“ارام” او “حرام” دواړه صفتونه دي.
«ارام» د کرار، سکون او «حرام» د ناروا او منع شوي په معنا دی.
ارامول/ارامېدل، حرامېدل/حرامول ئې مصدرونه دي.
ارام د کرار، ارامي د کراري، ارامه، ارامي او کراره، کراري هم د يو و بل پر ځای استعمالېږي.
مثالونه ئې وګورئ!
ماشوم هيڅ ارام نه کوي.
حلال او حرام وپېژنه.
په حلاله دنيا، حرام مه ګډوئ!
ای زما د زړه ارامه راشه- راشه
سرو قده،ګل اندامه راشه- راشه
رحمان بابا
ته به بې غمه چېرته خوب کړې
پر ما حرام دي ياره عمر له خوبونه
ساقي پاڅه د سرو ميو ډک يو جام را
ستا له غمه ناارام يمه، ارام را
محمد هوتک
ستا د جنت لپاره خدايه دلته مړي کېږي
ساز حرام شوی، ډز حلال دی، ستا خو خيال دی کنه
جاويد شاه درمان
د دنيا چارې فاني دي، مرد هغه دی
چې نظر کا په حرام او په حلال څوک
رحمان بابا
د «نا» په ورستاړي «ناارام» ترې جوړېږي.
ناروغ ډېر ناارام دی.
ښځينه بڼه ئې «ارامه» ده.
عابده ډېره ارامه نجلۍ ده.
ارامه او خاموشه فضا ښه خوند کوي.
لوبه ډېره ورو او ارامه روانه ده.
د «حرام» ښځينه شکل «حرامه» ده.
پر حرامه لار راغلې دنيا پر حرامه لار ځي.
پر حرامه ګټه مه نازېږئ!