یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد وړیا او اضافي اوبو د امتیاز اخیستو هڅه؛ ایران د افغان...

د وړیا او اضافي اوبو د امتیاز اخیستو هڅه؛ ایران د افغان کډوالو د اعدام موضوع بحث کوي

تاند: (دوشنبه، د وږي ۱۲ مه )  په کابل کې د طالبانو د حاکم رژیم چارواکي وایي، چې ایران ورسره په دغه هېواد کې د اعدام پر سزا د محکومو افغانانو پر مسئلې د بحث لړۍ پيلوي.

د طالبانو د بهرنیوچارو د وزیر ملا امیرخان متقي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشرله ځانګړي استازي او سرپرست سفیر ورسره د نورو مسلو ترڅنګ په هغه هیواد کې د په اعدام محکوم شویو افغانانو پرمسلې خبرې کړي دي.

 د ملا متقي ویاند حافظ ضیا احمد په ایران کې پر اعدام د محکوم شویو افغانانو په اړه نور جزییات ندي ورکړي.

 په تهران کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو ټاکل شوي شارژدافېر فضل محمد حقاني تیره اونۍ   ویلي وو، چې په هغو سلګونو افغانانو کې چې تراوسه له ایران څخه افغانستان ته لیږدول شوي، هیڅ یو په اعدام محکوم شوی افغان بندي خپل هیواد ته ندی لیږدول شوی.

له دې سره یو شمېر شنونکي باور لري، چې ایران د اعدام په سزا د محکومو او نورو بندي افغانانو د موضوع له را پورته کولو سره هڅه کوي، چې طالب چارواکي فشار لاندې ونیسي او له افغانستان څخه وړیا او اضافي اوبه یوسي.

ایراني چارواکو له څه مودې راهیسې ادعا لرله، چې د طالبانو رژیم له هلمند سېند څخه د دوی د اوبو حق نه دی ورکړی، خو وروسته یې استولي تخنیکي پلاوي د طالب چارواکو خبره تایید کړه، چې اوبه قصداً پرې کمې شوې نه دي او په هلمند سېند کې د اوبو کمیدل د لږو اوبو د ور پرېښودو دلیل دی.

له دې سره، ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې هره میاشت دې له دغه سېنده د څارنې اجازه ورکړل شي، چې ویل کیږي طالب چارواکي ورسره موافق نه دي.

د ځینو شنونکو په باور، ایراني چارواکي د طالبانو د رژیم له نه رسمیت لرلو په استفادې هڅه کوي له دوی سره ځينې ناندریز مسایل بحث او په مختلفو بڼو ترې وړیا امتیازات یوسي.

په وروستیو کې له ایران څخه افغان د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ د چټکولو او ورسره د ناوړه چلند خبرونه هم زیات شوي.

تازه راپورونه څرګندوي، چې ایران تر ۶ زرو پورې افغان بندیان لري.

که څه هم وخت په وخت طالبانو ته د یو شمېر بندیانو د سپارلو خبرونه خپریږي، خو نور راپورونه څرګندوي چې تر هغه څو چنده ډېر نور افغانان د ایراني پولیسو لخوا بندیانیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب