جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په خان اباد کې د قطغن لومړنی مکتب

په خان اباد کې د قطغن لومړنی مکتب

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې به یې نورې برخې هم خپرې شي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.

——————————————————

په خان اباد کې د قطغن لومړنی مکتب

په کندز ولایت کې لومړنی مکتب په خان اباد کې و. دا ښوونځی د هغه وخت په حساب رشدیه و، یعنې اته جوماته. هغه وخت ښوونځي درې پړاوه لرل: ابتداییه، له اوله تر څلورم ټولګي پورې؛رشدیه، له پنځم تر اتم ټولګي پورې؛ اعدادیه، له نهم تر دولسم پورې. درست دولس ټولګي کېدل.

په هغه وخت کې (څو اتیا کاله پخوا) د خان اباد د ښوونځي مدیر عبدالله خان نومېده. د سر معلم نوم یې سرور خان و. زموږ په معلمانو کې عبدالمحمد خان چې په معلم کلته مشهور و، د جغرافیا او ریاضي درس راکاوه. بل استاد مو یو د ډېر عمر ملا و چې دینیات او دري یې راښوول. ملا راز محمد د تاریخ الانبیا او قرآن شریف ښوونکی و. د درې واړو استادانو د تعلیم طریقې او له شاګردانو سره رویې مختلفې وې. عبدالمحمد خان په ونه ټیټ، وچوړکی، د پاخه عمر خاوند، په ناسته ولاړه او لباس کې مرتب. د زده کوونکو د ښې زده کړې فکر به ډېر ورسره و. په اصل کې د کابل و. په معلمۍ کې یې ډېره تجربه لرله خو په عین حال کې یو څه توند خویه و، ډب یې د ادب لپاره لازمي باله. درې لښتې به تل ورسره وې، پر مېز به یې کېښودلې، شاګردانو ته به یې ویل، دا یوه لښته بمبره ده، ډېر چیچل کوي او چیچل یې ډېر سوَی کوي. دا بله لړم دی، د دې له چیچلو مو خدای وساته، درد او سوی یې تر ډېرو نه کرارېږي. دا درېمه یې مار دی، له دې بلا امان غواړئ چې جوړېدا یې په یوه خدای ده…. چې چا به د ده درس ته پام نه کاوه یا به یې سم نه و زده شوی، په بمبرې یې سزا ورکوله، چې چا به په ټولګي کې څه شرارت کاوه، نور به یې هم له درسه ایستل یا به یې نوره شوخي کړې وه، په لړم یې ټک واهه. زموږ په ښوونځي کې مار ته وار ونه رسېد. ده به که وهل کول، نېک او خپلو درسونو ته متوجه ماشومان یې نازول هم او خوښ به یې ساتلو. چې صنف ته به راننوت، لومړی به یې وپوښتو:« چین چین های خورد تَرَک چه حال دارین!» بیا به یې وویل«خنده کنین، به پېشانی ترشی چیزی یاد نمی شه»

 یو وخت یې چپراسیانو ته وویل د ښوونځي په انګڼ کې یوې خوا ته اواره مځکه کوړې او ناواره کړي. چپراسیان یو، یو ساعت څو ورځې پر له پسې په همدې بوخت وو او موږ به د تفریح په وخت کې ورته کتل، نپوهېدو چې معلم صاحب ولې روغ پټی ورانوي؟

دوه، درې ورځې وروسته چې په جغرافیا کې د بحر، بحیرې، جهیل، خلیج، آبنا، خاکنا، کانال، جزیرې، جزیره نما… تعریفونه راښودل کېدل، موږ یې هغه پټي ته ودرولو. د پټي ژورې برخې له اوبو ډکې شوې وې.په خپله لښته یې د بحر، بحیرې او نورو ښکاره تفاوتونه را وښودل چې بېرته درس ته راستانه شو، تعریفونه مو پخپله په یاد پاته وو. دا دی څو اویا کلونه تېر دي خو اوس هم چې د جزیرې، جزیره نما یا دغو نورو د کوم یوه نوم یاد شي زما سترګو ته هغه کوړې ناواره پټی او هغه معلم صاحب له هغې اوږدې لښتې سره سترګو ته ودرېږي.

 موږ دوه درې کاله د ده زده کوونکي وو. په دومره وخت کې مو د ده توره، اتو کړې دریشي نه ګونځې ولیده، نه خیرنه، او د ده هغه تور بوټونه نه بدل شول، نه زاړه.

بل استاد مو یو زوړ مولوي و چې د فارسي او دینیات درسونه یې راکول. هغه هم توند و خو د عبدالمحمد خلاف یې اکثره وخت بې ځایه سزاوې راکولې. د ډېر عمر سړی و. په خوله کې یو غاښ هم نه و پاته شوی. په خبره یې سم نه پوهېدو. چې درس به یې ولوست، یو هلک به یې پاڅاوه چې ووایه ما څه وویل؟ هغه خوار به څه ویل، ځکه چې له کړشپې خولې د مختلفو حروفو اوازونه یو وړ اورېدل کېدل. ده به شاګرد تر غوږونو ونیو، چې سر به یې ورټیټ کړ، په غبرګو سوکانو به یې په ملا دوه درې واري ورکړل.

 دریم استاد مو ملا رازمحمد اخوند و. دغه ملا صاحب ځوان، په صورت باندې او د ښې حوصلې او ورینې ټنډې خاوند و. درس به یې په ورین تندي او مسکه خوله راکاوه.

په هغه وخت کې په دریم ټولګي کې تاریخ انبیا لوستل کېده. وړه کی جیبي کتاب و، د کتاب له مخې به یې درس راته لوست، بیا به یې وویل: اوس نو کتاب ټپ کړئ چې زه دا کیسه مفصله درته وکړم. بیا به لګیا شو هغه ساعت به یې ټوله کیسه څرنګه چې ده په تفاسیرو کې لوستې وه، راته وکړه چې اوس مې هم هغه کیسې یادې دي.

موږ لا په دریم ټولګي کې و چې پورته ټولګیو ته یو نوی استاد له کابله راغی. دا استاد په ونه لوړ، دنګ، دروند او موقر سړی و. ویل کېدل چې لوړ تحصیلات یې په ترکیه کې پای ته رسولي دي. دی عبدالرسول خان نومېده، د کابل د بره کي اوسېدونکی و. په وروستیو کلونو کې د خان اباد مکتب مدیر و، بیا یو وخت په بغلان کې د معارف عمومي مدیر او په راوروسته کلونو کې د معارف وزارت معین و.

 موږ به هره ورځ له پنجشنبې پرته شپږ ساعته لوست کاوه. د پنجشنبې په ورځ به یو ساعت مخته رخصتېدو، چې د رخصتېدو وخت به شو، اودسونه به یې راباندې وکړل او د ښوونځي په لوی چمن کې به درست ښوونکي او زده کوونکي په جمه ودرېدو. له لمانځه وروسته به یې لومړی د ټیټو ټولګیو بیا د پورته ټولګیو شاګردان په ترتیب سره رخصتولو.

معلمانو به درسونو ته ډېره توجه کوله. نایب الحکومه صاحب به په کال کې څو ځله ناڅاپي مکتب ته راغی، له شاګردانو به یې پوښتنې کولې او د معلمانو مشکلات به یې اورېدل.

د لومړۍ برخې لینک

په خان اباد او کندز کې د ازادۍ جشنونه / د ارواښاد پسرلي ناچاپ شوي یادښتونه

په خان اباد او کندز کې د ازادۍ جشنونه / د ارواښاد پسرلي ناچاپ شوي یادښتونه – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب