یکشنبه, مې 5, 2024
Home+زموږ د مهاجرت وختونه | سراج احمد حبیبي

زموږ د مهاجرت وختونه | سراج احمد حبیبي

د نورو ډېری پښتنو په څېر زما د زوکړې نېټه هم نه ده معلومه، په تذکره کې مې پلار په خپل قلم (۱۳۶۵) کال زما د زوکړې کال لیکلی دی، خو د تذکرې مامور چې کله زما قوارې ته کتلي، د پلار پر لیک مې یې خط راکش کړی دی او لیکلي یې دي چې: «نظر به رویت ظاهری (۱۷ هفده) ساله ۱۳۸۳ تعین گردیده»

کله کله مې چې له پلار نه د خپلې زوکړې د نېټې په اړه پوښتنه کوم، نو کله دی تر ما نه یو دوه کاله مشر شي او کله زه ترې.

په همدې ډول سره زما د نورو وروڼو او خویندو د زوکړې نېټه هم دقیقه څرګنده نه ده.

مړی دې خدای نه را پکې پېښوي، که چېرې پېښ شو، کېدای شي له خوشحالۍ نه یې هم کوم یو آن پر خپل تندي د مړينه نېټه وليکي؛ ځکه پر پښتنو خو هغه وخت د اختر ورځ وي، چې له چا نه میراث ورپاتې شي.

ښايي همدغه علت وي چې تر اوسه زموږ په کور کې هیچا د خپلې زوکړې ورځ نه ده لمانځلې او نه نورو له دې سره څه مینه ښودلې ده، چې د چا د زوکړې په پار دې د ګلونو ګېډۍ ور ډالۍ کړي.

دا وي چې، د خپلې زوکړې نېټه خپله د چا په یاد نه پاتې کېږي، ګني زه چې خپلې حافظې ته ګورم، باید په یاد مې وای، ځکه زما آن د خپل ډېر ماشومتوب کیسې هم په یاد دي.

دا اوس مې یې هم په زړه کې یوې خاطرې غزونې وکړې، هغه خاطره دا وه چې یو وخت کې زموږ کور په خوست کې ؤ، د کور مخې ته مو یوه ویاله تېره وه، زموږ پلار له بازار نه د خپل حزب اسلامي په ډاټسن کې کور ته اوړه راوړي وو، پلار مې او هغه د ده موټروان دواړه د ډاټسنې باډۍ ته ورپورته شول چې اوړه راکوز کړي، زه هم له دوی نه پټ د ډاټسنې سېټ ته ور پورته شوم، هغوی چې څو د اوړو د بوجۍ را اخیستلو ته ځان چمتو کاوه، ما موټر ته حرکت ورکړ، هغوی دواړه د موټر د جېټکې له امله په باډۍ کې ولوېدل او موټر ایله هغو ویالې را تم کړ.

له خوست نه وړاندې زموږ کور په میرامشا کې و، هلته مو په مچسو کې د یوه لوی غره پر سر کور ؤ، دا کور مو پلار پخپلو پيسو اخیستی ؤ، شاوخوا یې زموږ د پلار د ماماخیلو کورونه وو، له هغوی سره مو ډېرې ښې اړیکې درلودې، ډېری وخت به زه د دوی یا د دوی واړه زموږ کره پراته وو.

 له بده مرغه چې دا روزي زموږ د پلار د مشر ماما له لوري په لغته ووهل شوه او د لومړي ځل لپاره هغه وطن ته د راتګ لپاره زړه ښه کړ او په هغه نورو ګونډیانو کې یې هم شکست ګډ کړ، که چېرې هغه وطن ته زړه نه وای راښه کړی، کېدای شي نن وخت موږ هم د نورو افغان مهاجرو غوندې شناختي کارډونه پیدا کړي واي او په پاکستان کې د ښې آرګاه بارګاه څښتنان شوي وای؛ که نور هیڅ نه وای، انګلیسي، اردو او کمپیوتر خو به مو ښه پکې زده کړی وای او د افغانستان د دې جنګ، جګړو، تربګنیو او ورور وژنو څخه خو به مو غوږونه په قرار وای.

که څه هم هلته په آخرو وختونو کې زموږ ژوند هم له ګواښ سره مخامخ ؤ، آن خوست ته د راتګ په آخره ورځ خو مو کور غلو هم وواهه، هغه هم داسې غلو وواهه چې ښه پېژندوی او زموږ ګاونډیان ؤ، همدا پېژندګلوي او ګاونډیتوب مو د دې لامل شو چې زموږ مور هغې بوډۍ ته چې دوی زموږ د کور د څارنې لپاره رالېږلې وه، زموږ د کور ټول قیمتي شیان او صندوقونه ور په ګوته کړي.

ځکه دا بوډۍ په هغه وخت کې زموږ کور ته راغلې وه، چې زموږ مور د کور سامان آلات ټولول او خوست ته د مهاجرت لپاره یې چمتو والی نیوه، بوډۍ هم ټینګه ورته متوجه شوې وه او هغه قیمتي توکي او پيسې یې چې په کوم صندوق کې ایښي وو، هماغه صندوق یې غلو ته ورپه ګوته کړی ؤ، غله چې کله ماښام زموږ کورته راولوېدل، هماغه صندوق یې له ځان سره پورته کړ چې زموږ مور پکې پيسې، ټوپک او نور قیمتي شیان خوندي کړي وو.

خوست ته چې کله راغلو، هلته مو هم ژوند تر پاکستان نه لا ښه تېرېده، ځکه یو خو د خوست خلک خپله هم ښه مېړني او پښتانه خلک وو او دي او بل زموږ پلار هم په هغه وخت کې ښه روب او داب پکې درلود، د خلکو یو څه سترګه هم ترې کېده.

ځکه دی په هغه وخت کې د حزب اسلامي مالي مسؤول ؤ، هم به یې د پیسو له خوا جیبونه ډک وو او هم به ګڼ نظامي باډي کارډان پسې روان ؤ، زور او زر دواړه د ده په لاس کې وو.

دغو زور او زر خو بیا هلته بېخي نور هم پسې کش پیدا کړ، چې کله خوست فتحه شو؛ د خوست فتحه د حزب اسلامي لپاره داسې وه لکه د ټول افغانستان فتحه؛ ځکه دوی په ډېرو آرامو اعصابو وکولای شول چې د  ټول هېواد له جبهاتو څخه خوست ته خپل نظامي سامان آلات راولېږدوي او په راتلونکې کې د نورو ولایاتو د سقوط لپاره په خوست کې خپل ځان اکمال کړي. همدا لامل ؤ چې د خوست فتحه حزب اسلامي په ډېرو شاندارو مراسمو سره ولمانځه؛ آن چې موږ غوندې وړو ماشومانو ته هم پکې د ترانو ویلو موقع په لاس راغله، موږ هم پکې په خپل داوودي غږ دا ترانه وویله چې:

نجیبه! اول دې نه منل د خدای حکمونه

په ګونډو شولې

اوس دې نه قبلېږي سوال زاري

په سلګو شولې

دا ترانه خو لا هغه وخت هم زموږ پر خولو جاري وه چې موږ خپلې سیمې وردګو ته راګډه شوو، په هغه وخت کې په وردګو کې د حزب اسلامي حکومت نه ؤ، نور بېلابېل تنظیمونه د حزب اسلامي په شمول په کې ښکته پورته کېدل، کله به یوه سیمه د یوه تنظیم تر ولکې لاندې وه او کله د بل.

2 COMMENTS

  1. ۱ – حقپال ورور ته دی وویل سی چی حبیبی صاحب د خپل مهاجرت یوه وړوکی خاطره بیان کړی ده ، کومه پیچلی مسئله نه ده چی مثلاً لوستونکی ئی په مقصد پوه نه سی.
    ۲ – د مهاجرت په فضاء ( هغه هم پښتنی پاکستان کی چی د پښتو نیمه برخه ئی د اُردو او انګلیسی اصطلاحاتو څخه تشکیله سویده) ښاغلی حبیبی ډیره خوږه او اصولی او سمه پښتو لیکلی ده چی د نورو بریالیتوبونو هیله ور ته لرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب