پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو او پاکستان په خبرو کې د تورخم په خلاصون کې...

د طالبانو او پاکستان په خبرو کې د تورخم په خلاصون کې پرمختګ ونه شو

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) له هغې ژمنې سره سره چې پرون د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه شوې وه، دا لار نن هم بنده ده او راپورونه وايي چې د دواړو خواوو خبرو نتیجه نه ده ورکړې.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې پرون (یکشنبه) یې له پاکستاني چارواکو سره وکتل او په لړ کې یې پاکستاني لوري ومنله چې لومړی ډزې دوی کړې وې او دروازه هم دوی تړلې ده.

پرون د طالبانو او پاکستان له کتنې خبرو سرچینو تاند ته وویل چې پاکستان ژمنه کړې چې د دوشنبې په ورځ (نن) به دروازه پرانیزي خو داسې ښکاري چې خبرو نتیجه نه ده ورکړې.

د پاکستان حکومت تراوسه پورې له طالبانو سره د خپلو خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

یوې طالب سرچینې تاند ته وویل چې په پرونیو خبرو کې یې پاکستاني لوري ته وویل چې دوی خپله پخوانۍ پوسته بیارغوي او پر دې موضوع د پاکستان اعتراض نه مني.

ویل کېږي چې جګړه هم په همدې موضوع پیل شوې وه.

سرچینه زیاتوي، پاکستان په پرونیو خبرو کې حاضر شو چې طالبان دې زړه پوسته ورغوي خو نوې دې نه جوړوي.

که څه هم دواړو خواوو ټینګار کړی چې ستونزې به په خبرو حل کوي خو تراوسه څرګنده نه ده چې ایا دواړه خواوې نن هم د اختلاف د حل کولو لپاره خبرو ته دوام ورکوي او که خبرې یو مخ ناکامه شوې دي.

باور کیږي چې پاکستان د جترال او نورو بریدونو په خاطر اغواړي چې د تورخم لارې د بندولو په ذریعه افغانستان تر فشار لاندې راولي څو افغان طالبان له هغه نفوذه، چې په پاکستاني طالبانو کې یې لري، کار واخلي او هغو ید جګړې بس کولو ته وهڅوي.

د تورخم لارې د بندیدو له کبله افغان سوداګرو د میلیونونو ډالرو تاوان کړی دی. پاکستان په تېرو کلونو کې هم پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره د میوو د صادراتو په مهال خپلې لارې بندې کړي دي.

1 COMMENT

  1. پاکستان غواړی ترڅو افغانان د اوسني نظام پرضد پورته کولو ته وهڅوی او امریکا بیا پدې برخه مالی مرستی ته وهڅوی، یوه خبره بله چې زه باید زیاده کړم کله چې د افغانستان د ټولګټو وزارت د سالنګ لاره بنده کړه نو پاکستان د چترال موضوع مهندسی پلان په اساس را پورته کړه او دلته یی د تورخم برید مخته راوړ او ورسره هم مهاله د افغانستان سفیر هم احضار کړ، چترال د واخان بندر غوښتلو پخاطر او تورخم یی د ډیورنډ کرښی د رسمیت پیژندلو لپاره وو او لاره بندیدل یی اقتصادی فشار وو چې دا ډول کارونه یی د اشرف غنی وخت کې هم کړی مګر غنی وویل چې پاکستان فکر کوی زه به د تورخم دروازه پخاطر په ننواتی ورشم مګر دا فکر غلط ده ځکه موږ نوري بدیلي لاري لرو چې بیا غنی د پاکستان پرځای له چین او اروپا سره هوایی دهلیز پرانست او له هند سره راکړه ورکړه په چابهار ایران له لاري مخته یوړه.
    اوسنې نظام باید د پاکستان په وړاندې د ډبرو سکرو باندې نرخ او تعرفه لوړه کړی او خپل مهالونه چې پاکستان ویل چې له ګاونډیو سره راتلوونکې کې جنس په جنس باندي راکړه ورکړه کوو باید اوسنې نظام بیا فکر وکړی ځکه پخوا هم ما ویلی وو چې باید پاکستان سره زموږ راکړه ورکړه په ډالرو شي کچیری زموږ څخه راتلوونکې څه شي اخلی باید ډالر راکړی ترڅو زموږ هیواد کې ډالر زیات او د افغانۍ ارزښت لوړ شي او کله چې پاکستان خپل توکي یا اجناس ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان ته لیږل باید ورته ستونزی پیدا شي ترڅو زموږ له زړه خبر شي ځکه همدا اوس زموږ هر سوداګر د ورځی یو میلیون ډالر تاوان کوي اوس د دوی تاوان کوم چارواکي یا دولت ورکوی
    موږ تل د سوداګیری وزارت یا بهرنیو چارو وزارت څخه داسې اعلامیه خپره کړی چې د تجار او ولس زړه یي مات کړی ځکه دوی تل پاکستان ځان کم راوستی او محتاج ښودلی مګر موږ باید پرته له پاکستان بدیله لاره پیدا کړو، همدا سناریو د کرزی وخت کې هم کیده چې کله به ستونزه پیدا شوه نو تورخم او غلام خان او سپین بولد لاره به یی بنده کړی بیا کرزی سوال او زاری ورته کولي، چې اوس هم په همغه پالیسی روان یو مګر اشرف غنی یوځل هم ورته ونه ویل چې لاره خلاصه کړه هرځل چې بنده کړه ورته وو به یی ویل چې د تل لپاره یی بنده کړه بیابه د پښتونخوا مشران په جرګه را خوشی وو ننواتی به یی کولی چې له موږ (پنجابه) غلطی شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب