جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه کابل کې د مور او ماشوم روغتون افتتاح شو

په کابل کې د مور او ماشوم روغتون افتتاح شو

تاند (دوشنبې، د سنبلې ۲۰ مه) په کابل کې د «مور او ماشوم روغتون»، چې په ۲۹۶ میلیون افغانۍ جوړ شوی، پرون (یکشنبې) افتتاح شو.

دا روغتون د بیات خیریه موسسې او احسان الله بیات په پانګونه جوړ شوی دی.

د دغه روغتون په پرانستونکې دستوره (مراسم) کې د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د بیات تنسټ مشر احسان الله بیات او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې دا روغتون څلور پوړیزه ودانۍ لري او په هغې کې د ماشومانو او میندو د درملنې لپاره بشپړ امکانات شته.

د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد، چې په مراسمو کې حاضر و، وویل د (مور او ماشوم) روغتون جوړېدا به په هیواد کې د میندو او ماشومانو د مړینو له کمېدو سره مرسته وکړي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې تر نورو هیوادونو په زېږون ډېرې میندې مري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب