ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل چې د محمد ظاهر شاه په وخت کې د استقلال د جشنونو په اړه په دغه لاندې مطلب پیلېږي. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې به یې نورې برخې هم خپرې شي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي،منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده. |
په خان اباد او کندز کې د ازادۍ جشنونه
ممکن د خپلواکۍ جشنونه به پخوا هم په خان اباد کې لمانځل کېدل. څومره چې زما یادېږي له نن نه تقریبا ۷۲ کاله پخوا مې په خان اباد کې په زړه کېږي. په هغو وختونو کې به د خپلواکۍ جشنونه په کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او خان اباد کې چې د ولایتونو مرکزونه وو او دغه راز د اعلی حکومتونو په مرکزونو کې لمانځل کېدل. خان اباد لا تر هغو وختونو پورې د قطغن او بدخشان مرکز و. په خان اباد کې به هم د ازادۍ د ورځې په ویاړ درې ورځې مېلې وې. جشن ته به له شاوخوا کلیو او ولسوالیو ډېر خلک راتلل، درې شپې او ورځې به یې په مېلو، تماشو تېرولې.
د جشن په لومړۍ ورځ به پوځي رسم ګذشت او ورپسې د پولیسو او بیا د پوهنې د شاګردانو رسم ګذشت لیدل کېده. له غرمې وروسته به جشن په عمومي باغ کې و. مرحوم شېرخان نایب الحکومه د چلدر (چې د ولایت دفترونه او د نایب الحکومه حرمسرای پکې وو) ختیځ لور ته په نسبتا هوار ځای کې یو پارک جوړ کړی و چې خلکو باغ عمومي باله. په دغه پارک کې څو کوچیني چمنونه وو چې د ګڼو ونو دېوالونه ترې راګرځېدلي وو. یو لوی چمن پکې د فوټبال، اتڼونو، پهلوانیو او د شپې په مخه د اورلوبو لپاره وو. د دې لوی چمن لوېدیځ لور ته د پخو خښتو پوړۍ وې چې دندانه به یې بللې او خلک به د نندارو لپاره ورباندې کښېناستل. د دندانې لاندې د مخابراتو اداره وه.
د پارک په وړو چمنونو کې به په هر یوه کې موقتي رستورانونه درول شوي وو. سماوارچیانو او هوټلیانو به د لا زیاتو کسانو د جذب لپاره هڅه کوله چې یا د محلي سازیانو دسته ولري، یا په خپل چمن کې د پهلوانۍ لوبه توده کړي او یا د تورې او ډال د نندارې بندوبست وکړي. د پارک جنوبي خوا ته د پالودو او شیریخو یو کتار دوکانونه جوړ شوي وو. که څه هم درست اوړی به له ماسپښینه وروسته دغه دوکانونه پرانیستي وو او دا لوبې به روانې وې خو د جشن په ورځو شپو کې یې بازار ښه تودېده. رښتیا هېره مې شوه چې ووایم چې د جشن په مخه به ښار په اصطلاح آیینه بندان شو یعنې هر دوکاندار به د خپل دوکان په دېوالونو باندې ښکلي ټوکران، ښکلې قالینچې او ځینو به یې آیینې او ځینې انتیک لوښي راځړول.
مازدیګر مهال به نایب الحکومه صاحب هم پارک ته راغی، دندانې ته به وخوت، د سر په پوړیو کې به کښېناست. دغه وخت به په لوی چمن کې ملي اتڼ، ورپسې د هندوانو چوب بازي او قطغني پهلواني پیل شوه. پهلواني ته به د قطغن نامتو پهلوانان له لرې لرې ولسوالیو راغلي وو. لومړی به یې واړه پهلوانان سره جوړه کړل، بیا به وار مشهورو پهلوانانو ته رسېده. چې هر پهلوان به په خپل حریف بریالی شو، نایب الحکومه صاحب به چپنه ورکوله. پهلوانانو به د ماښام تر اذانه پورې زورونه سره ازمایل. تماشې ته به یې په زرګونو کسان ناست او ولاړ ول.
اوس مې هېر دي چې کوم کال و. جشن و، مازدیګری و، چا نایب الحکومه صاحب ته وویل چې دا ستا حاضر باش، خضر، هم ښه پهلوان دی، که ستاسو اجازه وي چې له چا سره یې په غېږ ورولو. نایب الحکومه صاحب ورته وویل، ګورئ یو په غاښ برابر ورته وګورئ ، هسې نه چې را ژوبل یې کړئ. نایب الحکومه صاحب خضر ته مخ واړاوه، ویې پوښت، څرنګه غېږ باسې ، که نه؟
خضر وویل: که ستاسې اجازه وي، ولې نه.
– چا ته ورتېرېدل غواړې؟
– چې هر چا ته تاسې امر وکړئ!
نایب الحکومه صاحب مسک شو، خضر یې په شا وټپاوه او ویې ویل، ستا جراات مې خوښ شو، خدای به دې نه هېروي.
خضر په عمر شل، دوه ویشت کلن، په ونه موندری، له رنګه رغوس معلومېده. پیاوړې مټې او پلن ټټر یې درلود. کله چې یې د پهلوانۍ قاغمه واغوسته، میدان ته راووت. ( قاغمه یو وړ د ټینګې تکې چپن ده چې ارزانه یې له پومبې او ګرانه یې د اوښ له وړیو اوبدل شوې وي.) حریف یې هم پیاوړی ځوان و. چې لاس یې سره واچاوه، په سترګې رپ کې یې حریف څملاوه. په منډه دندانې ته راوخوت، د نایب الحکومه صاحب لاسونه یې ښکل کړل. نایب الحکومه صاحب چپنه په اوږه ورواچوله او ویې ویل: یو بل پهلوان هم ورته وګورئ.
دا ځل یې یو نسبتا مشهور پهلوان ورسره جوړه کړ. هغه یې هم په فن خواب پرې یوست.( فن خواب د قطغن د پهلوانۍ یو تاکتیک دی چې ډېر قوت او ډېره چالاکي غواړي . پهلوان په داسې حال کې چې یو بل یې د قاغمو تر ګرینو نیولي او سره څنډي، په یوه سریع حرکت ځان مخې ته ټیټ او لاسونو ته زور ورکړي چې حریف په شدت په مځکه ولګېږي، په چټکۍ سره د حریف په ټټر ورواوړي.) چې دا ځل یې هم د بریالیتوب چپنه ورکړه، بابا وویل: خضر زما پهلوان دی، که هر څوک ورسره جوړه کوئ، زما له خوا اجازه ده.
خضر له هغې ورځې راهیسې د شیرخان بابا د پهلوان په نامه مشهور شو. په سبا او بله ورځې یې د ډېرو پهلوانانو شاوې په خاورو سپېرې کړې.
په وروسته کلونو کې به مې اورېدل چې په درست قطغن کې چا نه و څملولی. خلکو به ویل، خضر ته شېرخان بابا ګفت و رکړی و، څوک یې نه شي څملولی. خو زه وایم چې بابا نه پیر و، نه پکیر. یو خان و. خانان د هر چا صلاحیت او استعداد پېژني ، خضر یې وپیژاند چې هم پیاوړی دی، هم د پهلوانۍ چالونه ور معلوم دي او هم ډېر چټک دی، ځکه یې وویل چې له هر چا سره یې جوړه کوئ، زما له خوا اجازه ده. خضر بیا چاپ اندازي هم کوله.
په هغو وختونو کې د خان اباد په ده وېران کې ډېر مشهور پهلوانان وو، لکه پهلوان قربان او نور. چاه آب خو و د پهلوانانو ځای. دغه شان د قلعه زال او چاردرې په ترکمنو کې ښه، ښه پهلوانان پیدا کېدل. د کندز لرخابیانو هم په صورت باندې او چټک پهلوانان لرل.
خضر د پهلوانۍ په ډېرو فنونو کې ماهر و، خصوصا په (فن خو) او ( شانه ګردان) کې.( شانه ګردان هم په داسې حال کې امکان لري چې لاسونه یې یو د بل قاغمې ته سره رسېدلي وي. ماهر پهلوان په ډېرې چالاکۍ اوږه ورته ټیټه کړي، یو ځنګون په مزکه کېږدي، بل پهلوان ته شا واړوي او په اوږه یې واخلي. څو چې هغه بل په ځان پوهېږي، مځکې ته یې راخلاص کړی وي. دې فن ته شانه ګردان وایي.)
د ماښام له لمانځه وروسته به آتشبازي (اورلوبه) پیل شوه. د اورلوبې لپاره به یې دوه، درې تنه تر جشن پخوا بمبۍ ته ولېږل، له هغه ځایه به یې د اورلوبې سامان او وسایل راوړل. هغه وخت په خان اباد کې یو هندو اوسېده چې نرنجن نومېده. نرنجن د ټوکرانو تاجر و. هر کال به دوه، درې ځله هند ته په ټوکرانو پسې تلو. د اورلوبې سامان به د نرنجن په مرسته بابا جان او د ښاروالي یو بل نماینده رارسول. بابا جان تاشقرغانی( خلمي) سپین ږیری و، له اور لوبې سره اشنا و. چې اورلوبه به په ختمېدو وه په زرګونو لالټینونه او په سلګونو ګیسونه به ولګېدل، د جشن سیمه به یې رڼه ورځ کړه. دا په زرګونو لالټیونه او ګیسونه هم دغه بابا جان د دې نرنجن په لارښودنه راوړي وو، چې ښار به ورباندې بې برقه چراغان شو.
د شپې به په لوی چمن کې اتڼونه وو او په وړو چمنونو کې به سازونه غږېدل. خان اباد دوه دستې دولتي موزیک هم درلود چې یوه دسته یې عسکري باجه خانه او بله یې ملکي باجه خانه بلل کېدله. ملکي باجه خان په ښاروالي پورې مربوطه وه او له جشنونه سیوا به یې هم په اوړي کې هر مازدیګر په عمومي پارک کې نغمې اورېدل کېدلې. د خان اباد په باغ عمومي کې به په پسرلي، اوړي او مني هر مازدیګر مېله وه. لوبې، سازونه او سپورتي مسابقې به وې.
د شیرخان بابا له وفاته وروسته څو میاشتې اسماعیل مایار د قطغن او بدخشان نایب الحکومه و. ورپسې مرحوم وزیر صاحب محمد ګل خان مومند راغی. وزیر صاحب د ولایت مرکز له خان اباد څخه بغلان ته ولېږداوه. بغلان نوی جوړېده، نه یې د دوایرو ځای درلود، نه د مراجعینو ځای. هم مامورین اوکه ول، هم ولس. خان اباد هم له برمه لوېدلی و. د ولس نارضایتي او له دې امله ناامني ورځ په ورځ ډېرېده. وزیر صاحب استعفا ورکړه او په ځای یې مرحوم فاروق عثمان مقرر شو.زه نه یم خبر چې په دغو کلونو کې به د جشنونو وضعه څنګه وه؟ ممکن تش په نامه جشنونه به وو. خو کله چې کندز او تخار په حکمرانیو بدل شول، په کندز کې جشنونو یو ځل بیا سا واخیسته.
په کندز کې به جشن په لوی چارسو کې لمانځل کېده. د چارسو د جنوب غرب خوا څو دوکانونه به د کیمپونو لپاره خلاص شول. یو، دوه دوکانه به د حکمران د ناستي لپاره خوشي شوي وو، یو دوه نور د سپین زر شرکت د مامورینو لپاره؛ یو، دوه نور هم د نورو لپاره. حکمران به له ځینو لوبو مامورینو او قومي مشرانو سره ناست و. دغسې نور به هم په خپلو کمپونو کې وو. په لومړۍ ورځ به حکمران ، ښاروال او ځینو قومي کسانو د ازادۍ په هکله ویناوې وکړې، بیا به لوی اتڼ چې حلقې به یې درست چارسو نیولی و، شروع شو، بیا به د هندوانو چوب بازي او نورې لوبې پیل شوې. له غرمې وروسته به هم اتڼونه، پهلوانۍ او نورې نندارې وې. د مازدیګر خوا ته به بیا لوی اتڼ او ورپسې به د والیبال میچونه وو. چارچاپیره به خلک د لویو سیل ته ناست وو. ډېری کسان به د سیل لپاره د دوکانونو بامونو ته ختلي وو. څرنګه چې هغه وخت کندز ته برېښنا راغلې وه، د شپې په مخه به ښار چراغان وو، تر یولس، دولس بجو به لوبې او سازونه ول.
په رسمي نندارو سربېره به ښاروالي یو سرای د دېس والاوو ته په اجاره ورکړی و چې کارنیوال یې باله. هر چا به چې په یوه شپه کې سرمایه دارۍ ته هیله وه، هغه به دغه سرای ته ننوت او په یوه دېس به یې خپلې پیسې د څلور چنده ګټې په تمه ږدولې. دې لوبې ته ځينې ملا صاحبان خرپېدل خو ښاروالي د اجارې له پیسو زړه نه شو صبرولای. په بل سرای کې به دار بازانو حیرانوونکې تماشې ښوولې چې له دې نندارو سره هم د عام ولس ډېره دلچسپي وه. دغه راز ځینې دوکانونه لاتریو ته خلاص شوي وو. د لاترۍ لوبه داسې وه چې دوه، درې تنه به سره شریک شول، ځینې مالونه به یې له دوکاندارانو په شرط اخیستي وو چې که اوبه شول قیمتونه به یې ورکوي، که پاته شول له جشنه وروسته به یې مال روغ جوړ ورسپاري.
د لاترۍ په دوکانونو کې به دوه وړه لاترۍ وې. یو ډول د رهروي خلکو لپاره، دوهم د خواصو لپاره. د لومړي ډول لپاره به یې د مختلفو شیانو نومونه په جلا جلا پاکټونو کې اچولي وو، لاترۍ والا به نارې وهلې، د ځینو مهمو شیانو نومونه به یې اخیستل، مثلا: بختور ته به په دوو روپو، یو درجن پیالې، یا یو درجن شیشه اي ګیلاسونه ، یا یو درجن خوشبویه صابونونه راوځي!
دا پاکټونه به یې درست په یوه ډبلي کې ایښي وو. بخت ازمویونکي ته به یې ویل: له دې ډبلي یو پاکټ درواخله چې د هر شي نوم پکې لیکلی و، هغه ستا شو. په دې فرصت کې به د دوی کوم ملګری له بهره راغی، دوه افغانۍ به یې ورکړې، یو پاکټ به یې ور واخیست ،لاترۍ والا ته به یې ورکړ چې ویې لولي، هغه به نارې کړې: نوش جان ، بختور سړی یې، په دوه افغانیو د دوه سوه افغانیو چیني لوښی درته راووت. هغه به غوری واخیست، لاړ به او څو دقیقې وروسته به یې غوری بېرته ورواستاوه. نورو چې به پاکټونه واخیستل چا ته به د جامو ګنډلو ستن، چا ته به پنسل پاک، چا ته یوه ګوړۍ تار ، چا ته یو سنجاق او چا ته یو قطی اورلګیت راووتل.
دوهم ډول یې واقعي لاترۍ وه. هغوی به د دوکان یو شی مثلا یو ترموز یا بل داسې شی چې د دوی په بیه به یې له دوو سوو تر پنځه شپږ سوو پورې بیه لرله( دوی به یو شی تر بازار معمولا یو په یو نیم لوړ بیه کاوه)، لاترۍ ته وړاندې کړ. د لاترۍ شوقمن چې به هر څومره برابر شول، د مال بیه به یې په هغومره کسانو ووېشله چې سړي سر څومره ور رسېږي، هغه پیسې به راغونډې شوې ، د درستو نومونه به یې جدا جدا په کاغذونو ولیکل او یو شان به یې قات کړل، په یو به کاغذ به یې د مال نوم ولیکه ، هغه به یې هم هغه شان قات کړ، یو بې طرفه زلمي ته به یې وویل، له دغه مرتبانه دوه قات شوي کاغذونه راوباسه، هغه به راوایستل ، یو به یې یوه لوستونکي ته ورکړ ، بل به یې بل ته، چې یوه به کاغذ وسپخاوه، وبه یې ویل، مثللا احمد ، بل به وویل، محمود . دا دوه تنه به ساړه کښېناستل ، دا نومونه به دوه، دوه تر هغو را ایستل کېدل څو چې به د چا له نوم سره د مال قات کړ شوی پاکټ راووت، هغه به ګټلی و.
په دې لاترۍ کې د دوی ګټه د ډېر مال په اوبه کولو کې وه.
یو کال زموږ د چاردرې هم درې تنه سره سلا شول چې د لاترۍ دوکان پرانیزي. یو یې عمر نومېده، زموږ د کلي پخوانی ژرنده ګړی و. عمر ډېر ټوکي او فتنه سړی و. بل یې په چالاکۍ کې تر ده هم یو څپک اوښتی و، بختیار نومېده. دریم یې د دوی دواړو ښاري ملګری و چې پخوا یې هم لاترۍ چلولې وه. موږ به هم چې کومه مهمه ننداره به نه وه، خصوصا د شپې په مخه د دوی دوکان ته ورغلو، هم به مو د دوی ټوکو مسخرو ته پام ښه غلطېده ، هم به مو په یوه نیمه لاترۍ کې خپل بختونه ازموییل.
عمر اسیاوان د دوو افغانیو پاکټونو ته ناست و، هغه یې پلورل. یوه شپه یو غټ شین ملخ د برېښنا له ګروپ سره ولګېد او راولوېد. عمر ورباندې غوټه کړه، ویې نیو او یو شیشه اي ګیلاس یې ورباندې نسکور کړ، خپل ملګري ته یې وویل ، هله ژر شه په یوه ټوکر کاغذ ولیکه چې یک دانه ملخ زنده. په خدای چې شل، دېرش روپۍ په دغه ملخ جوړې نکړم، که به یې پرېږدم.
چې د ملخ نوم یې هم په یوه تش پاکټ کې واچاوه، ما ورته کتل، یو سړی راغی، دوه افغانۍ یې ورکړې او په بسم الله یې یو پاکټ ور اوچت کړ، خپل ملګري ته یې وویل: دا ولوله چې څه دي؟ هغه چې پاکټ پرانیست په زوټه یې وویل: یک دانه ملخ زنده. درستو وخندل. سړي شاته ونه کتل، منډه یې واخیسته. دغه شان تر دوو بجو پورې لس، پنځلس تنو ته هغه پاکټ په ګوتو ورغی.
کله چې قطغن او بدخشان په څلورو ولایتونو وویشل شول، له یوې خوا نفوس ډېر شوی و، له بلې خوا له جشنونو سره د خلکو مینه ډېره شوې وه. ځوانانو به له لرې کلیو او نژدې ولسوالیو ضروري کارونه پرېښودل ، د جشن شپې ورځې به یې په کلیو کې نه تېرولې، دغه شان د سپرلۍ وسایل هم نسبتا ډېر شوي وو، نو د کندز د جشن حوزه هم له چارسو ووتله، لومړی د ښاروالي چمن ته نقل شوه، وروسته هغه ځای هم ورباندې تنګ شو، د سپین زر چمن ته نقل شوه. د سپین زر چمن د هر راز لوبو ، کمپونو او سملاسي دوکانونو لپاره کافي ځای درلود.
د بابای ملت د سلطنت په ورستیو کلونو کې امر راغی چې په هره ولسوالۍ کې دې د خپلواکۍ جشنونه لمانځل کېږي.
ډېر عالي، څه کم پېړۍ وړاندې وطن، خلک، دودونه، لوبې او د هغې زمانې ژبه مې ولیدل او واورېدل. په ايډيټ کې يې لږ غور نور هم بويه. خان آباد ځان اباد ليکل شوی او څو ځايه نورې هم ټايپي تېروتنې شته. د استاد نثر او ليک دې له غلطيو سوتره وي. کاش ژر چاپ شي.
د استاد پسرلي روح دې ښاد وي. دې لیکنې یې عجب خوند راکړ. د جشنونو د جزئیاتو تر څنګ یې د پهلوانۍ له ځینو اصطلاحاتو سره هم آشنا کړم. لطفاً د استاد د خاطرو د خپرو لړۍ وغځوئ.
د هغه وخت رنګارنګي مي په دې خاطره کي ولیدل، د خاطرو یو مهم اصل دا دی، چي لوستونکی له ځان سره د هغه وخت له رنګونو، خلکو، طبیعت، ږغونو، او هر څه سره داسي بلد کړی، چي پخپلو پنځه حواسو یې حس کړي، ما هم ولیدل؛ چي هر دوکاندار به د خپل دوکان په دېوالونو باندې ښکلي ټوکران، ښکلې قالینچې او ځینو به یې آیینې او ځینې انتیک لوښي راځړول.
ما د موسیقي ږغونه او د خلکو نارې او د اتڼ ګډا حس کړل ، چي : د شپې به په لوی چمن کې اتڼونه وو او په وړو چمنونو کې به سازونه غږېدل. خان اباد دوه دستې دولتي موزیک هم درلود چې یوه دسته یې عسکري باجه خانه او بله یې ملکي باجه خانه بلل کېدله. ملکي باجه خان په ښاروالي پورې مربوطه وه او له جشنونه سیوا به یې هم په اوړي کې هر مازدیګر په عمومي پارک کې نغمې اورېدل کېدلې. د خان اباد په باغ عمومي کې به په پسرلي، اوړي او مني هر مازدیګر مېله وه. لوبې، سازونه او سپورتي مسابقې به وې. د ارواښاد استاد خاطره هم لکه د خپل شعر انداز او سبک چي بېل دی. روح ئې ښاده او دنورو هغه خاطرو په هیله چي خپری سي!
ډېرغوره اوپرځای خاطره وه، د ارواښاد استادپسرلي روح دي خوښ او آرام وي، دده د خلف الصِدق اولادونوڅخه زمونږ هیله داده چې د استاد د پرباره ژوند مختلف ګوټونه له مینه والو سره شریک کړي، په خیر اوخوښی وسی.