پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهفرانسوي چارواکي؛ د افغانې تِکواندوکارې مرضیه حمیدي ګواښونه څېړي

فرانسوي چارواکي؛ د افغانې تِکواندوکارې مرضیه حمیدي ګواښونه څېړي

تاند ( سه شنبه ـ د سنبلې ۲۷مه) د فرانسې چارواکي وایي وايي، افغانې تکواندو کارې مرضیه حمدي ته شوي د مرګ ګواښونه څېړي.

مرضيه حمیدي چې په ۲۰۲۱ کال کې فرانسې ته کډواله شوې ادعا کوي چې، په ټولنیزو رسنیو کې  مرګ، تجاوز او نور ځورونو ګواښل شوې ده.

حمیدي فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي، چې غواړي هغه کسان وپېژندل شي او محاکمه شي کوم چې دې ته ګواښونه کوي.

د پلازمېنې پاریس څارنوالانو د سنبلې په ۲۶مه ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو د متخصصانو یوې ډلې په‌دې تړاو څېړنې پيل کړي.

د حمیدي مدافع وکیل وایي، پولیسو تر نامعلومې د مرضیه حمیدي امنیتي تدابیر نیولي او هیله مندي ښيي، چې حمیدي ته ګواښ کوونکي کساب به ژر وپېژندل شي.

افغانې تکواندوکارې مرضيې حمیدي غوښتل د پاریس المپیک په لوبو کې د افغانستان په استازولۍ ګډون وکړي، خو په خپل وزن کې بریالۍ نه‌شوه.

نوموړې وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې تر سختې نیوکې لاندې راغله که چې هغې په یوه وېډیویي کلپ کې د افغان کرکټ پر لوبغاړو په ځانګړي ډول پر راشدخان نیوکه وکړه او وې ویلې، چې هغه ملي اتل نه دی.

د ټولنیزو رسنیو افغان کارکوونکو هم د مرضیه حمیدي له ویډیويي کلپ لیدو وروسته هغې ته توند سخت الفاظ وکارول او د افغان کرکټ ملي لوبډلې ننګه یې وکړه.

دوی وایي هر هغه څوک چې د ملي لوبډلې خلاف د شخصي عقدې پراساس نیوکه کوي دوی ته د منلو نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب