شي.

د سیمي یو شمېر قومي مشرانو د یاد سړک په پخولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د دې سړک په پخولو سره به یې ډېرې ستونزې حل او ګڼې اسانتیاوې به رامنځ ته شي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې د جمهوریت په مهال پر دغه سړک څو ځلې کار پیل شو خو طالبانو اجازه نه ورکوله چې هغه جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...