پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سبا«چهارشنبه»پيلېږي

د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لوبلړۍ سبا«چهارشنبه»پيلېږي

تاند ( سه شنبه ـ د سنبلې ۲۷مه) د افغانستان او سویلي افريقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ سبا سې شنبه د سپتمبر په ۱۸مه پيلېږي.

په دې لوبلړۍ کې ۳ لوبې کېږي، چې کوبه توب یې افغانستان کوي.

د دې لوبو لومړۍ لوبه سبا د متحده عربي اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د مازیګر په ۴:۳۰ بجو ترسره کېږي.

دغه راز دوهمه لوبه بیا د را روانې جمعې په ورځ، درېیمه د راروانې یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.

د افغان لوبډلې نوملړ:

حشمت شهيدي، رياض حسن، عبدالمالک، رحمن الله ګربز، رحمت شاه، درويش رسولي، اکرام عليخېل، ګلبدين نايب، محمدنبي، عظمت عمرزی، راشد خان، ننګيال خروټی، الله محمد غضنفر، فضل الحق فاروقي، فريد ملک، بلا سميع او نويد ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې په دې نوملړ کې شامل دي.

د سویلي افریقا پر وړاندې ۵۰ اوره لوبو ته افغان لوبډله اعلان شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب