جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: نړۍ دې د با امنه افغانستان تمه یوازې له موږ...

مولوي کبیر: نړۍ دې د با امنه افغانستان تمه یوازې له موږ نه وکړي

تاند: (شنبه، د زمري ۲۸ مه )  د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر نړیوالې ټولنې د دوی رژیم سره د تعامل غوښتنه وکړه.

نوموړي په دفاع وزارت کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې په مراسمو کې دا خبره وکړه.

د هغه په وینا، دوی افغانستان له نیشه یي توکیو پاک کړی او نړۍ مجبوره ده، چې دوی سره تعامل وکړي.

مولوي عبدالکبیر ویل: “که نړۍ له با امنه افغانستان غواړي داسې چې نړۍ ته ترې خطر نه وي، له مخدره موادو او قاچاق نه یې پاک وي، نو دا تمه دې نړۍ یوازې له اسلامي امارت نه وکړي بل چانه دې نه کوي، نو کله چې د نړۍ اهداف په افغانستان کې له اسلامي امارته، پرته نه شي ترسره کیدای نو ځکه زه وایم چې نړۍ مجبوره ده چې اسلامي امارت ته د تعامل لاس راوږد کړي.”

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدان طالب مشران د حکومتولۍ له وړتیاوو محروم او د افغانستان د اوسني بشري او اقتصادي ناورین اصلي لامل بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب