شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد طالبانو امربالمعروف وزیر: د نړۍ ټول مسلمانان زموږ د ملاتړ مسوولیت...

د طالبانو امربالمعروف وزیر: د نړۍ ټول مسلمانان زموږ د ملاتړ مسوولیت لري

تاند: (دوشنبه، د وږي ۱۲ مه )  د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر شېخ خالد حنفي کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان له راغلي پلاوي غوښتي، چې د نړۍ ټول مسلمانان دې په افغانستان کې د دوی له رژیم څخه، چې ده اسلامي نظام ګڼلی، ملاتړ ته وهڅوي.

د هغه په باور، د دوی د رژیم ملاتړ د نړۍ د ټولو مسلمانانو مسوولیت دی.

طالب وزیر نه دي ویلي، چې د نړۍ له مسلمانانو څه ډول مرسته او ملاتړ غواړي.

د نوموړي دفتر نه دي ویلي، چې د راغلي پلاوي غړو د حنفي څرګندونو ته څه غبرګون ښودلی.

ویل شوي په دغه پلاوي کې د سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا او یو شمېر نورو هېوادونو علما شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون د نړۍ د مسلمانانو بېلابېلو سازمانونو او د هېوادونو مشرانو له طالبانو غوښتي، څو د اسلامي شریعت د تطبیق په نوم له سخت دریځو کړنو؛ په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له ځپونکو عملونو لاس واخلي، خو طالبانو غاړه نه ده ورته اېښې.

7 COMMENTS

  1. یی تاسی دخرتوب او غولامی مولاتړی وکړو
    یی تاسی دو ظلم او ویحشت مولاتړی وکړو
    بی شورمه خلکو

  2. دا ستاسی خبر داسی معنا ورکوې چی انسان باید د حیوان تابع شی ستاسی دحکومت تګلاره د انسانیت تکلاره نه بلکه د حیوانیت تګلاره ده نو ځنګه د دنیا څپثلی مسلمانان د حیوانیت دلاری ملا تړ وکړی ایا تاسو ټول مسلمانان په خپله هینداره کښی ګوری تاسو خو دانساتیت دشمنان دتعلیم دشمنان د افغان ملت دشمنان یاست او یو نااهله په سوری کی پټ ځناور ستاسو رهبر ده د دنیا مسلمانان څنګه دیو نالیدل شوی بوتل ملاتړ وکړی ایا که هغه خینزیر وی بیا د نړی مسلمان به څه ځواب لری !

  3. د لوده زویه ته خو هر وخت غول خورې او دیني دیکتاتوري د خپل حمارت لپاره مخته اچوې ، انسانان په مکمل ډول سره تر خپل کنترول راولې او ازادي یې صلبه وې نو ته څه فکر کوې چې نور اسلام پال به هم ستاسو له جاهلې کړنلارې سره مرسته وکړي ؟؟ زه وایم نه نه ! ستاسو څخه خپل او پردی ټول بیزاره دي !!

  4. اوس امر بالمعروف ته هیڅ اړتیا نشته باید دا وزارت دی او که ډله باید ختمه شي. مونږ شکر ټول سل فیصده مسلمانان یو او هر افغان د طالب نه په دین کې زیاته زده کړه او پوهه لري. یو جاهل، بې علمه او حتی د دینه ناخبر تش په نوم طالب چې قران او حدیث هم یاد نلري یواځې د کوم بې علمه او جاهل استاد نه یې د فتاوې قصې اوریدلې وي ځان اصلي مسلمان ګڼي او نور کافر او بیا وایي خلک دې موږ په رسمیت وپیژني.
    یا دې اعلان وکړي چې ټول افغانستان جومات دی لوڅې پښې پکې ګرځئ.

  5. خالد جانه
    صحیح ده تاسی پر نورو حق لری خو اُمت او بشریت هم پر تاسی حقونه لری ، دا به ډیر خام او طفلانه روش وی چي تل ځان ستاینه کوی؛ پریږدی چي دا ستاینه ملت ، اُمت او سالم بشریت یی
    وکړی ،خو مع الاسف ټول درنه فاصله لری، اول فاصلی لنډی کړی ، ځان دِ ملت او اُمت سره متجانس کړی بیا توقعات مطرح کړی ځکه په علم ، تجربه، خدمت او تقوی کی تقریباََ خالې لاس یاستی ؛ یواځې ګیره ، پټکئ او ملت ډبول اسلام ندی له تاریخ او متخصصینو اسلامی حکومت ، چلند حتی مسئولیت د حیواناتو په وړاندی ، خدمت خلق الله ، ښوونه او روزنه او د اوسنی انسان ضرورتونه او
    نور هغه خدمات چي نورو په نامه حکومتونو ندی کړی هغه راژوندی کړی ؛ ورنه دا دوه فیصده ، طالبی حکومت دِ دی حق نلری چي ملت او اُمت باندی ځان تحمیل کړی تر څو خُلق او کردار یی دِ
    قُرآن خوږ خوند او خوشبویی ونلری ، بلکی هندو ستړی ، خدای ناراضه
    او دا هم په یاد ولره چي ملت او اُمت نور په توصیو ستړی ښکاری که اول ځان وپیژنۍ دا به لوی علم
    وی بیا مسیر دِ ژوند تعینولی شی او دِ مومن ژوند لوبی ندی ؛ نه لوبول کیږی او نه پر نورو لوبې کوی
    و ما علینا الا البلاغ

  6. خالد حنفی ساب!
    اصلاً بله پوښتنه :
    آیا د نورو اسلامی هیوادونو وګړی مسلمانان دی؟
    که هو
    نو
    ولی ستاسی په ډول نظامونه نلری؟
    او
    که مسلمانان نه دی نو ته او تاسی ولی د ملاتړ هیله او توقع تری لری؟

  7. تاسی قدیانان مسلمانان نه یاستۍ د تاسو اعمال او کارونه د قدیانیو کفارو دی او تاسی د پنجاب دستور سره د افغانانو بدبختی پلانونه عملی کوۍ تاسی قدیانی خوګانو د پنجابیو په امر د جلکیو او میرمنو زده کړو او کارونو ممانعت کوۍ تاسی غلامو قدیانی کفارو پر ضد اسلامی جهاد حتمی او ضروری دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب