یکشنبه, اکتوبر 13, 2024
Home+د کندز زوړ ښار 

د کندز زوړ ښار 

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
د راتلونکې اوونۍ په لیکنه کې به د کندز د نوي ښار په هکله ولولئ.


کله چې د میرانو زورواکي ختمه شوه او قطغن او بدخشان له داخلي جګړو وژغورل شول، ظاهرا نسبي ارامي راغله چې نه د میرانو مطلق العناني وه، نه د میرانو په خپلو منځونو کې جنګونه خو د حکومتونو د بې پروایي له امله د خلکو ژوند هماغسې تریخ و. نه نهرونو ته توجه کېده، نه شاړو بنجرو ته. هر پلو به د خپلسرو اوبو له امله ډنډونه ولاړ وو چې د ملاریا غوماشې یې وزېږولې. د کندز د زاړه ښار شاوخوا ډېره برخه د کانو او لوخو ځنګلونو لاندې کړې وه چې د زمریانو، وحشي خوګانو او نورو وحشي حیواناتو ځایونه ترې جوړ شوي وو. تجارت په ټپه درېدلی و او د کار و مزد خبرې د هېر کړي خوب بڼه لرله. غله او داړه ماران ډېر شول. قافلې په ګرانه منزل ته رسېدې. سپین ږیرو به کیسه کوله، ویل به یې چې کله به موږ له کندزه خان اباد ته تلو نو تر خان اباده پورې تګ د رستم غوندې له اووو خنډونو تېرېدل غوښتل. صبر به مو کاوه چې ګڼ مسلح کسان یو د بل په بدرګه وخوځېږو، بیا به مو د کندز د دورې ډاګ ته ځانونه ورسول، په دښته، دښته به خان اباد ته ورکوزېدو، ځکه چې نېغه لار د وحشي ځناورو په واک کې وه.

 د هغه وخت کندز د زاړه بالاحصار په سهیلي خوا کې یوازې څو زاړه کورونه او څو د خټو دوکانونه وو. د دغو پنځو، شپږو دایمي دوکانونو خوا ته به د بازار په ورځ په خس کپو کې موقتي دوکانونه هم جوړېدل او د شاوخوا کلیو ځینې خلک به سود سودا ته راتلل. نور هیڅ نه وو. کلي له یو بله ډېر لرې سره پراته وو، ځکه چې یو د ډنډونو او ځنګلونو له امله وچه مځکه ځای ځای پاته شوې وه او بل موجب یې د نفوسو لږوالی و. ګومان نه کوم د کندز په درسته علاقه کې به د لویو او وړو شمېر ترشل زره رسېدلی وای. داسې نه وو لکه دا اوس چې له کندزه تر خان اباده پورې پراته کلي د یو بل اواز سره اوري.

زوړ کندز چې مې د ماشومتوب په خاطرو کې پاتې دی، د مځکې په مخ یې دېر څه نه لرل اود تېرو زمانو د ابادۍ آثار یې تر ډېرو خاورو لاندې پټ پراته وو. بالاحصار صرف دوه سره نژدې غونډۍ وې چې یوازې د پخو خښتو ټوټو یې د یوه زاړه عظمت شاهدي ورکوله.البته، د تیموریانو د دورې دوې نخښې لا روغې پاته وې چې یوه یې د بالاحصار سهیلي ډډې ته په کابو یو کیلومتري فاصله کې د (ساقي بایي) د مدرسې ګومبزې او دېوالونه وو، بل یو پوخ تالاب چې په سر یې پخې ګومبزې سیوری کاوه. دغه د تالاب خواته د حاجي شهید قبر دی. اوس دې سیمې ته د حاجي شهید زیارت وایي.

د کندز د زاړه بازار اوسېدونکي که ډېر وو نو سل، دوه سوه کورونه به وو. که څه هم ښه ورځ یې لږ لیدلې وه خو زاړه کندزیان ډېر ښه خلک وو. له هر چا سره یې په مینه راشه درشه کوله. نرم خویه او بې عقدې خلک معلومېدل، یاري دوستي یې ښه پاله له، د هر چا لحاظ خاطر یې کاوه، پېژندویې سترګې یې ژر نه هېرولې. د کندز په بزازانو او چای فروشانو کې یو نیم اوس هم د پخوانو کندزیانو د اولادې دی.

د کندز د زاړه بازار اکثره اوسېدونکي فارسي ژبي ول. د شاوخوا کلیو اوسېدونکي اوزبیک، چارایماق،زاخېل، اتمانزي، ناصر، خروټي، لودین، عمر خېل او د تګاب او لغمان د خوا پښتانه ول چې له ډېر پخوا څخه دلته اوسېدل. په وروستیو کلونو کې پښتانه، تاجیک، اوزبک او ترکمن نور هم له یوې بلې خوا ورته راکډه شول. له بلې خوا توالد او تناسل هم طبعا د وګړیو شمېر یو په څو کړی دی. که ووایم چې د کندز د شاوخوا کلیو نفوس لس یا شل چنده زیات شوی دی، مبالغه به نه وي.

په خان اباد کې د قطغن لومړنی مکتب – تاند (taand.net)

2 COMMENTS

  1. د پسرلي صاحب په خوږه ژبه او خواږه نثر دغه معلومات په زړه پوري دي. هیله ده چې ژر تر ژر یې خپاره کړئ او بیا په کتابي پنه هم خپاره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب