یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد طالبانو خلاف د مقاومت او ازادۍ جبهو د بریدونو ادعاوې بیا...

د طالبانو خلاف د مقاومت او ازادۍ جبهو د بریدونو ادعاوې بیا زیاتې شوي

تاند: (دوشنبه، د وږي ۱۲ مه) په وروستیو ورځو کې د طالبانو پر ضد د دوو جنګیدونکو ډلو (مقاومت ملي جبهې او ازادۍ جبهې) په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو خلاف د بریدونو او ورته د مرګ ژوبلې ادعاوې کړې دي.

د طالبانو ویاندویان په قطعي ډول د دوی پر ضد د وسله والو ډلو فزیکي موجودیت ردوي او تور لګوي، چې د دوی خلاف د وسله وال مخالفت ادعاوې یوازې تبلیغاتي بڼه لري.

له دې سره، په وروستیو کې د طالبانو لخوا د خبریالانو نیول او د رسنیو سانسورول زیات شوي، چې کره او بې پرې اطلاعاتو ته لاسرسی ورسره ستونزمن شوی.

ډیر خلک تاییدوي چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې امنیت ښه شوی، او جګړې پای ته رسیدلي دي.

تراوسه پورې د کومې سیمې اوسیدونکو نه دي ویلي چې هلته دې جګړه پېښه شوې وي او د طالبانو د وسله والو مخالفانو ادعا تایید کړي.

 مخکې د طالبانو مخالفو ډلو تر ډېره په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د وسله والو فعالیتونو ادعاوې کولې، خو په وروستیو کې د ازادۍ جبهه په کندهار، لغمان او پلازمېنه کابل کې هم د طالبانو خلاف د بریدونو ادعاوې کوي.

د طالبانو چارواکي، چې خپل رژیم اسلامي نظام او مشر یې د ټولو مسلمانانو امیر بولي، وایي خلک دې د رعیت په توګه اطاعت ورڅخه وکړي او که نیوکه یا مخالفت یې کوي، د باغیانو په نوم به وژل کیږي او ځپل کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب