پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د ادرار رنګ مو د روغتیا په اړه څه وايي؟

د ادرار رنګ مو د روغتیا په اړه څه وايي؟

تاند- د انسان د ادرارو یا متیازو رنګ د ناروغیو په معلومولو کې مهم رول لري. په دې لیکنه کې په دې رڼا اچول کېږي چې کوم رنګ د څه شي نخښه کېدای شي.

ځینې وخت ممکن د ادارو رنګ د جدي روغتیايی ستونزو له کبله وي؛ لکه د وینې د کموالي، په ادرار سیستم کې سرطان، د تناسلې الې خونریزي، د ځینو درملو جانبي عوارض، د پښتورګو ستونزه، د ځیګر ناروغي او نور.

ډاکتران وايي چې د ادارو معاینه د ډیرو ناروغیو په ژر تشخیص کې مرسته کوي، له همدې کبله عموماً ناروغانو ته ویل کېږي چې د ادرارو لابراتواري معاینه وکړي.

ډیر روڼ رنګ

که د متیازو رنګ بیخي روڼ وي او لږ زیړوالی ونه لري، معنا یې دا ده چې تاسو تر اندازې زیاتې اوبه څښئ. په داسې حالت کې د اوبو اندازه یو څه کمه کړئ.

تېز او ټینګ زیړ رنګ

ټینګ زیړ رنګ په تېره بیا سهار مهال طبیعی دی. د شپې له لوري زموږ د ادرار غلظت زیاتیږي ځکه چې اوبه نه څښو. له همدې کبله باید حیرانه نه شو چې سهار مهال مو د متیازو رنګ ټینګ او تیز زیړ وي. د ورځې په اوږدو کې له خوراک او څښاک سره رنګ بدلیږي.

سوربخون یا نارنجي وزمه

دا ډول رنګ ممکن د بدن د اوبو د کموالي نخښه وي. یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ او انتظار وباسئ چې د ادرار رنګ مو بدلیږي او که نه. که بدل نه شو او تل یې رنګ همداسي و، بیا ښه ده چې ډاکتر ته ورشئ.

نارنجي رنګ

دا رنګ هم د اوبو د کموالي نخښه ګڼل کېدای شي او په لویانو کې کېدای شي د زبړي ناروغي وي.

څوک چې د ځیګر (زیړي) ناروغي ولري ممکن فاضله مواد یې هم کمرنګه وي. د دې ترڅنګ خوا یې ډیره ګرځي او ستوماني احساسوي.

نسواري رنګ

نسواري رنګ کېدای شي د (میتانید ازول) په شان د ځینو درملو د خوړولو له کبله وي.

د اوبو کموالی یا د ځینو بوټو او میوو خوراک هم د میتیازو رنګ نسواري کوي.

پر دې سربېره د ادرار نسواري رنګ د ځیګر ناروغي یوه څرګنده نخښه ګڼل کېږي او عموماً توربخونه ښکاري.

حتي کېدای شي ادرار د کوکاکولا په شان ټینګ وي او دا د هیپایټ او سیروز (زیړي) نخښې دي.

کمزنګه ګلابي یا سور

ډیر خلک چې کله وویني چې د متیازو رنګ یې سور یا شیرچايي (ګلابي) شوی وارخطا شي خو حتماً دا رنګ د ناروغۍ د خطر نخښه نه ده.

د ځینو خوراکونو لکه جغوندرو (لب لبو) او پیشۍ (رواش) له کبله هم د متیازو رنګ ګلابي او سور کیږي.

خو که داسې کوم شی مو نه وي خوړلي او بیا مو هم د متیازو رنګ ګلابي یا سور دی، لازمه ده چې لابراتواري معاینه وکړئ. دا کېدای شي د پروسټیټ د غټېدو، د پوښتورګي د ډبرې، د پوښتورګي د سرطان، او د بډوګي د سرطان له کبله وي.

زرغون بخونه

ښايي ډیرو ته عجبه ښکاره شي خو ځینې وخت متیازې زرغونې ښکاري او دلیل یې دا وي چې پالک او نورې سبزیانې مو خوړلې وي. خو ځینې وخت دا رنګ د جدي باکتریايي ناروغیو نخښه وي.

شین رنګ

ځینې خوراکونه او درمل د ادرار رنګ ابي یا شین رنګه کولی شي. خو داسې ډېر کم کېږي. په ډیرو مواردو کې شین رنګې متیازې د ارثي میتابولیکي اختلال له کبله وي.

کمرنګه بانجاني

د یوې نادرې ناروغۍ له کبله د ادرار رنګ بانجاني کېږي. دا ناروغي د ادرار د کڅوړې سیندروم بلل کېږي. دا ستونزه عموماً په هغو ښځو کې پیدا کېږي چې قبضیت لري او همداراز د هغو کسانو د ادرار رنګ بانجاني کېږي چې د ادرار په سیستم یا جهاز کې باکتریايي عفونت لري.

سپین رنګه

د ځینو معدني موادو ډیر استعمال د ادرار رنګ د شیدو په شان سپینوي او داسې ښکاري چې کلیسم او فاسفورس یې علت وي. پر دې سربېره د ادرار په سیستم کې تر اندازې د زیات پروتین موجودیت هم کېدای شي د متیازو رنګ سپین کړي.

ځګن

له ځګه ډکې متیازې د یورتیکولیټ په نوم د یوې جدي روغتیايي ستونزې او کورنیکې ناروغۍ نخښه وي.

څه وخت باید ډاکتر ته لاړ شو؟

ښه خو دا ده چې که مو د ادرار په رنګ کې هر کله بدلون راغی او خصوصاً که څو ورځې یې دوام وکړ، له ډاکتر سره مشوره وکړئ.

خو که مو په ادرار کې مو وینه وي او یا نارنجي رنګه وي نو ممکن د پوښتورګي ستونزه وي، په داسې حال کې خامخا ډاکتر ته لاړ شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب